دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهپر منوګراف لیکنه، یو څو خبري | احمدشاه پاڅون

پر منوګراف لیکنه، یو څو خبري | احمدشاه پاڅون

د منوګراف نوم ساده، خو لیکنه یې خورا اوږده پړپړه لري.

په دې مانا، چي لیکنه او څېړنه خو د ذوق او شوق کار دی، مګر دلته محصل مجبور دی، که مري خپل بار به وړي. حتماً به منوګراف لیکلي او څېړنه به کوي.

دویمه ستونزه داده، چي محصل په څېړنه کي خپلواک نه دی، مجبور دی، د لارښود استاد فرمایشاتو، د پوهنځۍ او مسلک مناسباتو  ته هم غاړه ټیټه کړي.

د څېړني وخت قید، موضوع قید، حتی د منوګراف لیکني لپاره صفحې هم قید وي.

نوره نړۍ کي، زده کوونکي د مکتب په منځینو ټولګیو کي تمثیلي څېړني کوي، مګر همدا تمثلي او د مکتب په دوره کي نوري وړې څېړني د منوګراف او تېزیس لیکلو لپاره څومره مرستندوی ثابتیدای سی، ممکن موږ یې فکر ونسو کړای.

مګر زموږ کیسه څه بل ډول ده، په ازموینو او درسونو کي سرګردان هغه محصل ته، چي ممکن په ټول ژوند کي یې دوې پاڼي پنځونه او څېړنه نه وي کړې، د منوګراف دروند بار له یو عالم مسولیتونو او محدودیتونو سره ور پشا کړو.

خوارکی د پوهنتون په دروازه کي فکر وړی ولاړ وي، حیران وي له کومه یې را پیل کړي.

په داسي وخت کي د داسي یوه چا لپاره د ښاغلي بصیر الحق عادل کتاب(منوګراف لیکنه او لیکوالي) د مشال حیثیت لري.

تر دې وړاندي پښتو کي دې برخي ته څه نا څه کار سوی، مګر پر هغه یوه، چي موږ نن ږغیږو، له نورو یې خاشه ځانګړیني زیاتي دي.

لیکوال، بیخي په لومړي سر کي لارورکی محصل دلاسا کوي، تر ټولو لومړي او سخت کار یاني د موضوع په انتخاب کی ورسره مرسته کوي.

موضوع څنګه غوره کړ، له کومه یې کړو، څنګه یې کره کړو او بلا خره په څه ډول ځان قانع کړو، چي دا زموږ د منوګراف لپاره یوه غوره موضوع ده؟

یوازي دومره نه، نوموړي د اراکوزیا خصوصي پوهنتون د څو کلونو د حقوقو او سیاسي علومو او همدا شان د ښووني او روزني پوهنځیو د منوګرافونو لړلیکونه هم په کتاب کي ایښي.

زه نه پوهیږم، لیکوالي ولي دا کار کړی، مګر زه یې دوې عمده ګټي وینم

لومړی دا، که د اراکوزیا خصوصي پوهنتون یو محصل موضوع غوره کوي، نو په اساني سره به داسي موضوع غوره کړي، چي کتاب کي د راغلو موضوعاتو سره ټکر نه وي.

دوهمه ګټه یې داده، چي د نورو پوهنتونونو محصلین به په اسانۍ سره د ځان لپاره پکي موضوعات و پلټي.

ښاغلي عادل، حالت درک کړی، هغه دا چي زموږ د محصلینو ډیری برخه د لیکوالۍ له اصولو سره بلد نه دي، نو د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره، عادل په خپل کتاب کي محصل ته د لیکوال کېدو یو لړ طریقې ایښي دي، چي ممکن د منوګراف لیکني سره یو څوک د لیکني په خوند و پوهیږي، په هغه کي پروت مړ احساس را ژوندی او لیکوالۍ ته مخه کړي، کنه نو منوګراف خو به یې د لیکوالۍ پر اصولو برابر را جوړ سي.

په کتاب کي د ښې لیکوالۍ یو لړ صفتونو ته هم اشاره سوې او د ښه لیکوال یو څه ځانګېړنی هم را اخستل سوي دي. لکه اخلاق، حوصله، بې تعصبۍ او داسي نور

ښاغلی عادل یوه بله اړتیا هم در کړی، د ټولني د اړتیا د احساس پر اساس یې په کتاب کي د پښتو ژبي یاګاني، لیکنښي، لیکدود او انشاء باندي روڼ هم بحث کړی.

نوموړی کتاب کي ټنګار کوي، چي که یې موضوع هر څومره ژوره څېړلې وي، مکر که یې کتاب کي املايي او انشايي تیروتني موجودي وي، لیکنه او څېړنه بې ارزښته کوي.

ښاغلی عادل د محصل سره ګام پر ګام مخته ځي، ورو په ورو د منوګراف لیکني تر څنګه هغه ته ډیر څه ور زده کوي، هغه په کتاب کي د منوګراف ډیزاین او اوډني د لارښود لپاره هم له غوره اسلوبه کار اخستی.

عادل داسي نورو ډیرو وړو برخو ته، چي ممکن محصل پکي ورک او سرګردان سي، ډیره ښه پاملرنه کړې لکه د هر متن ځای، د فونټ اندازه، د سرلیکونو انتخاب او داسي نور.

زما د تجربې له مخي زموږ ډیری محصلین تر منوګراف لیکلو د منوګراف دفاع ته وار خطا وي.

لیکوال دې برخي ته هم ځانګړی پام کړی، تر لیکني وروسته هم د محصل لاس نه ایله کوي، د منوګراف دد فاع ډګر ته ورسره وځي او هلته وسره ګام پر ګام کار کوي، چي څنګه کولای سي خپله څېړنه په ښه ډول دفاع کړي.

ښاغلي بصیر الحق عادل دا کتاب په خورا روانه پښتو لیکلي، د خوند ځای پکي دا دی، چي مثالونه یې ژوندي اوسني او علني بیان کړي.

داسي چی موږ یې هر ګړی وینو، ورسره مخ کیږو او ورباندي خبریږو.

عادل مو پوهنتون کي د منوګراف د مضمون استاد هم و، هغه تر اوسه همدا مضمون تدریسوي، په دې تړاو د محصلینو په هره نقطه او اړتیا پوهیږي.

نو زما په اند عادل هغه څوک دی، چي ډیر ښه احساسولای سي محصلینو ته څه ولیکي او څنګه و لیکي؟

منوګراف لیکنه او لیکوالي دي د منوګراف لیکلو په لړ کي د محصلینو د لاس همسا و ګرځي.

1 COMMENT

  1. سلامونه:نوم مې اسدالله ثابت دی د پښتو ادبیاتو د ورستي سمستر زدکړیال یم هیله کوم زما دا غزل په خپله پاڼه راته پوسټ کړئ!!!!!!غزل
    تـــــــــــا منم حیـــــــا منم ښـــــکلا منم
    شــــــــــان منم شــــوکــــت منم ادا منم
    خوب کې ســتا راتـله مې بدرګه کړل نن
    راز منم نیــــــــــــــاز منم ملــــــــتیا منم
    ورتـــه په دلیــــل یـــم یو پتنــــګ ته زه
    ســــــوز منم ګــــداز منم ســــــــــزا منم
    ستـــا ویصــال سکـون دی د راحت راته
    غــر منم بیـــــدیــا منم صحـــــــــرا منم
    هر څــه مې امبــار کړل لاشــعور تــه نن
    درد منم مـجــــــنون منم لیـــــــــــلا منم
    څه اثبـات ثبوت درته ثابـــــت کړم نور؟
    حســاب منم کتــــاب منم وفــــــــــا منم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب