پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې په ژوند کې له راشه درشې نیولې تر ژوند کولو ټولې برخې ورمحدودوي.
په انساني او د ژوند په ټولنیز چاپېریال کې تر هر څه لومړی اخلاق او بیا کار او مسلک؛ خو د پښتنو یاد قانون پر اخلاقو هم پورته دی او دا لوړوالی کله منفي او کله مثبت وي.
متل دی چې پښتانه بدل نه پریږدي.
که چا بد وخت کې لاس درکړاو بیرته دې د ده دا ښه( کړي ښه) ور خلاص کړل دا بدل ښه برخه ده دا د بدل چې پښتانه یې ننګ بولي ؛ ښه اړخ ده.
خو که د دې برعکس یې بد درورسول هلته بیا د پښتونولي قانون ان که دیني اصولو سره په ټکر کې هم وي، چې وايي په بښنه کې خیر دی هم نه قبلوي او مقابل لوری اړ دی چې د خپلې کړنې پور په هره بیه پرې کړي چې دا یې بیا د یاد قانون تت او منفي اړخ دی.
که چا ووهلې، څوک یې در وواژه او … بیرته بدل کې به ورته کار کوې، دلته بدل منفی اخلاق دي.
دې قانون کې عجیبې او غریبې کیسې دي. د پورته بېلګې په څېر کله مثبت، کله منفي تعریف خپلوي.
شک نشته چې پښتو لکه د هر بل قانون پوره او د پښتون ژوند هرې برخې ته شامله ده؛ خو یوه نیوکه پرې دا ده چې نرواکي پکې ډېره پالل شوې او د انساني ژوند دویمه نیمايي چې ښځه بلل کیږي، تر ډېره ورته پام نه دی شوی او ښځې پکې هغسې ځان نه دی لیدلی، چې پکار ده. مانا دا که دغسې که یې وڅیړو، دې قانون کې نرواکي ډېره او ښځه پکې بي صلاحیته ده.
بدن زما واک يې د بل دی
خدایه ته واخلې دا بې واکه صورتونه
په پښتنه ټولنه کې چې ژوند تر ډېره پکې د پښتنو قانون او اصولو له مخې تعریفیږي، که نجلۍ یا کونډې د ژوند شریک او یا د نوي ژوند پیلولو لپاره د خوښې خبره وکړه؛ نو نه یې خبره منل کیږي او نه په خپل کور کې هغه پخوانی دروندوالی او درناوی لري چې د خپلې خوښې تر بیانولو وړاندې یې درلود. خو پلو هلک که چېرې د خپلې خوښې خبره کوي، سره له دې چې لاهم په اکثریت سیمو کې دغه څه بې نزاکتي یادیږي؛ خو ده سره د مقابل لوري( جینۍ ) په څېر عمل نه کیږي او نه هم د غبرګون شدت هغسې وي. دلته کونډه اړ ده چې یا د هماغه کور بل نارینه چې تر ډېره لېور وي، په نکاح شي او یا هم د کوڅیو تر سپینېدو پورې کونډتون وزغمي. کنه نو، وبه رټل شي او ان د ناموس او حیا ساتنې لپاره ووژل شي.
په لاندې مسره کې همدغسې یو حالت دی.
د پښتنو نرخونو زور دی
دوث (دیوث) سړی یې، په میړه دې قبلومه
پدې ترکیب(پښتنو نرخونو زور) کې د پښتو( پښتني ټولنې اصولو او که لږ جرات وکړم نادودو) اړوند سر سري خبرې وشوې؛ ددې قانون یوه برخه نرخونه هم دي.
نرخ، څلی او تېږه د پښتنو منځ کې د ورانې د جوړولو هغه پریکړه ده چې سپین روبي او قومي مشران یې د دوو کورنیو، قومونو مخالفو… ترمنځ د روغې جوړې لپاره کوي.
