دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د بدن ایمون یا معافیتي (دفاعی)سیستم

د بدن ایمون یا معافیتي (دفاعی)سیستم

نګین کرګر

معافیتي سیستم زمونږ د بدن یوه لویه برخه ده چې انسان د مرضونو، د حجراتو د بدلون او ویروس او باکتریاو نه امان کې ساتې. خو معافیتي سیستم هم کیدای شی چې کمزوري شی او روغتیا لپاره لوی ګواښ باندې بدل شي. یعنی هم د مرض په وړاندې معافیت ورکوي او که معافیتي سیستم کمزوری شي نو د روغتیا لپاره ګواښ کیدای شي.

داسي یو مغلق سیستم زمونږ د انسانانو په بدن کې څرنګه وظیفه لري؟

نارینه او ښځینه مختلف معافیتي سیستم لري. ماشومان کمزوري معافیتي سیستم لري. په لویانو کې کولمې د معافیتي سیستم یوه لویه برخه تشکیلوي. او دلته د معافیتي پیاوړی سیستم درلودل مهم دی ځکه په کولمو کې هغه څه چې مونږ خورو هلته جذبیږې. د کرونا د وبا نه را په دې خوا د معافیتی سیستم په هکله خورا زیات څیړنیز مالومات ترلاسه شو. او حتی د مرضونو د تداوی لپاره نوی هېلې پیدا شوی، یعنی دا مالوم شو چې زمونږ معافیتی سیستم ډیر څه نوی لاس ته راوړلې شي. په لمړی سر کې دا تصور کیده چې معافیتی سیستم مونږ د مکروبونو په وړاندی خوندی ساتې، خو اوس مالومه شوه چې د نورو ډیرو خطراتو څخه مونږ ساتې مخصوصن سرطان.

دا چې یو انسان پیاوړی یا کمزوری معافیتی سیستم لری، ډیرو عوامل یی سبب کیدای شی. ځکه معافیتی سیستم په ټول بدن کې خپور دی او یو مشخص ځای په بدن کې لکه نور د بدن غړی نه لرې. خو د بدن ځینې غړی شته مثلاً د هډوکو مغز، تیموس غده، لمف غډی او ډیره لویه برخه یی په کولمو کې وجود لری. تقریباً اویا فیصده معافیتی حجرات په کولمو کې دی او نور په ټول بدن کې حرکت کوی. د نوی زیږدیلی ماشوم ډیر کمزوری وی خو د پیدایښت نه وروسته د ماشوم چاپیریال سره وده کوي. نوی څیړنو د المان د ایپیندورف کلینک په څیړنو کې ښودلی دی چې د طبیعی ولادت ماشوم نسبت د عملیاتی ولادت ماشوم په پرتله قوی معافیتی سیستم لری، ځکه په طبیعی ډول پیدا شوی ماشوم د زیږیدو په وخت کې د بیلابیلو مکروبونو سره مخ کیږې او معافیتی سیستم یی زر وده کوي، د عملیاتي ماشوم په نسبت چې په یو تعقیم شوی محیط کې پیدا کیږې او د مکروب او الرجي په وړاندی کمزوری وی. همدارنګه د معافیتی سیستم لپاره د ماشومانو لومړی کال ډیر مهم دی ځکه هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه کیږې، د هغه ماشومانو په پرتله چې پوډري شیدې خوری پیاوړی معافیتی سیستم او ښه روغتیا لری.

د کرونا نه پس ډیرې ماشومان د نظافت او د ماسک اچولو له کبله دروغتیای ګواښ سره ځکه مخامخ شو چې ددوی معافیتی سیستم د مکروبونو ویروس او زهری حجراتو په وړاندی کمزوری شوی و. ویروس باکتریا پرازیت د انسانانو ژوند ته روی خطر دی او کله چې دا په لمړی ځل د پوستکې یا د پزی یا نورو تنفسی غشا له لاری بدن ته ورسیږې، نو د انسان بدن لمړی دفاعی  عکس العمل ښکاره کوې.

د انسان د معافیت سیسټم دوه مهمې برخې اري چې یو ځای کارکوې: طبیعي معافیت سیسټم او د حالتو سره برابر شوی یا زده شوی د معافیت سیسټم:

innate immune system and the adaptive immune system

د معافیت طبیعي سیسټم د پیدایښت نه موجود وی او د بهرنی حجراتو په وړاندی عکس العمل ښکاره کوې. پروټینونه، نیتروفیل، کیلر او فاګوسیتیک حجرې دي، یا هغه حجری چې خارجی حجرات له منځه وړیکاروي دا حجرات باکتریا او ویروس  په چټک ډول پیژني او له مینځه یی وړې، مثلاً سملاسی باکتریا او ویروس پیژنې او وجود ورسره عکسالعمل ښکاره کوې. طبیعی سیستم دا  ځانګړنه لری چې دغه مکروب او ویروس یی په یاد پاتې وی او د دوهم او دریم ځل لپاره انسان ته معافیت ورکوی او همدا چلند د واکسین د استعمال نه هم پیدا کیږې، ځکه وجود د واکسین په ذریعه تزریق شوی مالیکول په یاد ساتی او د مرض مخنیوی کوی.

د زده کړی شوی یا ادپتیف معافیتی سیستم دوه مهمی حجری بی او تی حجری نومیږې. دواړه د هډوکو په مغز کې جوړیږې او بیا ټیموس چې د دوه سږو منځ کې د سینی سره یوه غده ده هلته ځې. که دا تی او بی حجرات نه وی ماشومانو ته سختې ناروغی پیدا کیږې. د کال ۲۰۱۹ نه راپه دیخوا په المان کې نوی زیږدلی ماشوم لپاره داکتران د وینی د معاینی په واسطه د تی حجراتو کچه مالوموی یا معاینه کوی. دا معاینه مالومی چې تی حجرات شتون لری یا د معافیتی سیستم کوم مشکل وجود لری.

ځینې ماشومان داسی پیدا کیږې چې دا تی حجرات نلری او د ډیر سخت کمزوری معافیتی سیستم سره ژوند کوی ددی لپاره د هډوکې د مغز ترانسپلانت  تداوی موجوده ده. د تی حجراتو تر څنګ نور حجرات چې بی حجرات نومیږې هم په ادپتیف معافیتی سیستم خورا لوی رول لوبوی. مثلاً د ویروس یا باکتریا په وړاندی بی حجرات انتی بادی د پلازما حجراتو نه د بدلیدو وروسته تولیدوی ، یعنی لمړی په پلازما حجراتو بدلیږې او بیا انتی بادی تولیدوی. مثلاً د کرونا ویروس په وړاندی د انسان د وجود عکس العمل. یعنی دا انتی بادی ویروس (انتیجن) پیژنې. انتی بادی په وجود کې ډیر مهم دی چې د ویروس یا باکتریا په وړاندی پیدا کیږې یا د واکسین له امله پیدا کیږې. ځینې خلک د ارثی مشکلاتو له کبله انتی بادی نشی جوړولی. یعنی په جین یا ارثی مالوماتو کې یی مشکل وی. دی مرض ته bruton syndrome وایی. دا مرض د پیدایښت نه څو میاشتی وروسته لیدل کیږې، لکه بعضی د غدواتو پیدا کیدل په ستونې کې یا د بدن په نورو اعضاو کې د وینی د معاینی نه وروسته مالومیږې چې داسی ماشومان بی حجرات نلرې. دا ماشومان انتی بادی نشی جوړولې او باید دا انتی بادی اقلاً میاشت کې یو ځل ورته تزریق شی. تر څو چې دا ماشومان دا انتی بادی اخلې کړلای شی نورمال ژوند وکړی. اکثراً انسانان بی او تی حجرات لری خو کله چې یو غیر اشنا ویروس یا مرض راشی نو د دوی معافیتی سیستم یی په وړاندی کمزوری وی او انتی بادی نشی تولیدولې. مثلاً په لمړی ځل د کرونا ویروس سره د انسانانو مخامخ کیدل.

