شاه محمود میاخېل
د پاکستان دولتي الزامات دا دي چې د دوی پخواني صدراعظم، عمران خان او د هغه ګوند دهشتګرد یعنې ترورست او د ترورستانو حمایت کوونکې دی ځکه دوی ۱۵۰ زره پاکستاني طالبان روزلي دي.
که د پاکستان د پوځ اوسني مشران، صدر او صدراعظم، په خپلو ادارو او سیاسي احزابو د ترورستانو د تقویه کولو الزام لګوي، بیا ولې دوی نور ملامتوي چې د تروریزم حمایت کوي ځکه د تروریزم وړې او شړې یې ټولې خپلې دي.
په حقیقت کې د پاکستان هر رژیم په تیرو پنځوسو کلونو کې د عمران غوندې، افراطي ډلې روزلې، تقویه کړي او هغوي یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په سیمه او نړۍ کې استعمال کړیدي.
د تروریزم ګټه او خټه د پاکستان د ریاست او پوځي راجاګانو خپله ده. د افغانستان د میلیونونو بیګناه انسانانو انتقام به ترې يو په شکل نه یو شکل خامخا اخستل کیږي.
د مارانو پاډوګر به په اخر کې خامخا په خپلو مارانو چیچل کیږي.