تاند (شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، قطر وتوانېد چې، افغانستان او پاکستان دواړه د ۴۸ ساعته اوربند د غځولو لپاره قانع کړي، خو پاکستان دغه اوربند مات کړ.
خلیلزاد دا څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه کړې دي.
نوموړي د پکتیکا په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو او د کرکټ د لوبغاړو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي: “پاکستان ته ولې دا د منلو وړ نه ده چې د لسیزو جګړو ځپلو وروسته یې ګاونډی هېواد په سوله کې عادي ژوند وکړي؟”
نوموړي قطر یو رښتینی منځګړی بللی، خو پوښتنه یې کړې، چې ایا پاکستان هم یو رښتینی ګاونډی دی؟
خلیلزاد ټینګار کړی، که پاکستان ځان رښتینی ګاونډی بولي، نو باید پر افغانستان بریدونه ودروي.
دا په داسې مهال ده، چې پاکستان د قطر له دومره هڅو سره سره بيا هم د اوربند له غځېدو سرغړونه کړې او پاکستاني رژيم بېګاه شپه په پکتيکا کې ملکي کورونه بمبار کړي دي.