دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو...

د طالبانو مشر په دشت لیلي کې د زرګونو بې نومو طالبانو ډله ييز قبر ته ولاړ

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده په لومړي ځل په جوزجان ولایت کې هغه ځای ته لاړ چې زرګونه طالبان پکې په بې رحمانه ډول له وژل کېدو خارو ته سپارل شوي دي.

طالب مشر په درو کلونو کې په لومړني ولایتي سفر کې، چې د پنجشنبې یا چهارشنبې په ورځ یې له بادعیس څخه پیل کړ، له فاریاب څخه غالباً پرون (دوشنبې) جوزجان ولایت ته ورسېد.

په جوزجان کې د طالبانو ځایي چارواکو پرون تایید کړه چې په دې سفر کې، اخوندزاده نه یوازې دشت لیلی ته لاړ بلکې د سرپل او جوزجان ولایتونو له ځایي چارواکو سره یې هم خبرې وکړې.

په جوزجان او بلخ ولایتونو کې زرګونه طالبان په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي دي. زرګونه طالبان لومړی هغه مهال په دغو دښتو کې په ډله ییز ډول خښ شول چې جنرال مالک د شمالي ولایتونو د نیولو په مهال خپله لار له طالبانو بېله کړه او په دوهم ځل د ۲۰۰۱ په وروستیو کې، کله چې امریکايي پوځیانو د جنرال دوستم په ملاتړ طالبان د افغانستان په شمال کې وځپل.

د لوېدیځو رسنیو د مستندو ویدويي راپورونو پر اساس زرګونه تسلیم شوي طالبان د جنرال دوستم ځواکونو په داسي حال کې ووژل چې هغوی په کانتینرونو کې وړل کېدل. ویل کېږي چې ډېر شمېر یې په کانتینر کې د اکسیجن یا هوا د نشتوالي له کبله مړه شوي وو.

تر دې کابو د تېر لمریز کال په جوزا کې د طالبانود کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دشت لیلي ته تللی و.

حقاني په دشت لیلي کې وژل شوي کسان بې نومه سرتېري وبلل، ویې ویل:«قاتلانو د دوی پاکې وینې توی کړې او هغوی (قاتلان) رسوا او ذلیل شول.»

ده همداراز وویل چې د «شهیدانو» د درناوي لپاره به د هدیرې په ځای کې دېوال، منار، او جومات کړي.

د طالبانو مشر، چې په تېرو درو کلونو کې یې خلکو او رسنیو ته د خپلې څېرې له ښکارولو ډډه کړې، د دغو سفرونو په لړ کې، د امربالمعروف د لانجمن قانون او همداراز د طالبانو د ځانکړي شریعت د تطبق پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مخکې تر دې چې طالبان د ښاغلي اخوندزاده سفر اعلان کړي، د طالبانو دوو سرچینو تاند ته وویل چې نوموړي بادغیس ته سفر کړی او غواړي چې له بادغیس څخه ټپال په ټپال ځان تر بدخشان ولایت پورې ورسوي.

1 COMMENT

  1. چا وه لید که یواځې موټرې روانې وې. امیر خو هم د سنتو خلاف دی رسول ص په اوښ ګرځید مګر امیر غایب په لنډکروزر کې ګرځي او بیا ځان ته د خدای نماینده وايي. امیره په تاسو لنډکروزرې بدې ښکاري په خره سپور ګرځه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب