Homeخبرونهروسیې او ازبکستان د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینونه پیل...

روسیې او ازبکستان د افغانستان پولې ته نژدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) روسیې او ازبکستان د «همکارلیک-۲۰۲۶» په نوم ګډ پوځي تمرینونه په ازبکستان کې پیل کړي دي. په دغو تمرینونو کې به د دواړو هېوادونو سرتېري د سرحدي سیمو په اوږدو کې د ناقانونه وسله‌والو ډلو د موندلو او له منځه وړلو تمرین وکړي.

د ازبکستان دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۰مه د دغو پوځي تمرینونو د پیل خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې دا تمرینونه د اکتوبر تر ۲۷مې پورې د ازبکستان په جنوب کې، د سرخان‌دریا ولایت د ترمذ په پوځي روزنیز مرکز کې دوام وکړي. دا سیمه د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده.

د ملیتارنیه ویبپاڼې د راپور له مخې، د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې سرتېري، چې په ګاونډي تاجکستان کې مېشت دي، د دغو تمرینونو لپاره ازبکستان ته رسېدلي دي.  هغوی د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ۳۰۰ کیلومتره غرنۍ لارې کچ کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ازبکستان ته د پوځي کاروان د لېږد بهیر ښودل کېږي. په دغه کاروان کې د «بي‌ټي‌ار-۸۲ اې» زغره‌وال نقلیه وسایط، د «اورال» باروړونکي موټرونه او د «کاماز» پر موټرو جوړ شوي ځانګړي پوځي وسایط شامل دي.

د تمرینونو موخه څه ده؟

د پوځي تمرینونو د سناریو له مخې، د روسیې او ازبکستان ځواکونه به په ګډه د سرحدي سیمو په اوږدو کې د دښمن د کوچنیو فرضي وسله‌والو ډلو د موندلو او له منځه وړلو تمرین وکړي.

په دغو تمرینونو کې به غرني او یرغلیز ځواکونه، د څارنې او برید بې‌پیلوټه الوتکې، بې‌چلوونکي ځمکني وسایط او د «مي-۲۴» بریدګرې څرخکې هم برخه واخلي.

د ازبکستان دفاع وزارت د دغو تمرینونو د پرانیستې مراسمو تصویرونه هم خپاره کړي دي. د مراسمو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سرتېرو په ګډو پوځي لیکو کې رسم‌ګذشت وکړ او پوځي ارکسترونو د روسیې او ازبکستان ملي سرودونه وغږول.

د مسکو او تاشکند ترمنځ پوځي همکاري پراخېږي

دا ګډ پوځي تمرینونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مسکو او تاشکند ترمنځ پوځي همکاري پراخېږي.

د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دفاع وزارتونو له ۲۰۲۶م تر ۲۰۳۰م کال پورې د پوځي همکاریو پر یوه پلان هم هوکړه کړې ده.

د افغانستان پولې ته نژدې د دغو تمرینونو ترسره کېدا د سیمې د امنیتي وضعیت او د روسیې او ازبکستان ترمنځ د پوځي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...