پوهندوی یحیا “همای”
اسلام د اسماني ادیانو وروستی دین او د بشر د نجات یوازینۍ لاره ده. اسلام مقدس دین یو ټولشموله اوهر اړخیز قانون او بشپړ نظام دی، چې د یوه انسان له ډېرو لویو حرکاتو سکناتو نیولې، تر ډېر کوچني فعالیته يې هم اغېز او سیوری مالوم دي. د ژبپوهنې اړیکې هم له دیني علومو سره ډېرې پیاوړې دي، ژبپوهنه د نورو علومو تر څنګ له دیني علومو سره هم مستقیمې اړیکې لري، د ژبې د پيدایښت په هکله د دیني او اسلامي ارشاداتو د ذبات لپاره د قرآن کریم څو ایاتونه ذکر کوو، چې په صراحت سره د ژبې د پيدایښت تاریخ او څرنګوالی ترې څرګندېږي.
د قرآن کریم د لومړۍ سپارې په بقرة سورت کې راغلي دي: (وعلم ادم الاسماء کلها) ژباړه: کله چې الله پاک ادم علیه سلام خلق یاني پیدا کړ، نو هغه ته یې د ټولو شیانو نومونه وروښودل. همداراز د قرآن کریم د ۲۷ سپارې په الرحمن سورت کې راغلي:) خلق الانسان علمه الابیان( ژباړه: الله پاک انسان پیدا کړ او هغه ته یې بیان یاني د خبرو کولو چل وروښود. بل ځل د قرآن کریم د ۳۰ سپارې د البلد سورت په ۳۹ ایت کې الله پاک د هغو نعمتونو یادونه کوي، چې انسانانو ته یې ورکړي دي.) الم نجعل له عینین ولساناً و شفتین( ژباړه: ایا نه دي ورکړي موږ ده )انسان( ته دوه سترګې او ایا موږ نه دي ورکړي ده ته ژبه او دوه شونډې، چې خبرې پرې کوي او نورې اړتیاوې پرې پوره کوي. د قرآن کریم په ابراهیم سورت کې الله تعالی فرمايي: ) وما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه لیبین لهم فیض الله و من سماء و یهدی من یشاء وهوالعزیز الحکیم (ژباړه: موږ هر پیغمبر د هغه د قوم په ژبه استولی دی، د دې لپاره چې هغوی ته د الله تعالی دین په څرګند او واضحه توګه بیان کړي. همدا وجه ده چې قران کریم په عربي ژبه پر حضرت محمد صلیالله علیه و آله وسلم نازل شو او حضرت محمد صلیالله علیه و آله وسلم عربي او قریشی و. تورات او زبور په عبراني ژبه، انجیل او د ابراهیم علیه السلام صحیفی په سریاني ژبه خپل قوم ته نازلې شوې دي. حضرت محمد صلیالله علیه و آله وسلم فرمایلي: حب الوطن من الایمان (د وطن مينه ايمان دی)؛ نو په هېواد کې ژبه او کلتور هم له هېواد او قوم سره پېيلې مرغلرې دي چې باید وپالل شي.
په نړۍ کې د بېلابېلو ژبو د شتون په اړه قرآن کریم فرمايي: (ومن ایاته خلق السماوات و الارض واختلاف اسنتکم والوانکم ان فی ذلک لایات للعالمین) ژباړه: د الله تعالا د قدرت له ځینو نښو څخه د اسمانونو او ځمکې پیدا کول دي او ستاسې د ژبو اختلاف دی او بل اختلاف د ستاسې بڼې او رنګونه دي. بېشکه د پوهانو لپاره په دغه اختلاف کې خامخا د الله تعالا د قدرت ډېرې نښې دي.
د ځمکې پر مخ لومړنی انسان او د خدای ج له لوري رالېږل شوی پیغمبر حضرت آدم (ع) چې انساني نسل د ده (او حوا ع) له وجود څخه رامنځته شوی دی؛ په یوه ژبه پوهیدل او ښکاره ده، چې د پیغمبرانو یو ستر رسالت خپل قوم ته د الله تعالی پیغام رسول وي، او د پیغام رسولو لپاره ژبې ته اړتیا وي، نو آدم (ع) هم د همدې اړتیا له مخې د نورو پیغمبرانو په څېر په یوه ژبه پوهېده او په هماغه ژبه يې خلکو ته د اسلام تبلیغ کاوه.
په دې کې هېڅ شک نشته چې لومړنۍ ژبه انسان ته د الله تعالی له خوا ورکول شوې. له هغه وروسته د نړۍ ټولې اوسنۍ ژبې (د عربي په شمول) د انسان د عقل او فکري ځواک زېږنده دي. په انسان کې د ژبو رامنځته کولو شعور او د ژبې له لارې د افهام او تفهیم کولو وړتیا د الله تعالی له خوا ورکړل شوې، خو د ژبني د پروسس نور ټول مراحل، لکه د یوې ژبې کلمات، محاورې، تحولات، تغییرات، د ژبې په شفاهي او غیر شفاهي بڼو اوښتل را اوښتل، نحوي او صرفي قواعد وضع کول او داسې ګڼ اړخونه د خدای ج له خوا د انسان په اختیار کې ورکړل شوي دي. یوې ژبې ته پراختیا او وده ورکول، د هغې د بډاینې لپاره کار کول او داسې نورې چارې په ټوله کې د هغې ژبې په ویونکو پورې اړه لري او دا ټول انساني کارونه دي. د همدې اصل له مخې د نړۍ ډېری اقوامو یا توکمونو خپلې ژبې د لوړتیا هسکو ته رسولي او وروسته پاتې ملتونو د خپل علمي او فکري شاته والې له کبله خپلې ژبې د ځوړتیا کندې ته غورځولې دي.
د مسلمانانو ټولې ژبې د اسلام ژبې دي، او دا چې ژبه د اسلامي دعوت په پرمختيا کې ځانګړی ځای لري، نو د اسلام دا ژبې بايد د نبي علیه السلام د حکيمانه دعوت په څېر له حکمته ډکې او د حسان بن ثابت رضی الله تعالی عنه د شعر او ادب په څېر له تورې تېرې وي…
اسلام د دې لپاره نه دی راغلی، چې کلتورونه، فرهنګونه، ژبې، او قومي هويتونه له منځه یوسي. بلکه په ځينو موردو کې اسلام عرف ته د واجب په سترګه ګوري. اسلام د کلتورونو بدرنګۍ ليرې کوي او ښه ټکي يې ستايي، نبي علیه السلام په دې اړه څومره حکيمانه تګلاره لري او وايي چې (خيارکم فی الجاهلية خيارکم فی الاسلام).
په دې توګه ویلی شو، جې د ژبپوهنې اړیکې له دیني علومو سره ډېرې پیاوړې دي، ژبپوهنه د نورو علومو تر څنګ له دیني علومو سره هم مستقیمې اړیکې لري، چې د ژبې له ډولونو څخه موږ یو ډول ژبه هم لرو؛ چې د دیني ژبې په نامه یادیږي. دا ډول ژبه د دیني علومو په زده کړه کې کارول کېږي. ژبپوهنه د علومو په ژباړه کې مهم رول لري او زموږ دیني اثار ټول د ژباړې له لارې تر موږ را رسیږي؛ ځکه زموږ د دین اساس قران عظیم الشان او نبوي احادیث په عربي ژبه دي او زموږ د دین ژبه عربي ده. نو که چېرې دیني اثار د ژبپوهنې له اصولو سره سم ونه ژباړل شي په مانا او مفهوم کې یې تغیر راځي، چې د دیني علومو د سمې زده کړې له پاره ژبپوهنه ډېره اړینه ده. په پایله کې دا په زغرده ویلای شو چې ژبپوهنه له دیني علومو سره مستقیمې اړیکې لري.
پایله
د دیني متونو ژبه پر دین د خلکو د پوهېدو لپاره لیکل کیږي. څومره چې دا ژبه ساده، روانه، خوږه او عام فهمه وي، په همغه کچه پر دین د خلکو د پوهېدو کچه لوړوي او لیکوال هغه هدف ته رسیږي، چې د هغه لپاره ليکل کوي. څکه د دیني متن ژبه د ژبې له اړخه پر خلکو مخامخ اغېز کوي. که د دیني متن ژبه سمه، خوږه، روانه او ښکلې وي، د خلکو پر لیکنۍ او ګړنۍ ژبه مثبت اغېز کوي او که دا ژبه ګونګه، له ګرامري تېروتنو او ستویزو ډکه وي؛ نو د خلکو پر ګړنۍ او لیکنۍ ژبه یې اغېز هم منفي وي. له همدې امله د دیني متونو ژبه د بحث وړ ده او په کار ده چې په دې تړاو لیکنې او بحثونه وشي.
څرنګه چې د اسلام په سپڅلي دین کې د علم زده کړه له لوړ ارزښت څخه برخمنه ده، نو ژبه د علم او پوهې په پراختیا کې ستره ونډه لري. ژبه له پیدایښته بیا تر دې دمه په پرمختللې نړۍ کې په راز راز (لیکنۍ، ګړنۍ، سمبولیکه او اشاري) بڼو د مختلفو موخو او لاسته راوړنو لپاره کارېږي. که له خبرو کولو، ویلو، لیکلو او لوستلو ورتېر شو، نو ژبه د تاریخي خوندیتابه، ساینسي تجربو، کلتوري لېږد، هویت څرګندونې، فکري لېږد، د خوښۍ او غم شریکونې، د راتلونکي په هکله د تېرو هغو د وړاندوینې، انګېرنو، هڅونو، ننګونو، ډاډمنتیاوو، خواخوږیو یا په ټوله کې د ولسونو نښلونې او له ژوند سره د تړلو نورو عملي موخو لپاره کارول کېږي. نو له همدې ځايه په اسلام کې د علم، پوهې، دعوت، تفاهم او اړيکو د يوې بنسټيزې وسيلې په توګه د ژبې مقام ډېر لوړ بريښي…