دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده خو د...

پخواني لوی څارنوال د څارنوالانو پر وژل کېدو غمرازي وښوده خو د طالبانو پر غندنې تعحب څرګند کړ

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د افغانستان د جمهوري نظام د مهال لوی څارنوال فرید حمیدی د دوشنبې په ورځ پر څارنوالانو او د څارنوالۍ پر کارکوونکو د ځانمرګی برید په اړه د طالبانو غبرګون “د تاریخ تریخ طنز” وباله.

حمیدی په یوه پیغام کې ویلي، د پخواني حکومت په مهال طالبانو په ځلونو د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ځانمرګي او هدفي بریدونه کړي دي.

حمیدي پر خپله ایکسپاڼه کې د خپلو پخوانیو همکارانو په وژنه خواشیني څرګنده کړې او ویلي: “د تاریخ دردناکه طنز دا دی چې زما په هیواد کې بې ګناه خلک قربانی کیږیي، په داسې حال کې چې قاتلان د مظلوم او بې ګناه په توګه څرګندیږي.”

ده همداراز کښلي:«واکمنې ډلې، چې لسکونه کاله یې بې ګناه خلک او ملکي وګړي وژل، او د څارنوالۍ پر همدغو کارکوونکو یې په ځلونو انتحاري او هدفي بریدونه کړي، نن دا حمله غندي.»

هغه زیاته کړه، د طالبانو له خوا د پېښې غندنه “د تاریخ تریخ طنز” دی.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ماښام د کابل په بختیار کلا کې په یوه وژونکی برید کې د ځینو راپورونو له مخې، ۶ تنه او د ځینو پر اساس ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. طالبانو د وژل شویو شمېر ۶ تنو ته ښودلی دی.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب