Homeخبرونهراشد خان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ته تر نیمه پایلوبې د رسېدو...

راشد خان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ته تر نیمه پایلوبې د رسېدو مبارکې ویلي

تاند ( شنبه د سلواغې ـ جدي ۱۱مه) ‏د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوره فارمټ لوبډلمشر راشد خان نیمه پای لوبې ته د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د رسېدو په تړاو خوښي څرګنده کړې ده.

راشد خان په یوه پیغام کې له همدې امله ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه‌ والو ته مبارکي ویلې.

هغه زیاته کړې چې افغان ځوانو لوبغاړو په سیالیو کې پیاوړې او اغېزمنه لوبه ترسره کړه.

د افغانستان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې تېره شپه د ایرلنډ پر وړاندې په ستر توپیر بریا خپله کړه او له دې لارې یې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به په نیمه پایلوبه کې له هند سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...