Homeخبرونهخیبر پښتونخوا: افغانستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته عواید کم...

خیبر پښتونخوا: افغانستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته عواید کم شوي او دندې له منځه ځي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه) ‏د خېبرپښتونخوا مالي مسوولانو فدرالي حکومت ته خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو له امله عواید کم شوي او دندې یې له منځه ځي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د خیبرپښتونخوا مالي چارو سلاکار مزمل اسلم د فدرالي سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په لیک کې دغه خبر ورکړی دی.

دوی ویلي، د پاکستان-افغانستان لارې له تړل کېدو وروسته د کرښې دواړه غاړې سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده.

هغه د لوړې کچې غونډې د رابللو غوښتنه کړې.

کابو څلور میاشتې په تېرېدو دي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیاوو له امله هر ډول سوداګري بنده ده.

دغه سوداګري لومړی پاکستان بنده او بیا یې پر افغانستان برید وکړ خو وروسته افغان لوري هم د دغه برید د ځواب ترڅنګ له پاکستان سره سوداګري بنده او سوداګرو ته یې وویل چې، بدیلې لارې ومومي.

افغان سوداګر وایي، اوس یې بدیلې لارې موندلې او تر ډيره د پاکستان له انحصاره هم خلاص شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...