Homeخبرونهد کابل په دارلامان واټ په چاودنې کې لږترلږه ۱۲ تنه وزل...

د کابل په دارلامان واټ په چاودنې کې لږترلږه ۱۲ تنه وزل شوي

دا خبر تازه کېږي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۱۲ مه)راپورونه وايي چې برید انتحاري و او د طالبانو د څارنوالۍ، چې دوی یې د فرمانونو د تعقیب او نطارت ریاست بولي، کاکروونکي یې په نښه کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخکې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ممکن د تلفاتو اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.

خو رویآرز خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د کابل په دارلامان واټ کې چاودنه شوې
طالبانو په پلازمېنه کابل کې چاودنه تایید کړه خو د جزییاتو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
 د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې د کابل په دارالامان سیمه کې نن مازدیګر چاودنه شوې، جزییات به یې وروسته اعلان شي.
شاهدان وايي چې د دارلامان ماڼۍ ته په غځېدلي سړک کې د لویې څارنوالۍ د ودانۍ په خوله کې چاودنه شوې ده.
شاهدان همداراز وايي چې سیمه سمدستي طالبانو محاصره کړه او امبولانسونه یې ولیدل چې د پېښې له ځایه یې ټپیان یا احتمالاً مړي ولېږدول.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...