پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+استاد محمدصدیق پسرلی د پښتو ادب په معاصر مکتب کې د نوښت...

استاد محمدصدیق پسرلی د پښتو ادب په معاصر مکتب کې د نوښت او ژورتیا استازی

(د دوولسم تلين په ياد)
لیکنه: ګل ریګوال
پنډه د غمونو په سر بېرته وړم
تا ته سپمولی نظر بېرته وړم
راغلم جهان ځای د اوسېدو نه و
کډه په زېړي مازدیګر بېرته وړم
داسې لکه شمعې ته بسمل پتنګ
ستړی نفس سوی ځیګر بېرته وړم
(غزلبڼ)
د پښتو ژبې د ادب په لمن کې داسې ځلانده ستوري سته چې د خپل فکر او قلم په وسیله یې د پښتو ادب او شعر ته لوی، لوی خدمتونه کړي دي. له دغو ستورو څخه یو هم د پښتو د معاصر ادب لوی نوم، استاد محمد صدیق پسرلی دی.
هغه د رمضان خان زوی پر ۱۳۰۷ کال د غزني په قره باغ کې زېږدلی، د ژوند لومړني څلور کاله یې په خپل زېږنځای کې تېر کړي او وروسته له خپلې کورنۍ سره کندز ولایت ته کډه شوی دی.
استاد پسرلي د کندز په شېر خان لېسه کې تر منځنیو زده کړو وروسته شعر او ادب ته مخه کړه او په دې ډګر کې یې تلپاتې اثار وپنځول.
استاد د پښتو ژبې هغه ځلانده ستوری دی چې د خپل هنر او فکر په رڼا یې د پښتو ادب آسمان ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده. استاد پسرلی یوازې یو شاعر نه و؛ هغه د یوې دورې ویښ شاعر، لیکوال، او فرهنګي مبارز و چې په خپلو ادبي او فرهنګي هڅو سره یې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه وکړل. د هغه د مړینې یولسم تلین موږ ته د دې لوی شخصیت د ژوند او هڅو د لمانځنې او ارزونې یوه ځانګړې موقع په لاس راکوي.
وطن باده،د وطن باده
د روح ارامه،د زړه مراده
کله به زړونه په تاټکور شي
کله به روح کړو،درباندې ښاده
تر کومه ځايه چې ما استاد لوستی دی هغه د خپلو خلکو دردونه، غمونه، او خوښۍ په خپل شعر کې په بې ساري ډول انځور کړې ځکه خو زه د هغه شعر د پښتنو د ټولنیز ژوند، کلتور، او تاریخي بدلونونو هنداره ګڼم.
د هغو سبا نشته مستقبل به یې ماضي وي
سبا چې په زانګو کې د نن حال زنګوي
(غزلبڼ)
څو به لا په غاړه ګرځوو د پت او شرم بار
دا خیرن منګی خو په ګودر د ماتولو دی
(غزلبڼ)
نه دې شي له ځانه هسې ستړی څوک
درست عمر تر خپلې ارزو لاندې یو
(غزلبڼ)
بې له موږ وه پوچه د زمان او د مکان کیسه
سیمې راته اړې وې او وختې راته اړې وې
(غزلبڼ)
ژوندون ورباندې موږ کړو په اعدام باندې محکوم
وبال د فرصتونو که ګردون په غاړه واخیست
(غزلبڼ)
د استاد پسرلي شاعري له ژور فکر، انساني عواطفو او اړيکو، د طبیعت ښکلا، او معنوي ارزښتونو انځورګرې ده .
هغه په خپل شعري اسلوب کې د نوښتونو او ځانګړي تعبیرونو له لارې داسې تخلیقي فضا رامنځته کړې چې د پښتو ادب تاریخ کې ځانګړی مقام لري. خلاصه دا ده چې استاد په لنډو ټکو کې لویې ماناوې ځای پر ځای کړي.
