Homeخبرونهالکوزی: دواړه حکومتونه دې د بند پاتې کانټینرونو ستونزه حل کړي

الکوزی: دواړه حکومتونه دې د بند پاتې کانټینرونو ستونزه حل کړي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه) د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له کابل او اسلام اباده غوښتي چې، هغو ۱۰زرو کانټینرونو ته یواځې د یو ځل تګ اجازه ورکړي چې د لارو تړل کېدو له امله له شاوخوا ۱۰۰ ورځو راهیسې په بندرونو کې بند پاتې دي.

د دغې خونې غړي وایي، د یادو کانټینرونو بیا صادرات به درانه مالي زیان واړوي او دا زیان ۷۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

له شاوخوا ۱۰۵ ورځو راهیسې د سوداګرۍ بندښت افغان صادرونکو ته ۲۳۳ میلیون ډالره او افغان واردونکو ته هم نږدې ۱۲۶ میلیونه ډالره زیان رسولی دی.

د یادې خونې رییس خانجان الکوزی ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور له لوري د دغو توکو د خوشې کولو هڅې دوام لري.

الکوزی زیاتوپ چې اوس حکومتونه باید عمل وکړي او ستونزه حل کړي.

الکوزی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، بل لورته د خیبر پښتونخوا مالي او اداري مسوولانو هم ویلي چې، افغانستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته یې عواید کم شوي او دندې یې له منځه ځي.

دوی هم په لوړه کچه د لارو د خلاصون لپاره د غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...