Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیو روسی سوداګر له کندهاره بهرنیو بازارونو ته ۵ زره ټنi انارو...

یو روسی سوداګر له کندهاره بهرنیو بازارونو ته ۵ زره ټنi انارو صادروي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د راپورونو له مخې، یو روسی سوداګر غواړي چې د کندهار ولایت تر ۵ زره ټنو پورې انار د روسیې، ازبکستان، قزاقستان، جاپان او جنوبي کوریا په ګډون نړیوالو بازارونو ته صادر کړي.

دغه سوداګر چې په لومړي ځل کندهار ته تللی، ویلي چې د دغه ولایت انار یې د لوړ کیفیت او له کیمیاوي موادو د پاکوالي له امله خوښ شوي دي.

د هغه په وینا، د کندهار د انارو ځانګړي خوند په نړیوالو بازارونو کې د دې مېوې غوښتنه زیاته کړې او له همدې امله بېلابېلو هېوادونو ته د صادراتو د پراختیا فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه ویلي: «پلان لرم چې تر ۵ زره ټنو پورې انار د ځمکې له لارې ازبکستان، روسیې او قزاقستان ته ولېږم، چې په پای کې به یې یوه برخه د جاپان او جنوبي کوریا بازارونو ته هم ورسېږي.»

د انارو سوداګر د صادراتو د اسانتیاوو غوښتنه کوي

د کندهار د انارو بڼوالو او سوداګرو له چارواکو غوښتي چې د سوداګرۍ لارې ورته اسانه کړي او د نړیوالو معیارونو له مخې د انارو د بسته‌بندۍ د مرکزونو د جوړولو ملاتړ وکړي.

دوی ویلي، د کندهار انار ته په بهرنیو بازارونو کې د پام وړ تقاضا شته، خو د بسته‌بندۍ د مناشبو مرکزونو نشتوالی د دې سبب شوی چې صادرونکي له رامنځته شویو فرصتونو څخه ښه ګټه وانخلي.

بڼوالو او سوداګرو همداراز له چارواکو غوښتي چې بهرنیو شرکتونو ته د افغانستان د مېوو په سکتور کې د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

د انارو د صادرولو لپاره د ځمکنیو او هوايي لارو هڅې

په همدې حال کې، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ویلي چې هڅې روانې دي څو د دغه ولایت انار د ځمکې او هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته ولېږدول شي.

نوموړي له اړوندو ادارو غوښتي چې له صادرونکو سره زیاته همکاري وکړي، د لېږد پر وړاندې شته ستونزې حل کړي او نړیوالو بازارونو ته د کندهار کرنیزو محصولاتو ته لار هواره کړي.

د کندهار انار د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي او سوداګر تمه لري چې د بسته‌بندۍ د اسانتیاوو، د لېږد د لارو د ښه کېدو او د بهرنیو پانګونو په مرسته به یې صادرات نور هم پراخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...