د کرونا ویروس د لوړ عمر انسانانو لپاره یو جدی ګواښ و او د وبا د پیل نه شپږ اشاریه نهه میلیونه مړینې د کرونا له کبله د روغتیا په نړیوال سازمان کې ثبت شوی دي. ښایی چې کره شمیره یی دری ځله ددی شمیرې نه لوړه اوسی. د وبا نه وروسته دا مالومه شوه چې اکثریت خلک ددی نه نه مړه کیدل چې ویروس زیات تکثر کړی دی خو علت یی دا و چې په وجود کې یی التهابی حجرات ډیر زیات و او د مړینی علت یی هم دغه بیساری لوړ التهاب و. سره له دی چې دا مړینی په ټوله نړۍ کې وه خو د امریکا په نیویارک ښار کې بسیاری د پاخه عمر خلک او هغه کسان چې روغتیایی ستونزې یی درلودلی د دی ویروس له کبله یی ژوند د لاسه ورکړ. ددی علت څه وه؟

علت یی د ضعیفه معافیتی سیستم درلودل و، په ماشومانو او ځوانانو کې کله چې د تی حجرات معاینه شوی دی نو دا مالوم شوی دی چې دوی خورا زیات تی حجرات لری او د ویروس او باکتریا په وړاندی مقاومت ښکاره کوی کوم چې په ناروغه او پاخه عمر انسانانو کې کم دي. یعنی ماشومان او ځوانان د ویروس د ډیری کمی کچې سره هم معافیتی عکس العمل ښکاره کوی. روغ معافیتی سیستم د عمر سره دومره زیات تړاو نه لری، پاریس کې د لویی پاستور په کلینیک کې د یوی لوی تجربې چې تقریباً زرو کسانو پکې د فرانسی څخه برخه اخیستی ده دا موندلی دی چې کوم عوامل د انسان د معافیتی سیستم په پیاوړتیا او کمزورتیا اغیزه لرې.

په دی تجربه کې دی زرو کسانو د خپل ژوند په هکله خورا زیات مالومات شریک کړل چې د خوراک، واکسین او د ژوند د طریقی د سوالونو ځوابول پکې و. همدارنګه ددی کسانو د وینی معاینه وشوه او ددوی وینه د مختلفو مرضونو د تنبیه کوونکې ویروس او باکتریا سره تحریک شوه، ځکه دی تجربې سره د باکتریا او ویروس په وړاندی معافیتی عکس العمل څرګندیده. پس له څو کلو تجربو نه دا مالومه شوه چې په معافیتی سیستم پنځه عوامل ډیر زیات اثر لرې. لومړۍ ارثی عوامل دوهم عمر، دریم جنس (ښځه یا نارینه)، څلورم سګرت یا الکهول او پنځم چې مونږ د سایتومیګالو ویروس سره کله مخامخ شوی یو او که نه؟

Cytomegalovirus (CMV)

دا ویروس یو غیر فعال ویروس دی چې په ماشومانو او لویانو کې شته. او د تبخال یا هرپس ویروس د ګروپ څخه دی، ډیر وخت کوم علایم نلری او یا د ریزش په شکل علایم لری.

سی ام وی ویروس په وینه کې پیدا کیږې ، خو هغه وخت مشکل جوړوی چې کله د تداوۍ لپاره د بدن د کوم غړی ترانسپلت وشی.

دی څیړنې دا هم وښوده چې نارینه او ښځې ډیر مختلف معافیتی سیستم لری.

د مخکینیو مالوماتو په اساس دا جوته شوی ده چې نارینه د مکروبی او ویروسی ناروغیو په وړاندی ضعیفه دی او ښځې د معافیتی سیستم یا التهابی امراضو په وړاندی کمزوری دې. لکه څرنګه چې وویل شو معافیتی حجرات د نارینه یا ښځو په وجود کې په وینه کې دومره نشته لکه څومره چې په لمفاوی سیستم، کولمو، سږو، او د هډوکو مغز کې موجودې دي. دا حجرات د یو ورزشکار یا هنرمند په څیر باید تمرین وکړی تر څو د مرض پهٔ وړاندی پیاوړی اوسی، د دې لپاره مونږ انسانان یو روغ میکروبیوم یا د کولمو روغو مکروبونو مجموعی ته ضرورت لرو. ددی لپاره مونږ باکتریا ویروس او فنګس (میکروبیوم) ته ضرورت لرو چې په کولمو کې موجود دی، زمونږ معافیتی سیستم دا مضر مکروب د مفید مکروبیوم سره پرتله کولای شی.

