یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ د سپینې ماڼۍ بنسټ کېښودل شو

په دې ورځ د سپینې ماڼۍ بنسټ کېښودل شو

له نن څخه ۲۳۱ کاله پخوا د ۱۷۹۲ کال د اکتوبر په ۱۳ مه د سپینې ماڼۍ د جوړېدا کار پیل شو.

د ودانۍ ځای د امریکا لومړني ولسمشر او موسس جورج واشنګټن یو کال مخکې یعني په ۱۷۹۱ کې غوره کړی و.

د واشنګټن ډي سي ښار د نقشې ډیزاینر پیر چارلس ایل اینفانټ د سپینې ماڼۍ نقشه جوړه کړه. د ده لومړنۍ نقشه د اوسنۍ سپینې ماڼۍ څلور برابره ستره وه خو جیمز هابن کوچنۍ کړه او نور بدلون یې هم پکې راوست.

سپینه ماڼۍ د امریکا تر کورنیو جګړو او تر هغه هم راوروسته د دغه هیواد تر ټولو ستره ودانۍ ګڼل کېده.

په دې ودانۍ ټولټال ۲۳۲۳۷۲ ډالره لګول شوي او جان اډمز لومړنی ولسمشر و چې په هغې کې یې په داسې حال کې واړول چې د ودانۍ کار لا بشپړ شوی نه و.

د ۱۸۱۴ کال په اګست کې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري په یورک او اونتاریو کې د کاناډا د حکومت ودانیو ته د اور اچولو په بدل کې بریتانیايي پوځیانو سپینې ماڼۍ ته اور ورته کړ.

په ۱۹۰۲ کې ولسمشر تیودور روزویلټ د ودانۍ پراخ ترمیم پیل کړ او د ولسمشر د دفتر لپاره یې نوی ځای خوښ کړ. وروسته نورو ولسمشرانو هم سپینه ماڼۍ بیارورغوله.

سپینه ماڼۍ ۱۳۲ خونې، ۳۵ تشنابونه، ۴۱۲ دروازې، ۱۴۷ ورسۍ، ۲۸ دېوالي بخارۍ، ۸ زینې او ۳ لیفټونه لري.

سپینه ماڼۍ په مختلفو وختونو کې په بېلابېلو نومونو یاده شوې؛ لکه د ولسمشر ماڼۍ، د ولسمشر کور او د اجراییه مشر هستوګنځي خو اوسنی نوم (سپینه ماڼۍ) په ۱۹۰۱ کې ولسمشر تیودور روزویلټ رسماً ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب