پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپشتین: د پاکستان پوځ تېرا ته د ښځینه ډاکترانو د ورتګ مخه...

پشتین: د پاکستان پوځ تېرا ته د ښځینه ډاکترانو د ورتګ مخه نیولې

تاند ( شنبه د سلواغې ـ دلوې  ۱۱مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، چې د یاد غورځنګ د ښځینه ډاکترانو یوې ډلې له درملو سره غوښتل د خیبرپښتونخوا تېرا درې ته لاړ شي، چې د پاکستان پوځ یې مخه نیولې ده.

پښیتن ویلي، چې د تیراه په کلیو کې ولسونه بند پاتې دي او له سختې لوږې، یخنۍ او ناروغۍ سره مخ دي.

منظور پشتین نن یکشنبه، په  خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي، چې خپلو کسانو یې خبر ورکړی چې د تېرا بازارونه او درمل پلورنځي بند دي او په کورونو کې میرمنې ښځینه ډاکترانو او درملو ته اړتیا لري، څو په دې اړه له بهره مونږ یو روغتیايي کمپ ترتیب کړو.

پشتین نیوکه کړې ده، چې پنجاب یو ځل په تیراه کې ولسونه له سختیو سره مخ کړي او بل اړخ ته یې درملنې ته هم څوک نه پریږدي.

نوموړي ویلي، چې د نړیوالو بشري حقونو پر سازمانونو به څوک څه باور وکړي، چې د انساني حقونو د دومره ښکاره سرغړونو پر وړاندې هم غلي پاتې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د تېرې شپې په ویډيوي پېغام کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ غواړي د عملیاتو په نامه پښتانه وځپي او له خپلو سیمو یې وباسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې یو شمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې پوځ ورته سپارښتنه کړې وه، څو خپلې مېنې پرېږدې او له دغه سیمې څخه ژر تر ژره ووځي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، کاروبارونه یې خراب شوي او تش لاس راوتي دي.

پښتین داسې مهال دا غبرګون ښيي چې، پاکستانی پوځ په بلوچستان کې تر سختو بریدونو لاندې دی.

د پاکستان د جميعت علمای اسلام مخکښ غړی او پخوانی سناتور حافظ حمدالله وايي، چې د بلوچستان مرکز کویټې په ګډون ډېرې ولسوالۍ له نن سهار راهیسې د غیر دولتي وسله والو ډلو لخوا محاصره دي؛ خو حکومت او امنیتي ځواکونه هیڅ ځای نه لیدل کیږي.

دی زیاتوي چې بلوچ بیلتونپاله ډلې له سهار راهسې بریدونه پیل کړي.

د دغو بریدونو وروستي او کره جزیات لا نه دي خپاره شوي خو ویل کېږي چې، دواړه لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...