Home+له ارمانه تر میدانه | زلمی نصرت

له ارمانه تر میدانه | زلمی نصرت

دنمارک
که ټرمپ د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې یوه رښتینې خبره کړې وي، ښايي همدا وي چې وايي: «زه د امریکا ولسمشر یم او په نړیوال ډگر کې ستر مسؤلیتونه لرم؛ په دې حساب په افغانستان کې د ښځو د حجاب اغوستل او نه اغوستل زما مسؤلیت نه دی، دا د افغانانو خپله مسئله ده.»
بې له شکه، د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه اساسي پوښتنه دا ده چې افغانان څه ډول ټولنه، څه ډول نظام او د ژوند کومه بڼه غواړي. له بهر څخه د یوه نظام تپل، په تېره بیا هغه مهال چې د ټولنې د واقعیتونو  له میدانه سره سمون ونه لري، د ناکامۍ او ان ماتې له خطر سره مخ دی. د تېرو پنځو لسیزو تاریخ دا خبره په څرگنده راښيي چې موږ باید د ټولنې د بدلون په اړه د شته امکاناتو او واقعي شرایطو پر بنسټ فکر وکړو، نه د مدینې فاضله او خیالي ارمانونو پر بنسټ.
هڅه د بقا او پرمختگ لپاره اړینه ده؛ خو دا هڅه هغه مهال مثبت پایله ورکوي چې د شته امکاناتو، عیني واقعیتونو او عملي لارو په چوکاټ  او د ټولنې په بستر کې هدفمنده وي، نه دا چې یوازې د بې‌دانې بوسو د بادولو او بارولو په څېر بې‌حاصله خوځښت  او یو خیالي آرمان وي!
څوک وايي چې سوسیالېزم بد دی؟ څوک وايي چې جمهوریت بد دی؟ څوک وایې چې امارت بد دی؟څوک له عدالت، ډیموکراسۍ سوکالۍ امنیت، د شخړو له سیاسي حل، مصالحې او پخلاینې، مثبت بدلون، پرمختگ، اصلاحاتو او بیا رغونې سره مخالفت لري؟
څوک له دغو ارزښتونو سره مخالفت کولای شي، پرته له دې چې د انساني ژوند او عادلانه ټولنې له بنسټیزو اصولو سره ستونزه ولري؟
خو زما اصلي خبره دا نه ده.
اصلي مسئله دا ده چې د یوه آرمان درلودل او د هغه د تحقق وړتیا لرل دوه بېخي جلا خبرې دي.
د عدالت خبره کولای شو، خو باید دا هم وپوښتو چې عدالت څنگه تأمینېږي؟ د هغه د تحقق لپاره به کوم عملي میکانیزمونه رامنځته کېږي؟
د ډیموکراسۍ خبره کولای شو، خو باید وپوښتو چې ډیموکراسي به د کومو بنسټونو پر مټ او په کومو ټولنیزو او سیاسي شرایطو کې عملي کېږي؟
د امنیت خبره کولای شو، خو باید روښانه کړو چې امنیت به څنگه تأمینېږي، په کومو امکاناتو او د کومو بنسټونو په مرسته؟
د سولې او مصالحې خبره کولای شو، خو باید وپوښتو چې د خبرو اترو لوري څوک دي؟ گټې او موخې یې څه دي؟ کوم عوامل یې خبرو او جوړجاړيو ته هڅولای شي؟ او څه شی به هغوی دې ته اړ باسي چې یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي؟
دا پوښتنې ښايي د ښکلو شعارونو په څېر زړه راښکونکې نه وي، خو رښتینی سیاست همدلته پیلېږي.
زموږ ستونزه دا ده چې کله ناکله هیلې له سیاست سره، آرمان له عملې ډگر سره او شعار له پروگرام سره یو شی گڼو.
داسې طرحې وړاندې کوو چې پر کاغذ هر څه پکې ښکلي ښکاري: عدالت شته، آزادي شته، سوکالي شته، امنیت شته، ډیموکراسي شته، ثبات شته، کار،کور، ډوډۍ او کالي شته او یوه ایډیاله ټولنه مو په تمه ده.
خو کله چې وپوښتل شي چې دا هر څه به څوک عملي کوي؟ په کومو امکاناتو؟ د کوم ځواک او ملاتړ په مټ؟ په څومره وخت کې؟ له کومې لارې؟ او د کومو خنډونو او مقاومتونو په وړاندې؟ نو ناڅاپه ځوابونه پای ته رسېږي او د مسئلې د حل پر ځای د ملامت او سلامت په لټه کې شو.
هغه طرحه چې ټولنیز او سیاسي ملاتړ ونه لري، د پلي کېدو لازم امکانات ورته برابر نه وي، د ټولنې له واقعیتونو او د سیاسي ځواکونو له انډول سره سمون ونه لري او موخې ته د رسېدو روښانه عملي لاره ونه ښيي، هر څومره چې ښکلی هم وي، تر یوه سیاسي پروگرام ډېرې یوې خیالي سیاسي اتوپیا ته ورته ده.
او همدا هغه ټکي دي چې باید په پوره صداقت ورسره مخامخ شو.
موږ د شعارونو په ورکولو او د یوه ښکلي او سوکاله راتلونکي په انځورولو کې رښتیا هم فوق‌العاده استعداد لرو؛ ان ښايي ووایو چې په دې برخه کې له نړۍ هم مخکې یو!
راتلونکی په اسانۍ جوړوو؛خو د کاغذ پر مخ.
عادلانه ټولنه انځوروو؛خو په ویناوو کې.
ډیموکراسي تضمینوو؛ خو په اعلامیو کې.
د سوکالۍ ژمنې ورکوو؛ پرته له دې چې لگښتونه، اړین امکانات او د تحقق شرایط یې محاسبه کړو.
موږ د راتلونکي لپاره ښه شاعران یو؛ خو لا هم د هغه راتلونکي د جوړولو لپاره د اغېزمن سیاست او عملي پلان جوړونې مهارتونه نه دي پوره خپل کړي.
سیاست شعر نه دی. سیاست د ناممکن د ممکن کولو جادويي هنر هم نه دی؛ بلکې د ممکنو لارو او شته امکاناتو د پېژندلو، د محدودیتونو د درک کولو او د عملي پایلو د ترلاسه کولو هنر دی.
آرمان چې له عملي پروگرام سره د یوې ټولنې له میدان سره مل نه وي، یوازې شعار دی.
پروگرام چې ټولنیز ځواک او ملاتړ ونه لري، پر کاغذ یوه لیکنه ده.
او ټولنیز ځواک چې روښانه ستراتیژي او مشخص لوری ونه لري، له خپرې او بې‌موخې انرژۍ پرته بل څه نه دی.
نو راځئ، د دې پر ځای چې یوازې وپوښتو: «موږ کومه ټولنه غواړو؟» دا پوښتنه هم په جدي توگه  مطرح کړو:
«له هغو امکاناتو سره چې نن یې لرو، له همدې ځایه چې ولاړ یو، په دقیق ډول څنگه کولای شو یو گام هغې ټولنې ته ورنږدې شو چې غوښتونکي یې یو؟»
ښايي دا پوښتنه د ښکلو شعارونو په څېر زړه راښکونکې نه وي؛ خو د سیاسي آرمان‌پالنې او واقعي سیاست ترمنځ توپیر همدلته څرگندیږي.
راتلونکی یوازې په ښکلو شعارونو نه جوړېږي؛ بلکې په هغو واقعي او عملي پروگرامونو جوړېږي چې د ټولنې له شرایطو سره سمون ولري، د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او د خپلو موخو د تحقق لپاره روښانه لارې چارې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...