تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د څېړنیز مرکز مشر عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر سختدریځې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا تګلاره نه یوازې په سیمه کې پراخ ملاتړ نه لري، بلکې په خپله په پاکستان کې هم له زیاتېدونکو نیوکو او شکونو سره مخ ده.
نوموړي په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د مسکو د وروستۍ غونډې دریځ څرګندوي چې سیمهییز ځواکونه له افغانستان سره متوازنې اړیکې او د خبرو اترو پر بنسټ تعامل غوره ګڼي. دغه غونډه د ترهګرۍ په اړه د اعلامیې د متن پر سر د اختلاف له امله له ګډې اعلامیې پرته پای ته ورسېده.
عبدالله خان خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان د کړکېچونو زیاتېدل د دغه هېواد سیمهییز دریځ کمزوری کولی شي. د نوموړي په وینا، اسلاماباد له سعودي عربستان سره د دفاعي ژمنو له لارې په لوېدیځه اسیا کې د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي، خو په ورته وخت کې په خپله شاوخوا سیمه کې خپل ځایګی له لاسه ورکوي.
هغه په یمن کې د پاکستان د پراخې ښکېلتیا احتمالي پایلو ته په اشارې ویلي چې دا کار له ایران سره د اسلاماباد اړیکې نورې هم ترینګلې کولی شي او د پاکستان اړیکې به له خپلو څلورو ګاونډیو هېوادونو څخه له دریو سره له کړکېچ سره مخ کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره په خپله دغه هېواد کې هم محدود ملاتړ لري. د هغه په وینا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند، د فضلالرحمان په مشرۍ جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي او یو شمېر خپلواکو څېړنیزو مرکزونو د دې تګلارې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
عبدالله خان په پای کې ټینګار کړی چې اسلاماباد باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي او بدلونونه پکې راولي.