دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+کلتور او ناوړه کلتور | اسدالله غضنفر

کلتور او ناوړه کلتور | اسدالله غضنفر

په پخواني ادب کې د «فرهنګ» له کلمې معمولا د پوهې معنا اخیستل کېده او توقع وه چې پوهه خو له سړي باادبه او مهذب کس جوړوي. د فرهنګ د همدې پخوانۍ معنا په اساس بافرهنګه یا فرهنګیال هغه چا ته وایو چې پوهه او شخصیت دواړه ولري او ناسته پاسته، خبرې او د ژوند طریقې یې د پوه او باادبه سړي وي. خوشحال فرمایي:

لاړل و جنت ته چې  په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

یعنې د هغوی انجام خراب و چې ځانونه یې پوه بلل خو په واقعي معنا پوه نه وو او بد کارونه یې کول.

«فرهنګ» په همدې پخوانۍ معنا کې یو ښه صفت دی چې هر څوک یې نه لري. په اوسنۍ زمانه کې چې د اروپایانو د کلتور یا کلچر کلمه «فرهنګ» وژباړل شوه، دې کلمې یوه بله معنا هم پیدا کړه. په دې بله معنا کې د هرې ټولنې د ژوند طریقې، دودونه او ارزښتونه د هغې فرهنګ(کلتور) بولو. فرهنګ په دې وروستۍ معنا په هره ټولنه کې خامخا شته خو په لومړۍ معنا کې ځینې کسان ممکن بې کلتوره یا بې فرهنګ وبولو، یعنې پوهه، سویه او ادب نه لري. په لومړۍ معنا کې فرهنګ تر ډېره حده د یوه کس ځانګړنه ده او په دویمه معنا کې د ټولنې.

 د فرهنګ د نوې معنا په رڼا کې وویل شول چې د ټولنې په غړیو باندې خپل کلتور ګران وي او معمولا یې خوښ وي. کلتور یو ناڅاپه نه خپلېږي، وختونه غواړي چې خپل شي او چې خپل شي، بیا د خپلوانو او عزیزانو غوندې شاید په زړه کې ځای ومومي.

څلور، پنځه پیړۍ پخوا هندوستان ته له اروپا څخه تمباکو راوړل شول. په هند کې چیلم څکول ورو ورو دود شول. وروسته بیا دغه دود زموږ سیمو ته راغی. چیلم حجرو ته، مجلسونو ته، لنډیو ته او خاطرو ته لاره وکړه. موږ یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې خبر شو چې چیلم ډېر ضرري شی دی. اوس دغه دود کم شوی دی مګر پوره ختمېدا یې یو الله ته معلومه ده. معاصر انځورګر چې د کاغذ  پر مخ وطني ژوند انځوروي، ممکن چیلم پکې له یاده ونه باسي، د وطن په یوه لوکس رستورانت کې به وګورې چې چیلم په ښکلي تخت باندې بره خوا ایښی دی او اوسني شاعر استاد شپون په پردیسي کې د وطن د خوشحاله ژوند تخییل داسې کړی و: زه یمه، یاران وي، چیلمونه، مجلسونه وي.

چیلم څکول یو دود و چې د سلام اچولو د دود په اندازه عام نه شو او نن سبا خو یې شاید ناوړه هم وبولو.د ناوړو دودونو په اپوټه، ځینو چارو، دودونو او باورونو ته په ډېره درنه سترګه ګورو، ورباندې ویاړو او خپل ارزښتونه یې بولو. طبعا چیلم څکول په ارزښتونو کې نه راځي خو سلام اچول یو اخلاقي ارزښت دی.

موږ چې یو بل ووینو، سلام علیکم وایو، هندو نَمَستې وايي او پرنګی ممکن هیلو ووایي. کلتوري توپیرونه د ملتونو او ټولنو تر منځ د توپیر سبب کېږي. د کلتور یا فرهنګ یو لوی نقش دا دی چې د ټولنو د هویت په پيژندلو کې پکارېږي. برتش انګرېزي د انګرېز او امریکن انګرېزي د امریکایي یوه نخښه ده.

