لیکوال: پرویز «البرزی»
ژباړونکی: نثاراحمد «احمدي»، کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو څانګې ماسټرۍ پروګرام، دویم ټولګي محصل؛
لنډیز
د ځېلپوهنې اصطلاح په ژبپوهنه کې بېلابېله کارونه لري. ځېپلوهنه د ژبو د جوړښتونو د ډلبندۍ لپاره په کار وړل کېږي؛ ځېلپوهنه د ژبپوهنې د هغو ګرامري قوانینو ارزونې په برخه کې چې د مختلفو ژبو ترمنځ ارزښتمند دي، پکارېږي.
ځېلپوهنه د نظري لارښوونې او پېژندنې ځانګړی نظام دی، چې د ژبپوهنې له نورو نظریاتو سره فرق لري. د ټایپولوژۍ د تشرېح په بنسټیزه برخه کې د ډلبندۍ، تعمیم او ګرامر څانګې شاملې دي، چې دا په تجربوي برخه کې هم د پلي کېدو وړ دي.
په دغه مقاله کې ټایپولوژي د ژبو د ډلبندۍ پرمفهوم په نظر کې نیول شوې ده، او د کلمو د جوړښت ډلبندي باندې بحث شوی دی.
د کلمې جوړونې د ډولونو پر بنسټ په ژبپوهنه کې د مورفولوژیک جوړښت پینځه ډوله ډلبندۍ رامنځته شوې دي: ناپیوندي، پیوندي، آمیخته/مختلط، ترکیبي، تصریفي
کلیدي کلمات:
ترکیب، تصریف ، وراثتي ډلبندي، آیدآل ځېلپوهنه، درجه بندي شوې ځېلپوهنه
مقدمه/ پیلامه:
د ځېلپوهنې ډولونه عبارت دي له: مورفولوژیکه ځېلپوهنه، غږپوهنه، نحوه.
د غږ پوهنې ځېلپوهنې برخه د پراګ له ژبپوهنیز مکتب څخه راوتلې ده. نحوي ځېلپوهنه هم د پراګ له ژبپوهنیز مکتب څخه سرچینه اخیستې، چې دغه برخه د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي په لومړیو کې د جوزف اچ ګرنبرګ له لوري مطرح شوه.
په دې وروستیو لسیزو کې د نحوې په برخه کې نورې ځانګړنې لکه: د ګرامري اړیکو نظام، د ژبې د ځېلپوهنې د بنسټ د یوې برخې په توګه رامنځته شو.
په دغه لیکنه کې به وګورۍ، چې د ژبو ډلبندي د مورفولوژیکې ځېلپوهنې پر بنسټ په ډېرو مواردو کې د پلي کېدو وړ نه ده، ځکه چې د ژبو ترمنځ د کلمو د جوړښت ډولونه متفاوت دي.
بحث او ارزونه
د ژبو د ډلبندۍ سلسله، پایله او جمع بندي د څو ژبو ترمنځ تر ټولو مهمه ځانګړنه ده، چې د منظمو اصولو په رڼا کې ترسره کېږي.
همدغو متفاوتو اصولو ته په پاملرنې د ځېلپوهنې څلور ډوله ډلبندي (جغرافیایي، وراثتي، ریښه پېژندنه، طبقه بندي) روښانه کېږي.
۱- جغرافیایي ځېلپوهنه/ ټایپولوژي: دغه ډلبندي د ژبنیو ټولنو ترمنځ د فرهنګي اړیکو په واسطه د جغرافیوي نیږدېوالي له مخې ترسره کېږي.
دغه ډلبندي د وییونو او ګرامري جوړښتونو د پور له مخې پلې کېږي. لکه د فرانسوي ژبې د صفت او موصوف څخه د انګلیسي ژبې پورونه. هغه ژبې چې په دې ډول پورونه کوي د ژبې جفرافیوي ډلبندۍ کې شمېرل کېږي. لکه د سویل ختیزې اروپا د بالکان شبه جزیرې ژبې چې (البانیایي، یوناني، مقدونيایي، بلغاریایي، صربوکرواتي، سلووني او نورې) یا وېتنامي ژبه (له چیني متاثره ده).
همداسې معلومه ده، چې پارسي، عربي او تورکي ژبې د جغرافیوي نیږدې والي له مخې یو پر بل تاثیر اچولی، مګر له یو اړخه پارسي د نیږدېوالي پر بنسټ له روسي ژبې لږه متاثره شوې، دا ځکه چې دغه دواړه ژبې د سیاسي او فرهنګي اړخه یو له بله بېلې پاتې شوې دي؛ خو له بل طرفه عربي ژبې په پارسي ژبې زیات اغېز درلودلی، چې ستر علت یې فرهنګي اړیکې په ځانګړې توګه دې سیمې ته د اسلام مبارک دین رسېدل او د خلکو له لوري قبلول دي. له همدې اړخه پارسي او عربي ژبې په یوه ډلبندۍ کې حسابېږي.
۲- وراثتي/ شجره یي ډلبندي: دغه ډلبندي د ژبو ترمنځ د ورته والي په بنسټ ترسره کېږي، چې له یوې واحدې ژبې څخه راوتلې وي. هغه ژبې چې له یوې واحدې ژبې سرچینه اخلي، د ژبو کورنۍ بلل کېږي.
وراثتي ډلبندي پر ژبني جوړښتونو ولاړه ده، چې دغه ژبني جوړښتونه په مشترک ډول د ژبو د کورنۍ په هرې ژبې کې ساتل شوي دي.
په یوې کورنۍ پورې د ژبو تعلق/ اړیکه د ځینو ځانګړنو لکه: د غږونو، صرفي او وییزو اړیکو د مطابقت پر بنسټ ثابتېږي، کوم چې له یوې ژبې څخه یې سرچینه نیولې وي.
«د ژبې کورنۍ» اصطلاح دوه ماناوې لري: په عام مفهوم د ژبې کورنۍ: زیات شمېرهغه ژبې په خپله لمن کې رانغاړي، کوم چې وراثتي خپلوي اړیکه یې په ثبوت رسېدلې وي، د بېلګې په توګه د هندواروپایي ژبو کورنۍ.
په ځانګړي مفهوم د ژبې کورنۍ یا د ژبې څانګه: د هغو ژبو متضمن ده، کوم چې ترمنځ وراثتي او خپلوي اړیکه یې زیاته وي. لکه د جرمني ژبو کورنۍ.
په دقیق ډول لازمه ده، چې د ژبې کورنۍ او د ژبې څانګې ترمنځ باید فرق ته پاملرنه وکړو، دا ځکه چې په انګلیسي سرچینو کې دغه دواړې اصطلاح ګانې په یوه مانا(د ژبې کورنۍ) کارول شوې دي؛ خو په جرمني ژبه کې بیا د ژبې کورنۍ او د ژبې څانګه په بېل بېل مفاهېمو راغلې دي.
په لنډ ډول وېلای شو چې هره ژبنۍ څانګه له څو کورنیو او هره ژبنۍ کورنۍ له څو ژبو تشکیلېږي.
په ځینو مواردو کې نشو کولای د ژبو یادې برخې یو له بله په ساده ډول بېلې کړو. د نمونې په ډول، هغه ژبې چې د وراثت له مخې یو له بل سره خپلوي لري، زیاتره په جغرافیوي نیږدېوالي کې خبرې پرې کېږي. د مثال په ډول، په هندي ژبو کې د پارسي ژبې ډېری وییونه (دل، دیوانه، نان او نور) لیدل کېږي. آیا هندي ژبې په دغه برخه کې د پارسي ژبې له سلګونو کلونو نېږدې والي له مخې دغه پارسي عناصر قبول کړي او یاهم د وراثت له مخې؟ په هر حال په یاده برخه کې باید څېړنه ترسره شي.
۳- د ريښې پېژندنې ډلبندي: په سرچینه، پیدایښت، تاریخ او اشتقاق راڅرخي. یا په بل عبارت ریښه پېژندنه هغه علم دی، چې د یوې ځانګړې ژبې کلمې د نورو هم سرچینو ژبو د کلمو سره د خپلوۍ له مخې څېړي او هم یې د تکامل سربېره د هغو لومړنۍ مانا ترڅېړنې لاندې نیسي.
مخکې داسې فکر کېده، چې د شیانو ماهیت د وییونو له لومړنیو ماناوو څخه په لاس راځي.
د ۱۸ مې او ۱۹مې پېړیو ژبپوهانو، ژبې له تاریخي نظره مقایسه کولې. په دې وخت کې د ژبو د خپلوۍ اړیکو پیداکولو برخه کې له ریښه پېژندنې څخه استفاده کېده او په دې برخه کې د غږپوهنې قوانینو، د وییونو د جوړښت سلسله، تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو نظامونو له زاویو څخه د وییونو په باره کې استدلال ترسره کېده.
۴- د طبقه پېژندنې ډلبندي: دا په تحلیل کې لومړی ګام ډلبندي ده. هر کله چې ژبې ګرامري جوړښت د ورته والي پر بنسټ ډلبندي کړو، لاسته راغلې سلسلې ته یې د ژبو ډلبندي وایي. په همدې توګه د ګرامري جوړښت له مخې تاریخي، ټولنیز، وراثتي او جغرافیوي ملاحظات له پامه غورځول کېږي. له کله چې ژبپوهنه په نوي مفهوم سره د علم په توګه مطرح شوه، د ژبپوهانو دلچسپي د نړۍ ژبو سره زیاته شوه.
د ۱۹ مې پېړۍ وړاندې د ژبو ترمنځ مقایسه په ډېر کم شکل په منظم ډول موجوده وه. د ۱۹ پېړۍ له پیل سره هغه ژبې چې له ارثي زاویې یو له بل سره خپلوانې وې، د ژبو ترمنځ د ډلبندۍ او مقایسې سربېره په نورو برخو کې هم هڅې ترسره شوې.
په هغه وخت کې کوښښ کېده تر څو په ژبه کې ډېر عام احکام په کلي ډول راوړل شي، په ځانګړې ډول هغه عوامل چې په فرهنګ او نړۍ لید راڅرخېدل.
په ۱۹مه پېړۍ کې د ژبو ډلبندي د ژبو د جوړښت تر عنوان لاندې د وییونو د مورفولوژیکې ډلبندۍ دجوړښت پر بنسټ رامنځته شوه. په اصولي ډول د ژبو ډلبندي کولو نظریه د اګوست ویلهلم فون شلګل(۱۷۶۷-۱۸۴۵) له لوري په ۱۸۱۸کې مطرح شوه. نوموړي د ژبو سنتي ډلبندي د مورفولوژیکې ډلبندۍ پر معیار وڅېړله؛ خو د انګلیسي ژبې د سرچینو سنتي ډلبندۍ نوښت آګوست شلایخر(۱۸۲۱-۱۸۶۸) ته منسوبوي چې دا خبره تر ډېره کره نه ده، ځکه دا لومړی وګړی نه دی چې په دې برخه کې یې کار کړی.
شلایخر هندو اروپایي ژبې په منظم ډول و څېړلې، د ژبو ترمنځ د خپلوۍ نظریه او د هغوی تطبیقي اړخ یې د سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي. نوموړي د لومړي ځل لپاره د ژبې جوړښتونه بیاورغول؛ مګر د ژبو درې قسمه ډلبندي یې له شلګل څخه اقتباس کړې ده.
شلګل د لومړي ځل لپاره د ترکیبي او ساده ژبو د جوړښتونو ترمنځ توپیرونه په ګوته کړل او ورپسې یې د ترکیبي، پیوندي او مختلطو ژبو د تفاوت خبره مطرح کړه.
په ترکیبي ژبو کې د وییونو ګرامري اړیکې په جمله یا ناخپلواکو صرفي وییونو کې بیانېږي.
له همدې امله ژبې په درې ډوله وېشل کېږي:
۱- ساده ژبې: هغه ژبې دي چې ریښې یې د بدلون وړ نه دي او د ګرامري اړیکو ښودلو لپاره د وییونو له ترتیب څخه پکې استفاده کېږي. یا په بله اصطلاح دغه ډول ژبې ډېری وخت مورفیمونه په یوازې ځان خپلواکې کلمې جوړوي او په دې کې هره کلمه یوه ثابته او تغیر نه منونکې مانا لري.
د ساده ژبو په جملو کې د وییونو ګرامري اړیکې د خپلواکو نحوي عناصرو په واسطه، د بېلګې په ډول د اضافه تورو له مخې بیانېږي. لکه په وېتنامي او پخوانیو چیني ژبو د ګرامرونو بحث کې دومره توپير نشته. په دې ډول ژبو کې په جملو کې نحوي اړیکې د وییونو د جوړښت د وسیلې په توګه نه بیانېږي، بلکې له وییونو بهر د ګرامري کمکي وییونو په واسطه یا د وییونو د آرایش په مرسته بیانېږي. مثال یې په لاندې ساده چینایي ژبه کې وګورئ:
هغو کتاب واخیست/Ta ba shu mai le
Ta (هغو) ba (مفعولي نښه) shu (کتاب) mai (اخیستل) le(بشپړه برخه)
د وییونو له ځان ځانته ژباړې دې پایلې ته رسېږو، چې په چینایي ژبه کې ناخپلواک کوچني واحدونه په غیر معمول او نا اشنا ډول راځي. په دې ژبه کې معمولا د ساده وییونو ریښې له وندونه محرومې دي.
چینایي ژبه د ساده ژبې له نمونو څخه ده، یعنې هغه ژبه چې ساده وییونه پکې د یوه خپلواک ویي په توګه ښکاره کېږي او په دې کې هېڅکله ساده وییونه د تصریفي په ډول نه راځي؛ مګر په زیاترو نورو ژبو کې بیا ساده وییونه د تصریفي په توګه راځي، چې د یو نوم یا نومځري برخه ګڼل کېږي.
په انګلیسي ژبه کې He د Him مفعولي نومځري پر وړاندې راځي. He تغیر په Him ګرامري نقش له مخې ترسره کېږي. په همدې ترتیب په انګلیسي ژبه کې د وخت او جهت نښانې معمولا د فعل تصریفي وندونه دي. مثلا: ed په Cooked کې، برعکس په چینايي ژبه کې د جهت نښانه د خپلواکو وییونو په وسیله تصریف کېږي، نه د وندونو په وسیله.
د هندواروپايي ژبو کورنۍ کې چینایي ژبه تر ټولو لویه ژبه ده، چې تر ټولو مهمه څانګه یې ماندارین(د چین خلق جمهوریت رسمي ژبه ده). د وییونو جوړښت له مخې په چینایي ژبه کې د تصریف نښه وجود نه لري. یعنې د وګړي، وخت، ګڼې او وجې له مخې صرفي نښې وجود نه لري اما دغه ژبه کې غالبا اشتقاق او ترکیب موجود دی.
۲- پیوندي ژبې: دا هغه ژبې دي چې اصلي ویی یې تغیر نه کوي؛ خو د نورو اجزاوو په اضافه کېدو سره یې په مانا کې تغیر راځي. یا په بل عبارت په پیوندي ژبو کې داسې کلمې شته چې له څو مورفیمونو جوړې وي او د مورفیمونو ترمنځ یې سرحد ډېر روڼ وي.
