ګل بشرې یوځل بیا په خواره ژبه خپلې مور ته وویل : ښه ده نو چې ته وایي زه به هم ستا خبره درسره ومنم .هو پښتنې دخسرپه کور کې سختې ورځې تیروي . اوچاته دخپل درد خبره هم نه کوي زه یې هم درسره منم میړه مې راباندې حق لري .خواښې اوخسر،لیورونه ترندي او ټول راباندې حق لري. خوزه هم په یوچا حق لرم که یه ؟ ته خو داده ماته ټینګه یې اوراته وایي چې دټولو خدمت ته ملا وتړه اوزه یې هم درسره منم دتا او دلالاجان په خاطر به خدای که خپل غږهم پورته کړم . خو ادې ګلې ولې په رمازه ځان نه پوهوي. ادې دا واري مې بیا خدای… په سترګوکې یی اوښکې ډنډ شوي ستونی یې راډک شو غریو واخیسته او خبره یي په نیمایې کې غوڅه شوه . غوښته یې خپله خبره پوره کړي خوله وسه یې ووته او نه یې غوښتل خپله مور نوره هم خواشینې کړې. د مور په سترګو کې یې هم اوښکې وځلیدې او بیا یې په دواړو غامبرو کښته راورغړیدي. د ګونځې مخ په ګونځونو کې یې دخولې دښئ او ګیڼي شونډانو په کونجانو کې ودریدي چې د څراغ تیتې رڼا ته ځلیدې. د هغې هم ستونی ډک شوخوځان یي را کابو کړ. او ګل بشرې ته یې په دلاساینه وویل: وا لورې په خدای دباور شته،ما پخپله داسې ژوند درلود لکه دمینځی دالالا خودې ګوره تر ما کشردی. خدای که به لا په میړه توب پوهیدو خدای که به لا دسړی په ځای ناست و.کوچینی هلک و. داخبره ما ګوره ډیر وارې درته کړې .مشر ورور یی چې یی په پاکستان کې دتورو جټانو په پردئ مزدورئ کې په ځنګل کې مار وچیچل اوهالته وفات شو.بیا یی ده ته کینولم زه یی په هغه کال دنورمحمد په کال را واده کړی وم تخته پیغله وم. هغه دی خدای وبښی یو هلک مې له هغه چې و. خو په اوله میاشت کې مړشو،پس مرګی پیدا شو. لالادې د پینځلسو یا شپاړلسو کلوو. خسر می دواړه پښې په یوه کلوشه کې نینې ایستی او راته یی وویل: خامخا به په ګلباران غږ کوي.خدای که به مې له دې خاطره چې رنګ مې بد نه شی بل هیڅ هم پکې ویلې وي.خدای که به دتا لالاڅو کاله نور هم دلوی سړی ځای ته رسیدلې و.
او بیا به هم درته په خدای ولوړم چې په دا دومره موده کې نه د خسر له کوره دباندی ووتم او نه هم دپلارګنئ کره ولاړم.ماویل: چې رنګه مې بده نه شی.دخواښي دا طعنې به مې هره ورځ تیرولې بیخي یې سپیره بللم.بدمرغې اوتورتندی لري.داسې نورې نادیدنئ.خو مابه ویل پریږده چې هر څه کوی له خپل ځان سره کوي.برید یې راباندې کړی به سیخ یې وهلي یم دلرګو وارونه یې راباندې کړي.ناجوړه به وم خدای که می ویلای شوای چې داکټرته مې بوزئ .څو کاله خدای که له کلا دباندې وتي یم.له هغه بعد چې سلیمان جان خدای راکړ.بیا یی نو دابا کره هم پریښودم او هم مې ژوند هم کرار کرار ښه شو. اسمان پورته شو ځمکه کته شوه. ګلبشری د چایو پیاله ورپورته کړه غړپ یی تر وکړ.او د مورپه خبرو کې ورولویده .ادی دا ډیر بدګمانه او له زړه تورخلک دی.په خوله کلمه وایی: خومنی یی نه.
هسی خوشی لالا ورغی اوزه ویریږم چې خدای مه کړه څه پې ونه کړي. مور يي ورته وويل:خوله په خیر خلاصوه لالادی بیا نودښه نوم مجاهد هم دی داسې هم نه ده چې هرچا ته به لاس ترزنی ناست وی.که اوس چې دشیرو زامنو ته څه نه وایی: خو ستا په خاطر یی نه وایی:کنه دهر چا دځواب پوره دی. ګل بشري وویل زه هم پوهیږم.خوچې دخواښی مې هر وخت راسره جنګ شی داخبره راته کوی دقاتل لوری .یا وایی پلار د ډیر بی ګناه مسلمانان مړه کړی دهغووخپلوان به یی نه درته پریږدی.زه وایم خدای مه کړه مړبه یی دئ که بیا به یی به نوروټپ کړي .په دغه وخت کې ناڅاپه درب شو. موراولوروارخطا وارخطا یوې اوبلې ته وکتل ددهلیزورپه زور خلاص شواو په یوه شیبه کې دوه کسه چې مهلونه یی تړلی ول سلاحوی یی په لاسونوکې.سهارپه خونه کی دمور،لور اوپلارپه وینو لړې جسدونه پراته ول. اوپه کلی کې اوازه وه ګلباران او دهغه ښځه اولور مدعیانو مړه کړل.