یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ انسان تر ږغ چټک الوت وکړ

په دې ورځ انسان تر ږغ چټک الوت وکړ

تاند – د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۱۴ مه د لومړي ځل لپاره انسان تر ږغ چټک الوت وکړای شو.

د امریکا د هوايي ځواک پېلوټ چک ییګر (Chuck Yeager) یوه ازمېښتي الوتکه (Bell X-1) په ۴۵۰۰۰ فوټه ارتفاع کې تر ږغ چټکه والوزوله. دی په دې توګه لومړنی انسان شو چې د ږغ پوله یې ماته کړه.

تر ږغ چټک هغه سرعت ته ویل کېږي چې چټکوالی یې په ثانیه کې تر ۳۴۳ مترو ډېر وي.  تر ږغ ټیټ سرعت ته ماک (Mach) وايي چې د ږغ له سرعت سره برابر دی.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې امریکا د لومړي ځل لپاره تر ږغ پنځه برابره چټک توغندی په بري وازمایه.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) وویل، دا توغندی تېره اوونۍ وازمویل شو او له ۲۰۱۳ راوروسته دا د (HAWC) توفندو لومړنی ازمېښت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب