شنبه, اپریل 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهند په هایدروجن چلېدونکی موټر جوړ کړ

هند په هایدروجن چلېدونکی موټر جوړ کړ

تاند- هند لومړنی په هایدروجن چلېدونکی بس، چې په هغه کې له الیکترو کیمیکل انجن څخه کار اخیستل شوی دی، وازمایه.

دا بس، چې د هند د فضايي څېړنو د موسسې (ایسرو) او د ټاټا موټر کمپنۍ په همکارۍ جوړ شوی له هایدروجن ګازه د سونګ موادو په توګه کار اخلي او هایدروجن هم په هغه بېټرۍ زېرمه کېږي چې د بس پر بام نصب ده.

دا هایدروجني بس د هند د هوا- فضا د څېړنو په موسسه کې وازمویل شو او پنځه کیلومتره یې سفر وکړ.

د دې پروژې بنسټګر (وي ګانا ګاندي) وویل:«د دې بس الیکترو کیمیکل انجڼ د الیکترولیز د سرچپه عملیې پر اساس کار کوي.»

ګاندي وویل چې په بل پړاو کې به دا بس د ورځې له سلو تر دوه سوه کیلومتره وچلوي.

ټاټا کمپنۍ به په سړکونو او واټونو کې د دغه بس د چلولو لپاره نور اقدامات وکړي.

د دوی لپاره لویه ستونزه د اکسیجن او نایتروجن خلاف د هایدروجن کموالی دی. د هایدروجن د جوړولو تر ټولو اسانه لار په هایدروجن او اکسیجن د اوبو وېشل دي.

که دا تکنالوژي بریالۍ شي نو د تېلو له کبله به د هوا د ککړتیا له مخنیوي سره لوی کومک وشي.

2 COMMENTS

  1. که هند هایدروجنی موتر جوړ کړی وبه ګوری فخیر سره چی فا کستان فه اوبو چلوونکی موتر جوړ کړی او فه اول قدم کی به ۱۰۰ کیلو میتر ګشت وکړی راتلو نکی هفته ګوری فخیر ۰ او فه بل قدم کی به داسی یو موتر جوړ کړی چی فه لمر حرکت وکړی او لمړی زل ۲۰۰ کیلو میتره ګردشت او مرل وکړی والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب