Homeخبرونه‏بلوچ بیلتون غوښتونکو د پاکستاني پوځ ضد عملیات پیل کړل

‏بلوچ بیلتون غوښتونکو د پاکستاني پوځ ضد عملیات پیل کړل

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه) د بلوچستان په مرکز کوټه او یو شمېر نورو ښارونو کې له نن سهار راهیسې د چاودنو او ډزو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو ویلي، په کوټه ښار کې د یوه برید له امله دوه پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وایي، د سهار له شاوخوا شپږو بجو راهیسې په بېلابېلو سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

بل لورته د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواک ویلي، د کوټې په سریاب سړک سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور شکمن وسله‌ وال وژلي دي.

دغه راز د بلوچستان د پسني له سیمې راپورونه وایي،چې شپږ بریدګر، چې یوه ښځینه هم پکې شامله وه، هغه مهال ووژل شول چې، غوښتل یې د موټر بم په وسیله یوې امنیتي ودانۍ ته ننوځي. په دې پېښه کې د پاکستان د سمندري امنیتي ادارې یو پوځي هم وژل شوی دی.

بل لورته بلوڅ ازادي‌ غوښتونکي غورځنګ (BLA) اعلان کړی چې په بلوچستان کې یې د “هېروف” عملیاتو تر نامه لاندې بریدونه پیل کړي دي.

د دغه غورځنګ مشر بشیر زیب بلوچ په یوه ویډیويي پیغام کې د دې عملیاتو د دویم پړاو د پیل خبر ورکړی او له بلوڅ ښځو او سړیو یې غوښتي چې، د پاکستان پوځ پر ضد راپورته شي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې دا عملیات وروسته له هغې پیل شوي، چې وړمه ورځ په بلوچستان کې د پاکستان پوځ جلا عملیاتو کې ۴۱ وسله وال وژلي وو.

1 COMMENT

  1. دا داسې ښکاري چې ټانډ اوس د پاکستان د پوځ لپاره کار کوي. تاسو هغه ټول پروپاګند خپروئ چې د پاکستان ISI او خونړی پوځ یې خپرول غواړي. که تاسو سم او باوري خبرونه نه لرئ، مهرباني وکړئ استازیتوب مه کوئ او د پاکستان د پوځ ویاند مه جوړېږئ.

    په هغه زړور برید کې چې د زړورو بلوچ د ازادۍ غورځنګ له خوا ترسره شو، له ۳۵ څخه ډېر د پاکستان د پوځ افسران ووژل شول او د هغوی ۶ بد مرکزونه وسوځول شول، په داسې حال کې چې یوازې ۵ ازادي غوښتونکي جنګیالي ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...