بل نقش یې دا دی چې د بنیادم د ښکلا تنده ماتوي. انسان خپل عقل په دې پوه کړ چې که د زړبودن په وخت کې تګ ورته سخته وي، له امسا دې استفاده وکړي خو وروسته یې چې د امسا په لرګي نقشونه وایستل او غمي یې پکې کېښودل دا د ذوق او کلتور خبره  وه.

 کلتور په روحي لحاظ مرسته راسره کوي چې د پناه کېدو وېره مو کمه شي. د پېړیو، پېړیو یو دود مو له خپلو اسلافو سره وصل کړي او داسې وګڼو چې موږ د یوه نه وچېدونکي سین برخه یوو.

د کلتور لا لوی نقش دا دی چې د ټولنې غړي سره پېوندوي. د اختر په ورځ چې یو بل ته مبارکي وایو، ځانونه سره خپل احساس کړو او چې په شریکه ژبه خبرې کوو، د یو بل په مطلب پوهېدل راته اسانه شي.

د ټولنې د کلتور یا فرهنګ ځينې برخې عامې وي، ځینې یې نه وي، ځینې یې ارزښتونه بولو او ځینې یې د وخت په تېرېدو سره ممکن ناوړه راښکاره شي. د ارزښتونو او ناوړو دودونو تر منځ ډېر نور څه هم شته چې نه ورباندې ویاړو او نه یې بد بولو خو د ژوند په طریقو او رواجونو کې مو راځي، مثلا موږ اکثرو ته خوند راکوي چې په کوټه کې غالۍ اواره وي او په توشکونو باندې بالښت ته ډډه ووهو خو اروپایان په کوچونو او چوکیو باندې د ناستې عادت دي.

فرهنګ د انسان ځانګړنه ده. د پوهانو په قول، دې دواړو پوښتنو ته چې ځناور ولې اوبه څښي؟ او څنګه یې څښي؟ ځواب دا دی چې دا چارې د غریزې په حکم کوي، خو د انسان په اړه وایو چې ولې څښل یې د غریزې په حکم وي او څنګه څښل یې د انسان له فرهنګ سره تعلق لري. یو به د سروزو په جام کې اوبه څښي او بل به یې د خاورو په کنډولي کې. موږ اکثره په لاس ډوډۍ خورو او اروپایان یې په پنجه او کاچوغه. د چین خلک بیا په دوو نریو لرګیو خواړه اوچتوي.

هر کلتور په یوه چاپېریال او یوه زمانه کې د یوې اړتیا د پوره کولو لپاره راپیدا کېږي.د لومړیو وختونو انسان چې د ګېډې د مړولو لپاره ښکار کاوه، طبعا د غریزې حکم و خو چې د ښکار د غوښو په ويشلو کي دي نتیجي ته ورسيدل چې د ګروپ د پیاوړي کس درناوی پکار دی، ده ته تر نورو زیاته برخه ورکړئ، دا یو دود او کلتور شو او دا کلتور د پیاوړي کس د وراني د مخنیوي لپاره پکار راته. د لومړیو وختونو انسان د طبیعت له قوانینو ډېر ناخبره و. ده په خپل ګومان د ستونزو د کمېدو لپاره کوډې جوړې کړې چې نن سبا ورته د خرافاتو کلتور وایو. اوسنی انسان که څه هم د علم و عقل مني خو د کوډو له خرافاتي کلتوره یې لا یو مخ لاس نه دی اخیستی. ولې؟ ځکه چې ساینس مو ټولې غوټې نه اواروي او چې عقلاني حل لاره ونه مومو، خرافاتو ته په تمه شو. که مو په کور کې د برق سستم ګډوډ شي، له کوډګره نه غواړو چې څه چل وکړه، راجوړ یې کړه، خو که روحي پرېشاني ولرو، ممکن کوډګر ته ورشو، دا ځکه چې په ټولنه کې په کافي اندازه برقیان شته او په کافي اندازه ارواپوهان نشته. یو وخت چې مو اوسنۍ دواګانې نه لرلې د زیارتونو او تعویذګرو بازار لا تود و.

په تېره زمانه کې چې حکومتي نظامونه ډېر کمزوري وو، وګړي مجبور وو چې تیریګر ته پخپله سزا ورکړي او دې شي کسات اخیستل په ارزښت بدلول ځکه خلک یې په ظلم کولو کې احتیاط ته وربلل، خوشحال خټک خو ځکه وایي:

څو وانخلي له غلیمه انتقام

مرد نه خوب کا، نه خواړه کا، نه ارام

مګر کله چې حکومتونه پیاوړي شول او د قضاوت چارې دولتونو په غاړه واخیستې، بیا نو انتقام د ارزښت له مقامه راولوېد او په یوه ناوړه دود او ان جرم بدل شو. په اوسنۍ زمانه کې دا دولتي نظام دی چې قاتل ته باید سزا ورکړي، نه د مقتول ورور او کورنۍ. دغه مثال راښيي چې دودونه، ارزښتونه او د ژوند طریقې د خاصو اړتیاوو پیداوار وي او چې اړتیاوې بدلې شي، په کلتور کې هم بدلون راځي یا باید راشي.

څو لسیزې پخوا د ژمي لپاره د رومیانو او پیازو وچول زموږ د ژوند یوه برخه وه خو په تجارت او صنعت کې د تغییراتو او پرمختګ په برکت اوس په ژمي هم تازه پیاز او رومیان پیدا کوو، نو د وچولو رواج یې مخ په هېرېدو دی. د کمپیوټر کار په مېز او چوکۍ باندې ښه کېږي. اوس چې کمپیوټر کورونو ته لاره کوي، په مېز او چوکۍ باندې ناسته ورسره یو څه زیاتېږي او هغه وخت لرې نه دی چې د توشکونو ځای به چوکۍ ونیسي.

زما د ماشومتوب په کلونو کې به له لویدیځه راغلیو وطنوالو ویل چې اروپایان اول د تلفون له لارې له یو چا سره وخت ټاکي، بیا د هغه کور ته ورځي. موږ چې تلفون نه درلود، د وخت ټاکلو دود مو نه و خو د موبایل له عامېدو وروسته اوس ورو ورو دا په دود او ادب بدلېږي چې اول به یو چا ته وایو چې د ملاقات لپاره څه وخت وزګاره دی.

 کلتور په نهایت کې د ژوند د اسانولو لپاره دی. په هغو دودونو، ارزښتونو او د ژوند په طریقو کې تغییر ته اړتیا ده چې نور نو د اساني سبب نه ګرځي. کابو نیمه پیړۍ پخوا( په دیارلس سوه پنځوسمو کلونو کې) په کابل کې د فاتحې دود بدل شو، داسې چې فاتحې ته په جوماتونو کې د ماسپښین او مازدیګر د لمونځونو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته وخت وټاکل شو. دا وخت د ډوډۍ نه دی نو د غمجنو کورنیو د لګښت له کمولو سره مرسته کوي او دا وخت ډېر اوږد نه دی چې په اوسني بوخت ژوند کې غمرازي مشکله وګرځوي. موږ د خپل کلتور ځینو نورو اړخونو ته هم د عقل په حکم بیاکتنه کړې او مثبت تغییر مو پکې راوستی دی خو ځينې نور دودونه مو د بدلېدونکي ژوند له غوښتنو سره سمون نه خوري.

وده او نېمکرغي د هغو ټولنو په اسانه په نصیب کېږي چې د خپل کلتور اجزاوو ته د ژوند له اړتیاوو سره د سمون په چل پوهېږي او برعکس هغه ټولنې چې خپل رواجونه ورته په پټو سترګو ښه ښکاري او له نویو حالاتو او معلوماتو سره سمون ته یې تیارې نه وي، وروسته پاته، بېوزلې او په ستونزو کې ایسارې پاتېږي.

۱۴۰۲، د  لړم اولسمه

5 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ښاغلی استاد غضنفر ، ډېره ښه او له معلوماتو ډکه لیکنه ده.د روان ورور خبره ډیره مڼنه.
    نپوهیږم ،زما دا فکر به صحیح وي که ناسم، ستاسو لیکنه کې د ژبني کلتور یا فرهنګ په باب څه نه دي لیکل شوي؟.دا چې خبرې ټولې په ژبو کیږي ،لاکن ځينې انسانان غواړي د ځینو نورو ژبنی کلتور تر خپل تاثیر لاندې راولي او یا حتی بالکل ې له مینځه یوسي؟؟.په دې کې څه وایاست؟؛چې خبره سیاست ته لاړه نشي!
    د خوشحال خان بابا بیتونه ې د ښه او بد نمونې دي!!. په درناوي

  2. د استاد غضنفر ټولې لیکنې په زړه پورې دي ، دا لیکنه مې ډېره خوښه شوه . خصوصا د کلتور او فرهنګ په تفاوت مې سر خلاص شو. فرهنګ د اشخاصو ځانګړنه ده او کلتور د ټولنې عمومي ارزښتونه دي . دوی ته د لیکنو په برخه کې لا بریا غواړو.

  3. ښه لیکنه ده.
    دوه دری ټکی:
    لسیزی لسیزی مخکی د فارس په سیمه کی د انګریزانو تر څنګ فرانسویانو هم ژور نفوذ وموند.په عام وولس کی د ” فرانس ” کلمه په ” فرنګ ” بدله سوه، وروسته زموږ په سیمه کی د ” فرنګ ” کلمه هم عامه سوه او زموږ خلګو هر اروپائی حرمونی ته د فرنګی کلمه کاروَله خصوصاً انګریز ئی هم فرنګی باله.
    ته وا ښه!
    څو میاشتی مخکی ښاغلی پوهاند صاحب دودیال په افغان جرمن او تاند کی د ” فرهنګ ” تر عنوان لاندی یوه لیکنه خپره کړه.
    《 په امریکا کی ناست یو متعصب ژیړ پښتون چی د سواد ادعا هم لری پخپله یوه تبصره کی د دودیال صاحب د لیکنی په هکله لیکلی وه چی د ” فرهنګ ” کلمه د ایرانیانو ابداع ده او د ” فرنګ ” ریښه لری!!!!!》.
    وچ تعصب هم ځینی وخت د یو چا د سترګو او حلق د اوبو د وچیدو لامل ګرځی.
    د فرهنګ کلمه کرار کرار د کلتور د کلمی ځای نیسی البته د فرهنګ د کلمی آهنګ د کلتور د کلمی تر آهنګ خوږ او ښکلی ښکاری.
    د فرهنګ یا کلتور د مفهوم ډګر ډیر پراخ دی ضمناً هم منفی او هم مثبت او خوښوونکی او هم ناخوښوونکی اړخونه لری چی د مثالونو وړاندی کولو ته ئی اړتیا نسته.
    د فرهنګ ادنی تعریف = د ژبی په هکله څیړنیزو هڅو ته هم فرهنګ ویل کیږی ( مثلاً فرهنګ انګلیسی به فارسی یا فرهنګ فرانسوی به پشتو یا نور مستقل فرهنګونه لکه فرهنګ عمید یا نور ) .
    رشتیا؛
    یوه بله خبره را یاده سوه ( شوه ) هغه دا چی لدی وروسته به هڅه وکړم چی د ” سته ” پر ځای ” شته ” ولیکم.
    که څه هم په کنداری لهجه کی ” سته ” معمول او مروج دی خو د ” شته ” بڼه مناسبه او علمی ښکاری ځکه:
    سته = قید
    شته = قید
    د ” سته ” صفتی بڼه یا صیغه = ستون چی ” ستون ” یو فضائی او نابلده میلمه غوندی ښکاری.
    د شته صفتی بڼه = شتون چی البته آشنا او مأنوسه کلمه ده.
    په هر حال، یو وخت می خپل مرحوم پلار ته ویل چی بابکه اوس هم ډیر را ته ګران ئی خو که واده دی نه وای کړی نو نور به هم را باندی ګران وای ( د دنیا په جنجالی غیږه دی ور وستلی یم ) .
    نو
    که می پښتو مورنی ژبه نه وای یا می پښتون تره او کاکا نه وای نو به می ښه غاښونه ور ته چیچلی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب