Homeخبرونهپه افغانستان کې طبیعي پېښو په تېر یوه کال کې ۶۷۹ کسان...

په افغانستان کې طبیعي پېښو په تېر یوه کال کې ۶۷۹ کسان وژلي او تر ۱۶۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۱ مه) د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي چې په تېر یوه کال کې طبیعي پېښو په افغانستان کې ۶۷۹ کسان وژلي او ۱۶۳۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دې ادارې د پېښو د خطرونو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دې موده کې ۴۴ زره او ۹۱۸ کورنۍ له طبیعي پېښو اغېزمنې شوې دي. د ادارې په وینا، د دغو پېښو له امله کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو ته هم پراخ زیانونه اوښتي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، ۴۴۷۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۷ زره او ۶۶۴ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. همداراز، ۴۹۶ دوکانونه په بشپړ ډول او ۳۹۷ نور په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په دغو پېښو کې ۱۰۱ جوماتونه، ۲۸ ښوونځي او درې روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

د شمېرو له مخې، ۳۸۰۸ چینې او کانالونه، ۱۷۴۶ کیلومتره سړکونه، د برېښنا ۹۵ شبکې او ۱۹۵ پلونه او پلچکونه هم ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.

کرنیز سکتور هم د پام وړ زیانونه لیدلي دي. د ادارې په وینا، د ۷۲ زره او ۸۷۴ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات او د ۱۰ زره او ۴۳۸ جریبه باغونو محصولات له منځه تللي دي. دغه راز، ۶۸۵۶ لمریزې تختې هم ویجاړې شوې دي.

دې ادارې په خپرو شویو شمېرو کې د مړو او زیانونو شمېر د پېښو د ډول یا ولایت له مخې جلا نه دی ښودلی.

مرستې او د پېښو د مخنیوي اقدامات

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، دې ادارې او همکارو بنسټونو یې په تېر یوه کال کې ۲۳۷ زره او ۱۹۸ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې برابرې کړې دي.

د ادارې په وینا، ۳۸۳ زره او ۱۳۳ نورو کورنیو په ټولیز ډول څه باندې یو میلیارد او ۸۶۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې هم ترلاسه کړې دي.

اداره وايي چې د پېښو د مخنیوي لپاره یې ۱۹۶ پروژې پلې کړې او ۲۰۵۰ زیانمن کورونه یې بېرته رغولي یا ترمیم کړي دي. همدارنګه، ۳۸۷ زره او ۱۷۷ کسانو ته د پېښو د خطرونو، د مخنیوي لارو او بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

دې ادارې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د ۱۳۹ هوکړه‌لیکونو د لاسلیک خبر هم ورکړی چې ټولیز ارزښت یې ۷۹ میلیونه او ۶۵۰ زره ډالره ښودل شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا د مرستندویې موسسې د راپور له مخې، د ختیځو ولایتونو اکثره کورنۍ، چې تېر کال د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، لا هم په خېمو کې اوسي او تر اوسه ورته اړینې مرستې نه دي رسېدلې.

ماینونه او ناچاوده مهمات

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د ماین‌پاکۍ او د ناچاوده مهماتو د خطرونو د کمولو په اړه هم شمېرې خپرې کړې دي. دغه مهمات لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د خلکو ژوند ګواښي.

د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۱۴۱.۶۵ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده مهماتو پاکه شوې او نژدې دوه میلیونه کسان د ماینونو او جګړې د نورو پاتې چاودېدونکو توکو له خطرونو خبر شوي دي.

اداره وايي، د عامه پوهاوي څه باندې ۱.۷ میلیونه توکي، چې د بېړنیو اړیکو شمېرې، بروشورونه او کتابچې هم پکې شاملې دي، وېشل شوي دي.

له دې اقداماتو سره سره، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې د پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې شته، په ځانګړي ډول د سېلونو، د ځمکې ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې.

د ادارې په وینا، د سرچینو او تجهیزاتو کمښت، ځینو سیمو ته د سړکونو له لارې د تګ ستونزې، د پېښو د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه او د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو ترمنځ کمزورې همغږي هغه ننګونې دي چې لا هم ورسره مخ دي.

د پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۳مه لمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...