تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) په خیبر پښتونخوا کې، چې د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند تر واک لاندې ده، د بېړني حالت له اعلان څو ساعته وروسته د دغه ګوند پخوانی اعلی وزیر سهیل افریدي او د ګوند د ایالتي څانګې مشر جنید اکبر نیول شوي دي. د دغه ایالت بل پخوانی اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم د یکشنبې په ورځ په کور کې نظربند شوی دی.
له دې اعلان وروسته د خیبرپښتونخوا لسګونه زره خلک واټونو ته راوتليؤ پر پوځ او امنیتي ځواکونو د تیږو وارونه کوي او د پوځ پر ضد شعارونه ورکوي.
دې اقدام د صدراعظم شهباز شریف د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ سیاسي شخړه لا پسې سخته کړې ده. تحریک انصاف پر اسلاماباد تور لګوي چې د خیبر پښتونخوا د خلکو انتخاباتي حق تر پښو لاندې کوي. فدرالي حکومت په داسې حال کې بېړنی حالت اعلان کړی چې د دغه ایالت پر ادارې تور پورې کوي چې د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو مخه یې نه ده نیولې؛ خو تحریک انصاف دا تور رد کړی دی.
د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشرتابه په ایکس ټولنیزه شبکه کې د علي امین ګنډاپور د نظربندۍ خبر ورکړی او دا یې د ګوند د وېرولو هڅه بللې ده. ګوند ویلي چې دا اقدام د غندنې وړ دی او دوی به تر فشار لاندې رانه شي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.
په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان په داسې وخت کې شوی چې تحریک انصاف پر فدرالي حکومت فشار زیاتوي څو عمران خان له بنده خوشې کړي. دغه ګوند اسلاماباد ته د لاریون د تنظیمولو هڅې هم پیل کړې دي، چې له امله یې په پلازمېنه کې د احتمالي لاریونونو په اړه د حکومت اندېښنې زیاتې شوې دي.
پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د پوځ د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې د پوځیانو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی. دغه ایالت له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په ګډون د وسلهوالو ډلو د پرلهپسې بریدونو شاهد دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د دغه ایالت په ځینو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د پام وړ خراب شوی دی. د هغه په وینا، په ځینو سیمو کې وضعیت دومره خراب دی چې له ماښام وروسته خلک له خپلو کورونو نه شي وتلی.
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا ایالتي ادارې د وسلهوالو ګواښونو پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي. د شهباز شریف دفتر ویلي چې فدرالي کابینې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ایالتي حکومت قصدي نهګډون ته پام اړولی دی.
شهباز شریف کابینې ته ویلي چې حکومت نه شي کولای پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د پرلهپسې بریدونو په وړاندې بېپروا پاتې شي. نوموړي ټینګار کړی چې حکومت نه شي کولای یوازې ننداره وکړي.
اسلاماباد پر عمران خان د تحریک انصاف ګوند د وسلهوالو ډلو او افغان طالبانو د ملاتړ تورونه هم پورې کړي دي؛ خو تحریک انصاف او افغان طالبانو دواړو دا تورونه رد کړي دي.
تحریک انصاف: بېړنی حالت د خلکو پر ټاکنیز حق برید دی
د بېړني حالت د اعلان په غبرګون کې د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان دا اقدام غیردیموکراتیک بللی او ویلي یې دي چې د ایالتي خپلواکۍ او د اوسېدونکو اساسي حقونو ته ګواښ پېښوي.
نوموړي د دې پرېکړې د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا یوه خطرناکه سیاسي تېروتنه او غیردیموکراتیک ګام دی او د خیبر پښتونخوا خلک به یې ونه مني.
ګوهر علي خان زیاته کړې چې د خیبر پښتونخوا د خلکو ټاکنیز حق د هغوی اساسي او قانوني حق دی. د هغه په وینا، د خلکو د ټاکنیز حق په له پامه غورځولو، د ایالتي خپلواکۍ په کمزوري کولو او د فدرالي او ایالتي حکومتونو ترمنځ د شخړې په رامنځته کولو نه سوله ټینګېدای شي او نه ثبات راتلای شي.
تحریک انصاف ټینګار کوي چې فدرالي حکومت د ټاکل شویو استازو په څنګ ته کولو سره امنیت نه شي ټینګولای.
د عمران خان نژدې همکار او د تحریک انصاف ویاند ذوالفقار بخاري د بېړني حالت اعلان «د بېړني حالت تر نوم لاندې کودتا» بللې ده.
په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان سره څه بدلېږي؟
خیبر پښتونخوا د پاکستان د سیاسي کړکېچ او د وسلهوالو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پروت ایالت دی. دغه ایالت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند پیاوړی مرکز دی او له افغانستان سره ګډه پوله لري. د بېړني حالت اعلان د ایالتي خپلواکۍ، د خلکو د دیموکراتیک استازیتوب او د امنیت په اړه د فدرالي حکومت د تګلارې په تړاو نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، ولسمشر اصف علي زرداري د شهباز شریف په سپارښتنه او د فدرالي کابینې له پرېکړې وروسته په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت منظور کړی دی. د دې اقدام له مخې، د تحریک انصاف په مشرۍ د سهیل افریدي ټاکل شوې ایالتي اداره په عملي توګه له واکه ګوښه کېږي.
د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې د ایالت ګورنر به د یوه سلاکار پلاوي په مرسته چارې پر مخ وړي او دغه وضعیت به په لومړي پړاو کې شپږ میاشتې دوام وکړي.
د راپور له مخې، بېړنی حالت د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې اعلان شوی دی. دغه مادې په ځانګړو شرایطو کې، چې امنیتي ګواښونه یا د اساسي قانون د نظام ګډوډېدل پکې شامل دي، فدرالي حکومت ته په ایالتي چارو کې د لاسوهنې واک ورکوي.
حکومت تر اوسه دا اقدام د ټولو اساسي حقونو د ځنډولو په توګه نه دی وړاندې کړی. د پاکستان اساسي قانون د بېړنیو اقداماتو او د ګورنر د واکمنۍ لپاره د پارلمان څارنه او منظوري هم غواړي.