په دې کې سرحد د ریښې او روستاړو ترمنځ په بشپړ ډول مشخص وي. د پیوندي ژبو تر ټولو ستره نمونه ترکي ژبه ده. له همدې امله د پیوندي ژبو په جوړښت کې هر یو ویی څو ناخپلواک ویي/ وندونه لري، چې کولای شو په مجاري او تورکي ژبو کې یې په ډېر ساده ډول یو له بله مشخص کړو. د بېلګې په توګه، په یادو ژبو کې د هرې مفردې کلمې مفعولې حال لپاره کولای په آخر کې (اي، کې) اضافه، مفعول منه حالت لپاره (ان، اي ، کې) او موقعیتي حالت لپاره(بي، اي، ان) تورې وروسته له (اي ، کې) تورو اضافه کړو…
مثلا:Eber/ Eber-ek/ Eber-nek/ Eber-ben (انسان)
۳- مختلطې/ ادغامي ژبې: یوه ژبه چې د دوه ژبو ترمنځ وده کوي. لکه کریولونه او پیجنونه چې د ډېری ژبو ویونکي د خپلو ارتباطي اړیکو ټینګولو په پایله کې رامنځته شوې دي؛ مګر د ا بیا بېل بحث دی چې په ځینو ژبو کې د اختلاط سلنه لوړه او ځینو کې بیا ټیته وي. (په ادغامي ژبو کې هم مهاله څو ماناوې په یوه مورفیم کې مدغمېږي او د مورفیمونو ترمنځ یې پرېکنده اړیکې نه وي.)
له همدې امله د مختلطو ژبو په جوړښت کې د وییونو د مورفولوژیکو جوړښتونو تغیرات د ننه پېچلې مرحله لري، یعنې ساده وییونه د نورو نیږدې وییونو سره د یو ځای والي په پایله کې د تلفظ له مخې تغیر کوي او د نقش له مخې په څو مانایي بدلېږي.
په همدې توګه د مختلطو ژبو په جوړښت کې تر ټولو ښه نمونه لاتین ژبه ده. په یاده ژبه کې هر ویی معمولا څو ساده کلمات لري. اما د یوه ساده ویي له نورو ورته کلمو سره خورا ډېر لږ له نورو وییونو سره یو ډول لیدل کېږي. برعکس ممکن دی، چې يو مورفیم په یو وخت کې د څو نورو ساده وییونو ښکاروندوی وي. د دې وییونو د مثالونو لپاره کولای شو چې د سنسګرېټ او یوناني ژبو نومونه واخلو. مثلا د پارسي ژبې (بین=دید) وییونه دغه ډول نمونې لري.
په ۱۸۳۶ کې ویلهلم فوهومبولت د څوترکیبي ژبو نمونه مطرح کړه، چې د انضمامي ژبو سره یې فرق درلود. په دې ډول ژبو کې نحوي او مورفولوژیکي اړیکې تر مطالعې لاندې ونیول شوې.
په څوترکیبي ژبو کې د نحوې(د جملې د جوړښت مطالعه) او مورفولوژي (د ويي د جوړښت مطالعه) نامشخص او کمرنګه وي. (په څو ترکیبي ژبو کې کلمې پېچلی جوړښت لري او هم مهاله یو مورفیم د څومفاهېمو څرګندونکی وي.)
هغه پروسه چې په ډېرو نورو ژبو کې د جملې په سطحه طی کېږي، په دې ډول ژبو کې د ویي په سطحه مطرح کېږي. په یادو ژبو کې د بېلابېلو وییونو څو ریښې څېړل کېږي او دغه ریښې د مانا پېژندنې په برخه کې ډېرې مختلفې دي.
د څو ترکیبي ژبو نمونې او پدیدې د اسټرالیا او امریکا د بومیانو په ژبو کې لیدل کېږي. هغه ساده وییونه چې په یادو ژبو کې موجود دي، په آزاد ډول نه پیدا کېږي، بلکې یوازې په پيوسته او اتصال شکل موندل کېږي.مثلا: ګل خانه… ممکن ډېری ساده وییونه سره یوځای شي، تر څو یوازینۍ کلمه رامنځته کړي. په څو ترکیبي ژبو کې د پیوسته ژبو خلاف اخیستل شوی ویی یوازې قاموسي ساده ویی دی او نور یې ګرامري وییونه دي. انضمام یا پيوست والی په ترکیبي ژبو کې یو ځانګړی حالت دی. په همدې توګه په دغه ډول ژبو کې د ترکیب اصطلاح یو پراخ مفهوم لري.
اسکیمویي ګرنلندي د څو ترکیبي ژبو مهمه نمونه ده. په دې ژبو کې عبارت چې د فعل او مفعول څخه جوړېږي، د یوه ویي په مرسته بیانېږي او ممکن دی، دغه عبارت په پارسي او نورو ژبو کې په څو وییونو کې بیان شي.
اسکیمویي د اوږدو ویونو ژبه ده، چې پکې پیوند په پراخه کچه موجود دی.
د دې ژبې ټولې ګرامري نښې یوازې په مرکب وییونو کې پیدا کولای شو. معمولا په ترکیبي ژبو کې نه شوکولای د نوم او فعل په ځانته ډول ویلو تفاوت راپیداکړو، بلکې یوازې کولای شي چې د دوی ښکاره بڼه د بشپړو ویونو او د هغوی له اداتو څخه په لاس راوړو. مثلا (Khwal) یعنې خرس هغه خوري، چې په پورته مثال کې یوه ویي د بشپړې جملې مفهوم رسولی دی. یعنې په حقیقت کې جمله ده.
له شلګل وروسته ډېری ژبپوهانو له نوموړي څخه د ژبو په ډلبندۍ کې الهام واخیست او یو څه تفاوت سره یې هغه بیان کړي دي، چې له دې ډلې د شلایګر، هومبولټ، سایپر او بلومفیلډ نومونه اخیستلای شو. د بېلګې په توګه، بلومفیلډ ژبې د مورفولوژیک جوړښت په بنسټ ووشلې. مثلا، چیني ژبه چې یو هجایي ساده وییونه لري او تجزیه قبلونکې ده او بله ترکیبي ژبه ده چې په دې کې اسکیمویي ژبه راځي چې پکې ژبنۍ نښې یو له بله سره په تړښتي او ترکیبي شکل د یوې کلمې په ډول راځي؛ نو وېلای شو چې مرکبې ژبې هغه دي چې د تجزیې او ترکیب دواړه ځانګړنې ولري.
همدارنګه بلومفیلډ ژبې په جوړښت کې د واحدو کلمو له مخې په څلورو ډلو ووېشلې:
۱- ناپیوندي/ ساده ژبې: چې پکې یو عنصر یوه مانا ولري، مثلا چینایي ژبه چې کلمات یې یو له بل سره هېڅ تړلې برخې نه لري.
۲- تړلې/ پيوندې ژبې: چې پکې څو ماناوې په څو عناصرو کې راځي، بې له دې چې سره ترکیب شي. مثلا ترکي ژبه…
۳- څو ترکیبي ژبې: په دې کلمې پېچلی جوړښت لري او پکې هم همهال یو مورفیم د څو مفاهېمو څرګندوی دی. مثلا: اسکیموها او لوېدیځې ګرینلنډي ژبه…
۴- مختلطې/ ادغامي ژبې: چې پکې یو عنصر څو ماناوې ولري. مثلا: لاتین ژبه.
ډېری ژبې د مورفولوژیکې ډلبندۍ سره سمون نه لري. لکه پارسي او نورې ژبې…
په پارسي کې لکه چې وایو. مرا دید. در این جمله «مرا»(اول شخص،مفرد، ضمیر مفعولی، صریح) دید(بین، ګذشته) له دې مثال او کلمو څخه معلومېږي چې پارسي ژبه په ځینو برخو کې یو جدا شوی جوړښت لري.
انګلیسي ژبه کامله یوه ناپیونده ژبه ده. د انګلیسي ژبې د جملاتو زیاتره کلمې ساده دي او هره یوه یې یو ساده مورفیم لري، ناپيوندي ژبه ثابته نه وي. حتی ځینې وخت په انګلیسي ژبه کې هم وندونه په کلمو پورې نښلي.
پخوا داسې فکر کېده، چې پیوندي او ناپیوندي ژبې مختلطې هغو ته تکامل ورکړی دی. یعنې له پیوندي څخه ناپیوندي او له ناپیوندي څخه مختلطه ژبه راوتلې ده. همدغو دریو تکامل پړاونو ته په کتو چې ژبې طی کړي دي، یوناني اولاتیني ژبې پکې کلیدي نقش لري.
له بله اړخه د شلګل او د هغو د پيروانو په استناد ویلای شو، چې ټولې ژبې د ګرامري پارامتر پر مټ یو له بله رنګارنګي لري او دغه پارامتر په حقیقت کې د کلمو مورفولوژیک جوړښت دی.
وروسته معلومه شوه، چې د ژبو په ډلبندۍ کې د مورفولوژیکې ډلبندۍ ور هاخوا د نحوې، غږیزوبڼو او مانا پېژندنې پارامترونه هم شته، چې پر مټ یې ژبې له بېلابېلو زاویو څخه ډلبندي کولای شو او دغه پرمختګونه د ژبپوهنې له نظره زیات اهمیت لري.
د نولسمې پېړۍ نظریات په ځانګړي توګه په هغو ژبو کې چې له ارثي پلوه یې سره خپلوي نه لرله، د شلمې پېړۍ له پیل سره سم په دوو دلیلونو پای ته ورسېدل:
۱-د ژبني انګېرنو او ملي ځانګړتیاوو(فرهنګي، ټولنیز اونورو) ترمنځ غیر میتودیکي لاسوهنه؛ له همدې امله د شلمې پېړۍ ډېری ژبپوهان د ژبو کل اییزه نظریه چې په مورفیم ولاړه وه رد کړه او له دې جملې څخه کولای شو، چې د اوتویسپرسن ډنمارکي او آنتوان میه فرانسوي نومونه واخلو.
۲- د ډلبندۍ د څېړنې ترڅنګ د هغو ژبو ترمنځ پرتلنه چې یو له بل سره خپلوي نه لري، د نړیوالو ترمنځ د بحثونو مهم موضوعات شول. په دې کې زیاتر تمرکز د ۱۷ او۱۸ مې پېړیو په ګرامرونو وو، چې په فرانسه کې یې وده وکړه او البته له هېڅ ژبو سره مقایسه نه شول.
د ژبو ډلبندیو په هکله د دریو فرضیو تشرېح کول خورا مهم دی:
۱-د ژبو ډلبندۍ نظریه د شلیګل له نظریاتو سرچینه اخلي. له یوې خوا، د دې ډلبندۍ سره، د ژبو د ګرامري ځانګړتیاوو نسبي تکرار ښکاره کېدای شي، له بلې خوا ممکنه ده له همدغه ډلبندۍ څخه اساسي موخه د ژبو د ګرامري ځانګړنو ترمنځ د اړیکو پیداکول وي. له ژبني محیط څخه هدف د اقتصادي، ټولنیز، اقلیمي شرایطو، نژاد او فرهنګ پراختیا ده.
۲- د ژبو طبیعي ډلبندي د هومبولټ له نظریاتو سرچینه اخلي. په طبیعي/ ایدآل ډلبندۍ کې د ژبو زیات شمېر نمونې په همدې کټګورۍ کې نه راځي. لکه: پيوندي، ناپیوندي، ساده، اشتقاقي او انضمامي…
۳- شماره لرونکې ډلبندي: په دې ډلبندۍ کې کولای شو، پیوندي، مختلطې/ ادغامي او ناپیوندي ژبې طبقه بندي کړو. د مثال په ډول په دې ډلبندۍ کې ویلای شو چې د «الف» جوړښت تر ډېره د «ب» له جوړښت سره ورته دی یا د «الف»جوړښت د «ب» له جوړښت سره کم ورته والی لري.
دغه ډول ډلبندي د جوړښتونو ترمنځ مطلق سرحد نه ټاکي او مسایل په ظاهري ورته والي درجه بندي کوي. یعنې د مطلق پر ځای نسبي برخورد کوي.
د سکالیچکا ټایپولوژي پر پینځو ډلبندیو ولاړه ده.(پیوندي، ناپیوندي، مختلطه/ادغامي، اشتقاقي او ساده).
د ساده ژبو په ډلبندۍ کې چیني او ویتنامي ژبې شاملې دي، په داسې حال کې چې اسکیمویي ژبه په پيوندي ډله کې راځي.
سکالیچکا تصریفي اصطلاح د هغو ژبو لپاره په کار وړله چې په سامي ژبو (لکه عربي او عبري) ډله کې لیدل کېدې.
د طبیعي مورفولوژیکې ډلبندۍ په بنسټ، د مورفولوژيک عبارت او محتوی طبیعي اړیکه یو قسم رڼه او د انځوریز ساختمان له مخې له عبارت سره پراخه ده.
اګر چې ځینې پیوندې ژبې هم له طبیعي ډلې سره نېږدې والی لري اما د سکالیچکا د مختلطې نظریې اصل له مخې طبیعي نظریه له نورو بېله ده.
په همدې توګه نور ژبپوهان د طبیعي مورفولوژیکې ډلبندۍ مکتب په مختلطې هغو تطبیقوي.
ګرانبرګ په ټایپولوژۍ یا ځېلپوهنه کې یوه طرحه وړاندې کړه، چې د ټولو لپاره په زړه پورې واقع شوه. د انتخابي جملو په نمونه کې ځینې کلمې په ساده هغو وېشل کېږي او په دې سره کولای شو د یوې ژبې د ساده وییونو ضریبونه نسبت د هغو نورو کلمو ته محاسبه کړو.
د مورفولوژیکې ډلبندۍ بنسټیزې پایلې په لاندې ډول دي:
الف) هغه ژبه چې په اوسط ډول په سلو کلمو کې(په هره کلمه کې) له یو څخه تر نهه نوي پورې مورفیمونه ولري، ناپيوندي ژبه بلل کېږي. لکه چینايي ژبه او نورې ورته ژبې…
ب) هغه ژبه چې په اوسط ډول په سلو کلمو کې (په هرو دوو کلمو کې)له یو څخه تر نهه نوي پورې مورفیمونه ولري، مختلطه ژبه بلل کېږي. لکه لاتیني ژبه او نورې ورته ژبې…
ج) هغه ژبه چې په اوسط ډول په سلو کې (په هرو دوو کلمو کې)له یو څخه تر نهه نوي پورې مورفیمونه ولري، پیوندي ژبه بلل کېږي. لکه ترکي ژبه او نورې ورته ژبې…
د) هغه ژبه چې په هره کلمه کې یې درې سلنه او یا زیات مورفیمونه ولري، ترکیبي/ چند جوشي ژبه بلل کېږي. لکه اسکیمويي ژبه او نورې ورته ژبې…
تر ټولو مهمه داده، په احتمالي ډول هېڅ داسې ژبه نشته چې د مورفولوژیکې ډلبندۍ نظام یې له پیوندي، مختلطې او ناپیوندي جوړښتونو څخه بهر وي.
پایــــــله
لکه څنګه چې وکتل شول، سنتي قاعدې د مورفولوژیکې ډلبندۍ قاعدې وې.
په ژبنیو نظریو کې ډېرۍ انتقادونه د ځینو عناصرو په برخه کې لکه مورفیم، کلمه او ځينو ځانګړنو لکه، آهنګ، اړیکې او آرایش په تړاو مطرح کېږي.
همدارنګه دغه انتقادونه عملي، ظاهري او مطلقې ډلبندۍ برخې په خپل قلمرو کې رانغاړي؛ مګر بهتره به دا وه چې د دې پرځای د مدرجې/ شماره لرونکې ځېلپوهنې څخه کار اخیستل شوی وای.
د سنتي ډلبندۍ اصلي ستونزه داده، چې هېڅ ژبه د کلمو په جوړښت کې یو ثابت سیسټم نه لري او هره ژبه د پورتنیو دریو یا پينځو قواعدو تر چتر لاندې په مورفولوژیکه ډلبندۍ کې راځي.
په همدې توګه هره ژبه په یوقسم جوړښت پورې اړه نه لري؛ بلکې د هرې یوې ژبې جوړښت د مختلطو قوانینو او جوړښتونو ګډوله ده.