پښتانه تېږه کیږدي روغه وکړي
ماسره هیڅ نه کوي لار باڼه
حیات الله ګهیځ
نرخ داسې یوه پریکړه ده چې که ونه منل شي، د سر غړوونکي کور سوځول کېږي، ناغه ترې اخلي، له کلي سره یې مړی ژوندی پرې کیږي او ممکن هره ښه بده ورسره قطعه شي.
نرخ په ټوله کې د شوې پریکړې تطبیق دی چې هیڅ لوری یې نه ماتوي؛ خو کله چې بیا دا نرخ پر یوې ښځې تطبیقېږي؛ هله خو بیخي نشي ماتیدای.
(زور) یوه بله داسې کلمه ده چې د پښتونوالي د حاکم کلچر هغه برخې پکې نغښتي چې هره ناروا پکې روا شوې.
دا کلمه له ځواک ډېره د پرلپسې جرګو، پریکړو او نرخونو د اېښودو خبره راته کوي.
ویونکې راته وایي:
دلته چې د پښتنو کوم قانون (پښتونواله) تطبیقېږي، نه منل یې هیڅ ګټه نلري، بلکې بله جرګه کښیني او بله پریکړه کوي او کیدای شي، دا پریکړه تر هغې هم سخته او په هویتي بدنامه او درنه وي. مثلا ، وبه وايې، چې جرګه يې ماته کړه، بې پښتو ده، وینه يې پردۍ ده، پالنه يې سمه نه ده شوې او ….
د پښتونوالي درانه پته
زما پر خوله دې لاس نېوه، غرقه دې کړمه
دلته نرخونه همدومره زور لري، چې سپڼ به نه کوې او د هرې اصیلې لویه نښه دا ده چې د بهر ناستو شملورو خبره ومني.
ددې مسرې دویمه نیم بیتي موږ د خپلو خبرو سرته وړي.
هغه کس چې له بلې جینۍ/ ښځې سره نا مشروع اړیکه ونیسي، رسوا شي او بیا د روغې جوړې خبرې پیل شي، فاعل د ځان د خلاصون لپاره په کور ناسته لور/ خور د نرخ مطابق د زیان لیدلي او مدعي کورنۍ سړي چې تر ډېره یې یو یا دوه ودونه لرلي وي؛ ور ودوي.
دوث دیوث سړی یې، په میړه دې قبلومه
دې نیم بیتۍ کې نه دا چې د نه رضایت شدت شته او داسې شدت چې مخامخ یې په ښځو چلولو مخاطبوي؛ خو یو جالب پاراډوکس هم پکې ځلېږي.
متکلمه له ټولې نارضایتۍ سره سره د نرخونو زور ته تسلیمه ده؛ خو د پښتونوالې د همدې قانون له اړخه میړه هم چندان د کار، تورې او نر پښتون نه ګني.
د (دوث سړی یې) په عبارت کې د حاکم کلچر له مخې دغسې کور او خلک د سړیتوب، ناستو او سیالۍ جوګه نه دي.
دلته متکلمه یوازې دې ته نه ژاړي چې ګنې خوښه ناخوښه مې ونه پوښتل شوه او جرګې د بل په نوم کړم، بلکې راروانې زندګۍ، نورو سره مخ کېدو او د کورنۍ سیالۍ ته هم ګوري چې دغسې خلک بیا چیرته د نورو د سیالۍ وي.
که د میړه قبلولو پر ځای یې ویلای وای چې (ژوند درسره تېرومه) د( جرګې پریکړه نه ردومه) د (پلار/ ورور سترګې نه ټیټومه) څنګه وو؟
میړه قبلول تعهد دی، دا زموږ د همدې قانون مهمه برخه ده.
کله چې میړه شو، عزت، نوم، اولاد، ژوند او هر څه بیا د ځان نه د میړه لپاره کیږي. دلته د خپلو غوښتنو پر ځای د میړه غوښتنو ته اولویت ورکول کیږي.
مساپري په بي غمۍ کړه
زه پښتنه یم په نامه دې ناسته یمه
دا سمه ده چې پښتنې په اسانه نه ودېږي او ځکه خو متل دی:
په کور او واده کې به ډېر غور کوې.
مانا یې دا ده چې دا رشته که په اسانه نه جوړېږي؛ نو په اسانه ماتېږي هم نه.
کله چې دا اړیکه پیدا شي، که څه هم د دواړو لپاره ټولنه کې ویاړ دی؛ خو مسولیتونه یې لا ډېر او دوه اړخیز احتیاط پکې حتمي شي. هلک او جینۍ نه هغسې هر چا سره کیناستی، لیدای او ګرځیدای شي لکه تر واده مخکې چې و او نه هم هغسې د یو بل پر وړاندې بل زغملای شي نو ځکه وایي:
د پښتنو نرخونو زور دی
دَوس سړی یې په میړه دې قبلومه
ښاغلي ماهر احسانزي ته سلام او په درنښت!
ما یو ځل د سلمان روشدي مرکه واورېدله، چې پښتونولي ته ورته قوانین یې د کشميري په نامه یاد کړل، چې کېدی شي د سیمې په ډېرو خلکو کې ورته مسایل وي، نو د پښتونولي اغیز او عاقبت ته باید له بل اړخه وکتل شي.
په قرآن اعظیم الشان کې د سورة نسا په برخه کې د ثلاثه یعنې څلورو ښځو خبره شوې ده او سورة (یس) کې بیا ویل کېږې، چې موږ ښځینه خلق کړې کې، چې ځمکه آباده کړي، نفوس زیات کړي او په علم ځان سینګار کړي، نو که سم پام ورته وشي، نو پایله یې ډېره نرواکي او یا هم پښتونولي ته ورته ده، خو نران بیا وایي، ښځه د نرانو د خوشګزراني لپاره خلق شوې ده!
لږ تر لږه ۴۰ کاله مخکې مې له یو ملګري ډاکتره اورېدلي ول، چې د رابعه بلخي په نهم ټولګي کې یوې نجلۍ بلې ته خپل پنسل داسې اېښی وو، چې بله نجلې ناڅاپي پرې ناسته وه او پرده بکارت یې شړېدلې وه، چې د هغه وخت د قضاتو له فیصلې سره سم باید دغه نجلۍ د هغه متهمې ورور ته واده شوې وی، ځکه د دې ګواښ موجود وو، چې بل څوک واده نه ورسره کوي او متهمه بیا د قرباني شوې نجلۍ ورور ته په بدو کې ورنکاح شوه، نو زما په ګومان سیمییز منطق او عنعنات هم خپل اړخ لري، ځکه دغه نجونه زما له معلوماته سره سم پښتنې نه وې، مګر افغانې وې!
زما یو ملګری د هندوستان هندو وو، نو ما ته به یې کله کله د پټان په نامه ټوکې کولې، نو یوځ ورځ یې ویل، چې پټان خلک ډېر خطرناکه دي، نو ما ترې وپوښتل چې ولې، د ده ځواب دا وو:
سیک سې سیکو پټان سې ډرو
پټان یې دوستي ګاڼ کا خطره هې
پټان یې دوشمني جان خطره هې
نو کیسې یې ډېرې کولې، بله یې کوله: خون کا بدله خون اور … کا بدله …! نو انسانان ټول سره ورته دي، صرف د ظلم بڼه یې توپیر لري، چې نران ملامت پر دې دي، چې زحمت لکه خره وباسي، مګر نتیجه د مږي د ژوندانه هم نه ده، نو د افغانستان د نیمې پېړۍ انډوخر ته وګوری او نن سبا له تعلیم او زده کړې سره دوښمني ته!
د هر مملکت او هرې سیمې نېکمرغي د علم تر څنګ د زحمت ایستلو، یعنې د زړه له کومې کار کول دي او په ټولنه کې د هر فرد د عاید تضمین دی، مګر که ښځې د سرو زرو، د کوژدې، واده او تختجمي په سیالیو کې ډوبې وې، نو ولا که یې شل کړې! وسلام، ستاسو د بري په تمه!