دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد پاکستان یوه اداره چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، اګست تر...

د پاکستان یوه اداره چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، اګست تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۳ مه) د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸ کال له جولای را په دې خوا د دغه هیواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې  امنیتي پېښې یو څه کمې وې.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.

د دې مرکز پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسله وال مخالفان دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې د دولت وسله وال مخالفان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې تر دې په ځلونو ډېرې ښيي. یوازې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان د وروستۍ اوونۍ په هممهاله بریدونو کې، چې د دغه ایالت په ۱۱ ښارونو کې یې وکړې، د ۱۳۰ امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا وکړه.

د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز په اګست میاشت کې د ټپیانو شمېر ۱۷۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې دا کسان په ۸۳ بریدونو کې ژوبل شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۲ وسله وال وژل شوي او نور په نښتو کې وژل شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، په جولای میاشت کې ۷۸ تنه وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب