Homeخبرونهپه تخار کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم وموندل شو

په تخار کې ۵۰۰ کیلوګرامه ناچاوده بم وموندل شو

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د تخار د امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې له پخوانیو جګړو پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم موندل شوی او وروسته په یوه خوندي سیمه کې په کنټرول شوې ډول چاودول شوی دی.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله مسرور نن (چهارشنبې) وویل، دغه بم د بنګي ولسوالۍ د «نوآباد برجه» په کلي کې موندل شوی و. د هغه په وینا، د پولیسو د انجینرۍ ډلې بم له استوګنو سیمو لیرې «غوزول‌درې» سیمې ته یووړ او د خوندیتوب د اصولو په رعایتولو سره یې وچاوداوه.

افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د ماینونو او ناچاوده مهماتو له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل کېږي یا معلولېږي، چې نژدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان د دغو مهماتو له ګواښ سره مخ دي.

اټکل کېږي چې په بنګي کې موندل شوی بم به د نولس سوه اتیایمې لسیزې، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د کلونو وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...