نظر چې کړم په ځان، هم په زمان، هم په مکان
د هیلو یو بې ځایه ایښی دام پاته یم
(غزلبڼ)
نور به څه وایم پسرلیه د نړۍ له ښکاره پټو
سولېدلې لفافه ده، انتظار دی پکې نغښتی
(غزلبڼ)
تشه دٌعا چې عمل نه وي غولول دي د ځان
د چنار پاڼو ګوری وچ کړل په دعا لاسونه
(غزلبڼ)
پړانګ حمله وینې په خوب او هوسۍ تېښته
د هر چا په ذهن ګوښی اثر پروت دی
(غزلبڼ)
هر څوک چې څه کري هغه رېبي دغه متل دی
یوه ورځ ګوندې چې ورېبو کرلي فریادونه
(غزلبڼ)
زه يي د شعر يو څو ځانګړني دلته ليکم:
۱: ژوره فلسفه: د استاد شعرونه د ژورې فلسفې او فکري محتوا لرونکي دي، چې په کې د ژوند، مینې، انسانیت او ټولنیزو ارزښتونو مفاهیم څرګند شوي دي.
د کایناتو پرودګاره.
جهان دي جوړ کړ د چا د پاره؟
که مقصد مونږ وو څه رانه جوړ سوه؟
چې دوه مو نه ځي په یوه لاره.
(پسته اور)
چې به د ستورو آسمان وي ښکلی.
که به د خاورو جهان وي ښکلی.
حسن به ناڅي په پلوشو کې.
که به ترحورو انسان وي ښکلی؟
(پسته اور)
څه بې مقصده مزلونه نغاړو.
څه پسې ورک یو څه پسې غواړو؟
د ژوند د( بٌست)هم دروازې دوې دي.
په یوې راغلو په بلې ولاړو.
(پسته اور)
که خلقت نه وي د حسن په خدمت کې
د سېپۍ په زړه کې څوک چاته ګوهر ږدي؟
(ماته شپېلۍ)
ووتم یوازې په اوږده سفر
و پېژنو څوک ګوندې په لارو کي
(غزلبڼ)
۲: سادګي او رواني: د هغه په شاعرۍ کې ژبه ساده، خو د معنا له پلوه ژوره ده، چې لوستونکی له خپل چاپېریال سره تړاو مومي.
ورک زړه مي ځان ورک کړ په مستیو کې
غواړم يې د حسن په کبلیو کې
(ماته شپېلۍ)
ځم لکه بې میره زاڼي خوا راڅخه ورکه ده
ګرځم په فضا کې خو فضا راڅخه ورکه ده
(ماته شپېلۍ)
وطنه بیادي راته غېږ پرانيزه
چې لکه زاڼی په نغمو درځم
(ماته شپېلۍ)
مدام چې یمه پاته د مقصد له لارې لرې
پسرلیه ړوند احساس مې د اټکل کوڅو ته بیایي
(غزلبڼ )
۳: تصوفي رنګ: د استاد په شاعرۍ کې د تصوف او عرفان روښانه څرکونه لیدل کېږي. هغه د نړۍ پېښې او پېچلتیاوې په عرفاني نظر تفسیر کړي دي.
(تصوف د معنی په دنیا کې د حقیقي محبوب سره د محبت د رازاونیاز روحاني بهیر دی، اخلاصانه عابدانه چاري دي، عشق دلته د حقیقت پر رڼه لاره تر حقیقي وصاله روحي ریاضت او دروني قدوسیت دی، له مادي لحاظه محوه او ځان ډوبول دي، د نفسي اوجسمي خودسریو مهارول او کنترولول دي او د قلبي استغناتر مقامه ستنېدل او رسېدل دي، دا محبت صوفي په ذهني اوشعوري لحاظ دومره معنوي مدارجوته ورسوي چې ددې فاني دنیا مال اومنال، جاه اوجلال ته په معنوي مړښت د تل لپاره لته اولغته ورکړي.)
خاونده عشق مي د زړه رهبرکړې.
کین اوغوسې يې دود اوشررکړې.
چې يې هرچاته وي غېږپرانستې.
لیونی زړه مي د جومات ور کړې.
(پسته اور)
زړه چې په مینه کې کامل سي مشکل نه پېژني.
څاڅکی چې دٌرسي بیانو بحر اوساحل نه پېژني.
زاهد دي وايې ښکاره کفردی له حٌسنه انکار.
(پسرلیه) ډېردي چې لا حق اوباطل نه پېژني.
(پسته اور)
هرزړه ته الهام د میني نه ورځي.
هرسړی چې جام ولري جم نه دی.
دلته چې نه پور سته، نه دیت نه تور.
چاویل د میني بل عالم نه دی؟
پرېږده د پسرلي زړه درته وچوي.
مه کوه ترې سترګه ګوره بم نه دی.
(ماته شپېلۍ)
خاونده راکړې د مسلمان زړه.
له میني روغ اوروڼ په ايمان زړه.
د نړی پېښوته مي خیبرکړې.
د تا په ډاډ اوپه اطمینان زړه.
(پسته اور)
رهبرمي څوک دی؟ امام د میني.
مرام مي څه دی؟ مرام د میني.
د پتنګانو له سویو زړونو.
راوړم جهان ته پیام د میني.
(پسته اور)
۴: ټولنیز پیغامونه: استاد خپل شعرونه د ټولنې د بدلون لپاره یو وسیله ګرځولې ده او د خپل ولس دردونه او هیلې یې په خورا اغېزمنه بڼه انځور کړي دي.
چې وطن خوار وي د هېوادونو
ولس ټوک‌خور وي د ولسونو
په چا ډاډه یاست، په چا سرلوړي
اې لویو دښتو! اې لوړو غرونو!
(غزلبڼ)
څاروان ويده شو، لاره ورکه، جرس هم نه لرو
د څه بېوسو قافله ده؟ نفس هم نه لرو
دا پرېوتلى زړه به بيا ګورئ په څه پاروو؟
جذبې سړې شوې، د طفلانو هوس هم نه لرو
يارانو وګورئ، چې پېښو څه راپېښې کړلې؟
په بند بنديان يوو، خو دانې او قفس هم نه لرو
(غزلبڼ)
د وخت غوټو مو د فکر ساه کړه لنډه
لکه څنګه چې له غوټو تار لنډېږي
هره خوا چې منظمه بې نظمي ده
نه له خياله نه له فکره څه جوړېږي
(غزلبڼ)
د جرس زړګی په چیغو چیغو وچاود
ښکاري پټ په خپلو دوړو کې څاروان هم
(غزلبڼ)
اور ته د دوزخ پناه وروړل ښه دي
اړ مه شه آدم د آدم سیوري ته
(غزلبڼ)
ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور او ظلم
چې پڅې چړې خلک تېروي اکثر په تيږه
(غزلبڼ)
پايله او لنډيز:
‎استاد محمد صديق پسرلی څو بعدي شخصيت وو، هغه په ادبي ډګر کې د شعر پر نغري داسې غزل بل کړ چې، د نوښت تاوده به يې تر ډېره ساړه نه سي.
‎دغه لوی عالم د ادب په ميدان کې له اوږده مزل وروسته دې ټولنې او په ځانګړي ډول د ادب لوستونکو، ښوونکو او مينه والو ته داسې څه راټول کړل چې تر ډېره به ورته په دغه برخه کې تورې لارې روښانه کړي.
‎نوموړي له شعره تر نثره، له غزله تر طنزه او په هره برخه کې چې يې اړتيا محسوس کړې يو څه ليکلي دي.
د استاد خبرې دومره پخې دي چې،پر هر بيت کتابونه ليکل کيږي، دا لږې خبرې د نوموړي په حق کې هيڅ دي، خو نوموړي دومره هنر پنځولی چې تر پېړيو پېړيو به نسلونه څېړنې ورباندې وکړي، هر اثر، هر غزل، هر بيت او هره کلمه به يې په څو څو ځل وشنل سي، هرڅوک به خپل ځان پکې ولټوي، له بېلابېلو زاويو به ورته وګوري او د هر وخت موجوده نسل لپاره به يې هره خبره يوه لويه تجربه او لار ښوونکې شي.
د پښتو ژبي دا خوږ ژبی شاعر د ۱۳۹۲ لمريز کال د مرعومي پر ۲۲ د هند د ډيلي ښار په يو روغتون کې د ور پيښې ناروغۍ له لامله د۸۵ کلو په عمر له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړې او د کابل په شهداء صالحین په هديره کې خاورو ته وسپارل سو.
د وطن د دې بلبل روح دي ښاد او ارامه وي او ياد دې زموږ په زړونو کې تلپاتي وي.
عمر چې تېرېږي سړی لږ لږ قانع کېږي چې
ژوند په رڼو سترګو هم درنې رویا ته ورته وي
(غزلبڼ )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...