د لویی پاستور په انستیوت کې د شلو کلو راهیسی تجاربو  معافیتی سیستم او د کولمو د میکروبیوم (ویروس، باکتریا، فنګس) څیړنو دا جوته کړې ده چې د یو روغ معافیتی سیستم لپاره د میکروبیوم صحت یو مهم فکتور دی. ځکه په کولمو کې تقریباً دری نه تر څلورسوه مختلفه باکتریاوی موجودی دی دا مختلف ډول باکتریاوی د روغ صحت لپاره خورا مهمې دي. ځکه دا میکروبیوم مختلف وظایف لری لکه د ویتامین جوړول، د هاضمی او د خوراکې موادو د جذب وظیفه لری. د کولمو ماحول مونږ کولای شو چې د یوی ټولنې سره پرتله کړو چې دی ټولنه کې مختلقه انسانان شتون لری او مختلفی مهمې دندی د یوی ټولنې د هوساینې لپاره  لری. خو د یو قوی سیستم لخوا اداره کیږې که چیرته یو پکې. ناروغه شی یا د یو بل ځای ونیسی.

هغه کسان چې د هاضمی مشکل لری او یا د نس درد نه شکایت کوی اکثراً د کولمو د میکروبیوم د کمښت سره مخامخ وی. دغه میکروبیوم ته باید ماشومتوب نه  پاملرنه وشی، دا هم کیدای شی چې په پورته عمر کې یی لږ څه منظم کړی. هغه کسان چې ډیری وخت د کولمو د مرضونو نه په عذاب وی هغوی د معافیتی سیستم ناروغی هم لرې. ځکه کولمې هغه د بدن غړی دی چې ډیر څه ورته د بهر نه راځې نو په کولمو کې د معافیتی سیستم ونډه ډیره ضروری ده. د کولمو او د معافیتی سیستم روغتیا لپاره یو مضر فکتور د خیټې غوړ دی یا visceral fat چې د خیټې په ناحیه کی موجود دی. دا د ډیر کاربوهایدرایت او غوړ خوراکونو اه وجی پیدا کیږې او په وجود کې التهابی امراضو ته وده ورکوی، یعنی کله چې التهاب پیدا کیږې معافیتی سیستم هم فعالیږې. د یو پیاوړی او روع معافیتی سیستم لپاره خوراکې رژیم ډیر مهم دی چې اول سر کې باید د خوراکې رژیم نه خواږه یا بوره لیرې کړی شی. او همدارنګه پروسس شوی خواړه یا چې ای نمبرز پکې وی، انرژی څښاک، او د تترا پک یا د ډیرې مودی ساتل شویو خوراکونه ونخوړل شی، ددی په ځای تازه میوه او ترکاری په غذایی رژیم کې اضافه شی، ځکه د کولمو د باکتریا به بیرته رغولو کې مرسته کوې.

د صحی خوراک یعنی کم غوړ او کمو خوږو تر څنګ د یو پیاوړی معافیتی سیستم لپاره سپورت هم ډیر مهم دی.

ورزش په معافیتی سیستم څه اغیزه لرې او څومره ورزش ګټور تمامیږې؟

د څیړنو مالومه کړی ده چې ورزش د معافیتی سیستم او د مدرنه ناروغیو لکه شکر ، د وینی غوړ او لوړ فشار سره مستقیمه اغیزه لری. د معافیتی سیستم، سپورت او د عمر ډیریدل سره څه اړیکه لری، که سپورت وشی او یا نه؟

ایمیون ایجینګ immune aging یو طبیعی پروسه ده خو دخوراک او ورزش پوری اړه لری چې دا پروسه چټکه وی او یا نه. د یوی تجربی په اساس چې پکې د پنځه پنځوسو نه پورته عمر لرونکی اشخاص پکې شامل و دا وښوده چې هغه کسان چې ورزش کوی او صحی خوراک کوی ددوی ایمیو ایجینګ پروسه ډیره چټکه نه وی او د مرضونو أه وړاندی یی مقاومت زیات وی. ورزش، صحی خوراک، پوره خوب، کم سترس او ویتامین ډی د یو پیاوړی معافیتی سیستم درلودلو نسخه ده.

