تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۱مه) جاپان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ له یک شنبې، د سلواغې ۱۲مې، به د کو نسلي خدمتونو په ګډون خپل ټول فعالیتونه وځنډوي.
یاد سفارت چې د توکیو ښار د میناتو په سیمه کې موقعیت لري، تر اوسه د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېده.
«جیجي پرېس» خبري اژانس د افغانستان د سفارت د یوه چارواکي له قوله دا خبر خپور کړی دی.
یاد اژانس زیاته کړې چې، د دې ډیپلوماټیکې نمایندګۍ د راتلونکې په اړه تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او تمه ده چې د سفارت ودانۍ به د اوس لپاره تړلې پاتې شي.
جاپان کې د افغانستان سفارت د تېر کال ډسمبر په وروستیو کې ویلي وو، چې له جاپاني لوري سره تر سلا مشورو وروسته یې د خپلو فعالیتونو د درولو پرېکړه کړې ده.
د سفارت په وینا، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره په نږدې همغږۍ، او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون په رڼا کې شوې ده.
په وروستیو کلونو کې، د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټیکې نمایندګۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کاري بودجې د کمښت له امله تړل شوي، خو په ځینو نورو هېوادونو کې بیا د طالبانو له لوري معرفي شوي کسان د سفارتونو د کارکوونکي ځای ناستي شوي دي.
ههههه سلا مشورو… کوربه دولت حق لري، د لکۍ غوڅي بې جغرافیی غلو دوکانونه مهرولاک کي.
دا ویانا ١٩٦١ لکه چې تروسه نشته و، نن اختراع شو؟هی شرمیدلیو غلو.
آخر