پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهمسوولان: سږ کال د حج لګښت د تېر کال پرتله څه باندې...

مسوولان: سږ کال د حج لګښت د تېر کال پرتله څه باندې ۱۵ زره افغانۍ کم شوی

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۱مه) د طالبانو د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وايي، چې سږ کال د حج لګښت د هر غوښتونکي لپاره ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

دغه لګښت د تېر کال په پرتله ۱۵ زره او ۶۹۰ افغانۍ کم دی.

ثاقب نن  په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې، د حج د پروسې ټول لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره او ۲۰۰  افغانۍ ټاکل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج د ترسره کولو لپاره ۳۰ زره  حاجیانو ونډه لري، چې په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج غوښتونکو ترمنځ وېشل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د حج او اوقافو وزارت د دې ونډې د زیاتولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

ثاقب وویل چې سږ کال سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد او بېرته راستنېدو قراردادونه د اریانا افغان او کام ایر شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

د هغه په ​​وینا؛ هغه کسان چې نومونه یې سږ کال د حج په پروسه کې شامل دي کولی شي د راتلونکې دوشنبې څخه په کابل کې د حج، عمرې او زیارتونو عمومي ریاست او په ولایتونو کې د لارښوونې، حج او اوقافو ریاستونو څخه اړونده تعرفې ترلاسه کړي او ټاکل شوې اندازه اړونده بانک ته انتقال کړي.

نوموړي دا هم زیاته کړه چې د اماراتو د څانګو د کارمندانو، مجاهدینو، د شهیدانو وارثانو او مهاجرینو لپاره ځانګړې سهمیې په پام کې نیول شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...