شنبه, اپریل 20, 2024
Home+خوښ مې نه دی/ د محمود درویش شعر، ژباړه اجمل پسرلی

خوښ مې نه دی/ د محمود درویش شعر، ژباړه اجمل پسرلی

 نامتو عرب شاعر محمود درویش د دوه زره اتم کال په اګست میاشت کې په امریکا کې وفات شو. د ( خوښ مې نه دی) په نوم د ده د یوه شعر ژباړه:

هیڅ مې نه خوښیږي

سورلۍ وویل په بس کې، نه راډیو

نه ورځپاڼه، نه قصرونه پر غونډیو.

غواړمه چې ژاړم/

غږ د موټروان شو: صبر وکړئ تر تمځي،

بیا که ژاړئ پسې ژاړئ

یوې وویل: زه همداسې

هیڅ مې نه خوښیږي، زوی مې کیښود په لحد کې

ځای یې خوښ شو، غرق ویده شو، خدای پامان یې راته نه ویل/

محصل وویل: زما هم هیڅ شی نه خوښیږي. ارکیالوجي مې لوستلې

د ډبرې په اصلیت پوه شوی نه یم. زه رښتیا هم دغه زه یم؟/

پوځي وویل: زه همداسې، هیڅ مې نه خوښیږي. همیشه محاصره یم، ارواوې رانه تاو وي/

قهرجن موټروان وویل: تمځي ته رانژدي یوو، دا وروستی دی

چمتو شئ کوزیدو ته…/

چیغي شوې، بغارې شوې: تمځي نه ها خوا غواړو،

کوز شئ!

زه له ځانه سره وایم: کوز مې کړه همدلته. زه یمه د دوی په څیر

هیڅ مې نه خوښیږي، خو سفر یم ستړی کړی

سفر ستومانه کړی.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب