پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+نالوستی لیک | عبدالرشید سعادت

نالوستی لیک | عبدالرشید سعادت

فرانز کافکا د هنر من کافکا زوی په ۱۸۸۳ کال کې د جنوري په ۳ د پراګ په یوه یهودي اتریشي کورنۍ کې زږیدلی دی. کافکا د خپلې کورنۍ تر دوه ماشومانو وروسته لومړنی ماشوم و چې وپایید، پلار یې سودا ګر و، نیکه یې قصاب او مور یې د پراګ اصلي اوسیدونکې وه. نوموړي دوه خویندې لرلې چې نومونه یې ایلي او اوتلا وو.

کافکا په ۱۸۹۹ کال کې په داستان لیکلو پیل کوي او هر څه چې لیکي بېرته یې له منځه وړي، تر دکتورا یې د حقوقو په پوهنځي کې زده کړې کړې وې. کله چې کافکا د جرمنیانو له تفسیر او تحلیل ډلې سره یو ځای شو نو په ذهن کې یې د ادبیاتو سره شوق او مینې تېغونه ووهل. د ورځني ژوند ځينې یادښتونه یې ولیکل.

کافکا د لیکوالۍ په ډګر کې کار کول له فلیسې سره د ملګرۍ له امله بولي کله چې یې له نوموړې نجلۍ سره پېژند ګلوي پیدا شوه نو کافکا هغې ته لیکونه لېږل او هغې کافکا ته همدې کړنې یې د لیکوالۍ هنر پوخ کړ او کافکا نه هېریدونکې اثار وپنځول. کافکا له فلیسې سره دوه ځله کوژده کړې خو تل به دوه زړی و او یا یې پلار نه پرېښوده چې واده ورسره وکړي. که څه هم د فلیسې شتون ورته مهم و؛ خو دا وېره هم ورسره وه چې د فلیسې سره واده کول مې له لیکوالۍ څخه راونه ګرځوي. که له فلیسې سره واده ونه کړم نو عاطفي ژوند به راڅخه کډه وکړي او د ځان وژنې لامل به مې وګرځي.

د مینه ییز ژوند دویمه ملګرې یې ګریته ده. د کافکا او ګریته د یو ځای والي ثمره یو ماشوم و؛ خو کله چې ماشوم اووه کلن شي مري مګر کافکا د ژوند تر پایه له ماشوم څخه نه خبرېږي. درېیمه ملګرې یې جولي وریزک ده خو ډېره زر یې ملګرتیا ورسره پرېښوده. بله ملګرې یې دیامانت وه او د ژوند په وروستیو کې همدا ورسره پاتې شوه. سندرغاړی جوزفین د کافکا تر ټولو وروستی داستان دی چې له دې وروسته په نري رنځ اخته کېږي له ناروغۍ مخکې یې وزن ۶۵ کیلو وي خو د ناروغۍ په وخت کې یې وزن ۴۵ کیلو شوی دی او د نري رنځ له امله مري.

کافکا ډېر اثار لیکلي دي چې ترټولو مشهور یې مسخ نومېږي، دویم اثر چې کافکا لیکلی هغه خپل پلار ته لیک دی، ورځني یادښتونه یې بل اثر دی، لنډې کیسې او ناولونه یې هم لیکلي دي، تر ټولو مشهور ناول یې امریکايي په نامه دی چې درې برخې لري او کوچني کوچني داستانونه یې هم لیکلي دي. د کافکا ډېری اثار خپاره شوي نه دي هغه خپل ملګري ماکس ته وویل چې ټول ناخپاره شوي اثار او داستانونه مې وسوځوه خو ماکس یې واړه خپاره کړل، دویم کس چې د کافکا اثار ورته معلوم وو هغه د کافکا معشوقه دوریا دیامانت وه هغې د کافکا د خاطرو کتابچه او ۳۵ لیکونه پټ کړل چې تر اوسه یې پلټنه روانه ده. کله چې کافکا له ستړي ژوند سره مخه وکړه نو اثار یې د لوستونکو پر ژبو باندې خواره شول او د نوموړي د مشهوریدلو سبب شول.

پلار ته لیک:

کافکا په ۳۶ کلنۍ کې خپل مستبد پلار ته لیک ولیکه دغه لیک یې د مور په لاس پلار ته ولېږه مور یې پرته له دې چې خاوند ته یې ورکړي بېرته یې کافکا ته واستاوه او دغه لیک یې پلار ونه لیده. دا اثر اټوبیوګرافۍ ته ورته دی. دغه لیک کافکا دشپې لیکلی دی، کافکا هغه خبرې چې مخامخ یې خپل پلار ته نه شلې کولی ټولې یې په لیک کې لیکلي دي.

کافکا په لیک کې څو ځایه یادونه کړې. هغه خبرې چې په خولې مې د کولو جرئت نه لره په دې لیک کې مې درته لیکلي دي، هغه کړنې چې ښې وې ستایلې مې دي او هغه چې بدې وې غندلي مې دي. زه یو داسې ماشوم وم چې د پلار له کلمې به مې خوند اخیسته خو تا هېڅکله هم زه د پلارنۍ مینې د چینې په اوبو ونه وینځلم. کله چې تا راڅخه وپوښتل چې ولې له ما وېرېږې په هغه وخت کې زه چوپه خوله پاتې شوم او تا ته مې هېڅ ونه ویل که مې هغه خبرې چې اوس مې په لیک کې لیکلي کړې وې نو زه پر دې باوري وم هماغه به زما د ژوند وروستۍ ګېنټه وه، خو ما دا غوره ونه ګڼله چې زر دې له دې ستړي ژونده کډه وکړم ما غوښتل چې مبارزه وکړم او هغه مینه چې د پلار توب وي یوه ورځ یې حس کړم.

کله چې ما دشپې اوبه غوښتې او تا له چپرکټه لرې کړم، ته پوهېږې ته زما پلار یې تا باید دا کړنه کړې نه وه خو دې کړنې دې ډېر ودردولم همدا اوس چې په لیک کې دا خاطره لیکم له سترګو مې اوښکې بهېږي، زه چې څومره نفرتي شوم، له خلکو او ځان مې بد راتلل زه وایم چې لامل به یې همدا وي.

هغه قوانین چې تا زما لپاره ټاکلي وو هغوی ما ته زده کړه رانه کړه بلکې زه یې یو وېرجن، ډارن او د کمۍ احساس کوونکی انسان وروزلم. ما چې به کله د کوم کار لپاره له تا سره مشوره کوله نو تا به تل ما ته د ماتې مفکوره راکوله یوه ورځ دې هم راته ونه ویل چې ته یې کولی شې ویې کړه تل دې زه یو کمزوری انسان ګڼلم او همدا مفکوره زما په ذهن کې پخه شوه.

تا زه هېڅ کله وهلی ټکولی نه یم بلکې ستا ناشنا غږونو، قهر جنې څېرې، په بیړه د کمربند خلاصولو دومره وېرولی یم چې له وهلو سل چنده بد وو، زه فکر کوم چې وهل به زما لپاره ښه وو ځکه یو ګېڼټه به درد و بیا به آرام شوی و.

ما چې به کله مطالعه کوله تا به نه پرېښودم، تل به دې راته ویل چې کتاب دې پر مېز کېږده، کتاب به تا واخیسته مطالعه به دې کړ خو زما مطالعې تا ته د سرکشۍ وېره درکړې وه، نه! پلاره داسې نه وه ما مطالعه د ځان پوهونې او ستا له قانونو او جبر څخه د تېښتې لپاره کوله.

فلیسې زما په ژوند کې یواځينې نجلۍ وه چې خوښه شوې مې وه، ما له هغې سره له زړه مینه لرله خو تا زه پرې نه ښودم چې له هغې سره په مینه ژوند وکړم تل به دې تحقیرولم او نه دې پرېښودم چې له فلیسې سره خبرې وکړم، ستا له لاسه مې فلیسې له لاسه ورکړه، ما دوه ځله له هغې سره کوژده وکړه خو ستا د ناکردو له لاسه مې فسخه کړه. ما غوښتل چې کورنۍ، ماشومان او د ژوند مشاوره(ښځه) ولرم خو تا زما دغه ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل. ما چې کومه دوه نجونې له واده لپاره خوښې کړې وې تا د هغوی بدۍ بیانولې خو په حقیقت کې هغوی بدې نه وې زه او ته بد وو ځکه تا پر ما لورینه نه لرله او زه نه پوهیدم په ناحقه مې د هغه دوه نجونو زړونه زخمي کړل.

ریښتیا خبره دا ده چې تا پر ما هېڅ څه ثابت کړي نه دي، نه په دغه لیک کې او نه په کوم بل کار کې، زما ټولې ښندنې پر ځای وې. اوس مې ستا بې ارزښته غوړه مالۍ او د یو پرازیت په شان ژوندانه ته پام واوښت. یا خو زه تېروځم یا خو ته که تېر نه وځم، ته ما په دې لیک سره ښکار کوې… .

په پورته لیکنه کې مې د لیک ځینې برخې په لڼدیز سره راوړي، لیک ډېر ښکلی لیکل شوی دی، چې کله یې مطالعه پیل کړې نو پېښې او واقعې یې تا نه پرېږدي چې پرې ییږدې، جملې یې روانې او ښکلې دي. په پای کې دې د حیات ژوند صیب کور ودان وي چې دا ښکلی لیک یې د پښتو ادب پر بڼ لورولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب