تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱مه) د استرالیا په کانبرا کې د افغانستان سفارت، چې تر اوسه د پخواني جمهوري نظام د دورې د ډیپلوماتانو له خوا اداره کېده، پرون (جمعه) اعلان وکړ چې خپل فعالیت به په راتلونکو میاشتو کې ودروي.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خپل فعالیت یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولی او د استرالیا حکومت نیت نه لري چې په دې سفارت کې د طالبانو دیپلوماتان ومني.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: د روانو شرایطو له مخې، له هغو سلا مشورو وروسته چې د استرالیا د حکومت په نوښت شوې، او د هغو محدودیتونو په چوکاټ کې چې د سفارت له واکه بهر دي، او دې اندېښنې ته په کتو چې اوسنی وضعیت تر نامحدود وخته دوام نه شي موندلی، اعلان کېږي چې د سفارت فعالیتونه به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې وروسته وځنډول شي.
خبرپاڼه زیاتوي: «که څه هم دا پایله مطلوب انتخاب نه و، خو د یو منظم او عزتمن انتقال په اړه تفاهم ته رسېدلي یو؛ داسې انتقال چې د افغانستان د وضعیت په اړه، د سفارت او د استرالیا د حکومت اصولي دریځونو ته، هېڅ زیان نه رسوي.»
د یادونې ده چې د استرالیا حکومت به د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ډیپلوماټیکو اړیکو او د ویانا کنوانسیون له مخې، د سفارت او د هغه د شتمنیو ساتنې ته دوام ورکړي۔
خبرپاڼه همداراز وایي چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت او د استرالیا حکومت د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي، او طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه نه پېژني۔
په استرالیا کې د افغانستان د سفارت په تړل کېدو کې د طالبانو رول
په استرالیا کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۰ کال د زمري (اسد) له میاشتې، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، له محدودو کارکوونکو سره او د تبعید په بڼه فعالیت کاوه۔ خو د تېر کال په زمري میاشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هغه پاسپورټونه او نور اسناد چې د استرالیا په ګډون د افغانستان د هغو دیپلوماتیکو ادارو او قونسلګریو له خوا صادر شوي وي چې له کابل سره «همغږي نه دي»، نور به په رسمیت ونه پېژندل شي۔ دې پرېکړې په عملي ډول په کانبرا کې د افغانستان د سفارت او په استرالیا کې د افغان قونسلګري خدمتونه بېاعتباره کړل۔
د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو مشر «جاناتان مویر» ویلي و چې له دې اقدام وروسته، د سفارت له خوا د خدمتونو وړاندې کول په زیاتېدونکي ډول له خطر سره مخامخ شول او دا استازولي نور له مالي پلوه د فعالیت توان نه لري۔
په استرالیا کې د مېشتې افغاني ټولنې اغېز
اوس مهال تر ۸۰ زره زیات افغانان په استرالیا کې اوسي، چې د ۲۰۲۱ کال د سرشمېرنې پرتله، چې د افغانانو شمېر ۵۹ زره تنه ښودل شوی و، د پام وړ ډېر شوی دی. د استرالیا حکومت په ۲۰۲۳ کال کې هم تر ۲۰۲۶ پورې د افغان پناه غوښتونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشري ویزې ځانګړې کړې دي۔
د طالبانو له خوا د قونسلګریزو اسنادو بېاعتباره کېدا، او له بلې خوا د کابل د تأیید وړ دیپلوماتانو ته د سفارت نه سپارل، په عملي ډول په استرالیا کې رسمي خدمتونو ته د مېشتو افغان کډوالو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی۔
طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په بهر کې مېشت افغانان او بهرني اتباع کولای شي د قونسلي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان د واکمنې ادارې له خوا په نورو هېوادونو کې تایید شویو سیاسي او قونسلي استازولیو ته مراجعه وکړي۔
استرالیا:

د استرالیا بیرغ رسمي نوم: د استرالیا فدرالي دولت (Commonwealth of Australia)
پلازمېنه: کانبرا
لوی او مشهور ښارونه: سیډني، مېلبورن، برېسبېن، پرت، اډلېډ
نفوس: شاوخوا 26 میلیونه
مساحت: نژدې 7.7 میلیون مربع کیلومتره
وچه: اوقیانوسیه (Oceania)
ژبه: انګلیسي (رسمي ژبه)
کرنسي یا د پیسو واحد: استرالیایي ډالر (AUD)
حکومتي نظام: فدرالي پارلماني ډیموکراسي او مشروطه پاچاهي
دولتمشر (پاچا): د بریتانیا پاچا
صدراعظم: د پارلمان له لارې ټاکل کېږي
وخت زونونه: 3 اصلي وخت زونونه لري
اقتصاد: پرمختللی اقتصاد؛ کانکيندنه، کرنه، سیاحت او خدماتي سکتورونه مهم دي
تعلیم: د نړۍ یو له غوره تعلیمي نظامونو څخه
کډوال: د بېلابېلو قومونو او کلتورونو هېواد، د کډوالو لوړه کچه لري

خپله يی دروي، که دآسترالیا حکومت یی پری دروي؟ او ريښتیا، کوم فعالیت؟ سفارت که دوکانداري؟
افغانستان کې يوه لویشت ځای نلرئ، لنډه غرو! او شرم هم نلرئ چې پخپله دوکان بند کړئ، ترڅو چې آسترالیا حکومت راشي او له لکۍ راکش کړي چې چغه 😆
هی شرميدليو!🤭