سترس په معافیتی سیستم څه اغیزه لرې؟ 

د زړه او وینی د دوران څیړنکو د سترس او معافیتی سیستم د اړیکې څخه په موږکانو باندی تجاربو د مضمن سترس او کاردیو وسکولار یا د زړه او د وینی د دوران اړیکه د وینی د معاینی نه وروسته د تی حجراتو بی حجراتو او نورو دد دفاعی سیستم حجراتو کچه مالومه کړی ده. او د کنترول ګروپ سره چې سترس یی نه درلوده مقایسه کړی ده. دوی دا نتیجه موندلی ده، هغه موږکان چې په مضمن ډول سترس درلود او د کرونا او انفلونزا ویروس سره مکروبی شوی و د دوی د نتروفیل حجراتو کچه لوړه او د بی او تې حجراتو کچه ډیره ټیټه وه. چې نتروفیل چې د باکتریا یا ویروس په وړاندی پیدا کیږې، او د طبیعی معافیت سیستم برخه ده او بی او تی حجرات د ادپتیف یا زده شوی معافیتی سیستم برخه ده. د بی او تی حجراتو کچه حتی ددی تجربو د ونډه اخیستونکو د هډوکو په مغز کې کمه شوی وه او نه یی شو کولای چې یو قوی معافیتی عکس العمل راڅرګند کړی. د دې څیړنې نتیجه دا وه چې د انفلونزا، کرونا او نورو ویروسی ناروغیو په وخت کې د مضمن سترس درلود د مرض د وخیم والی سبب ګرځې او حتی کیدای شی د شخص د مړینی علت کمزوری معافیتی سیستم وې چې د سترس او ویروس سره یوځای شې نور هم مرضونو لپاره چټکه لاره پرانیزې. ځکه دی حالت کې بدن یو پیاوړی معافیتی عکس العمل نشی ښودلي.

همدارنګه د ویرچیول ریالتی یا مجازی حقیقت تجاربو په اسانانو کې د واکسین نه پس د سترس یا د راحتۍ په وخت کې پس د نیم ساعت تجربې دا وښوده چې د مضمن سترس وخت کې د انسان بدن د فایټ او فلایت (جګړه، او تیختې) په حالت کې وی ځکه دوی خپل ټول طاقت د ژغورنې لپاره پکاروې، او بیړنۍ حالت ورته پیښیږې، د دی نه دا جوته شوې ده چې سترس د یوی ناروغۍ د تشخیص لپاره مهم فکتور دی که چیرته دا سترس دایمی شی د ادپتیف معافیتی سیستم د ډیر ضعیفه کیدو سبب ګرځې، چې بیا انسان د مرضونو په وړاندی نه شی کولای پوره معافیت ولري. خو کله کله معافیتی سیستم د بدن حجراتو باندی اثر کوی او دا روغی د منځه یی وړی چې په نتیجه کې یی اتوایمون مرض پبدا کیږې لکه کله چې په پوستکې اثر وکړی ایکزیما پیدا کیږې، یا که په مفاصلو اثر وکړی ارترایتس پیدا کیږی یا هم په پاتقرانس غدی اثر کوی چې د لمړی ډول شکر مرض سبب ګرځې دا ټول اتوایمیون مرضونه دی.

د دی لپاره چې دغه اتوایمیون عکس العمل لپاره نوی تداوی اختراع شی باید ډیرې څیړنې وشی چې په هدفی ډول دغه د وجود عکس العملونه وپیژندل شې. د کوید ۱۹ نه راپه دیخوا د ایمونولوجې څیړنې یو نوی پړاو ته داخلې شوی او د کرونا واکسین سره ډیر نوی او په زړه پوری مالومات د نوی درملو او واکسین لپاره ترلاسه راغلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب