د ولس په غم کې ځان شریکول یوازې انساني عاطفه نه ده، بلکې یوه مهمه ټولنیزه او اخلاقي وړتیا هم ده. انسانان چې په یوه ټولنه کې ګډ ژوند کوي، نو د یو بل له خوښیو او دردونو بې پروا نه شي پاتې کېدای. په یوه سالمه ټولنه کې د یوه انسان دړد د نورو د وجدان پوښتنه هم راپورته کوي.
بیا چې خبره د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د ساتنې شي، نو د ولس او حکومت ترمنځ ګډ مسؤلیت لا ډېر اهمیت پیدا کوي. ولس تمه لري چې مشرتابه به د بحرانونو پر مهال د خلکو ترڅنګ ودرېږي، خپل دریځ روښانه کړي او د هېواد د اساسي ګټو په اړه له هر ډول ابهام څخه ډډه وکړي.
خو ستونزه هغه مهال راولاړېږي چې چارواکي او سیاسي څېرې د مهمو ملي مسایلو پر وړاندې چوپ پاتې شي، له څرګند او روښانه دریځ نیولو ډډه وکړي او یا خپل موقف د مبهمو څرګندونو تر شا پټ کړي. په داسې حالت کې د ولس په ذهنونو کې ګڼې پوښتنې راټوکېږي:
ولې مشرتابه رڼا ته نه راوزي؟ ولې د خلکو اندېښنو ته روښانه ځواب نه ورکول کېږي؟ او ولې په داسې حساسو شېبو کې، چې ولس د وضاحت او ډاډ تمه لري، چوپتیا واکمنه وي؟
چوپتیا تل د بېطرفۍ معنا نه لري؛ کله ناکله چوپتیا پخپله یوه جدي پوښتنه راولاړوي.
ولس حق لري چې د خپل مشرتابه د دریځ په اړه وضاحت وغواړي؛ ځکه د ملي مسایلو په حساسو شېبو کې ابهام د ولس باور کمزوری کوي او خلک د شکونو او بې باورۍ پر لور بیايي
رهبري دا نه ده چې د واک پر څوکۍ کښېنې، د خپلپالنې او انډیوالپالنې کړۍ پیاوړې کړې او په قصدي توګه د هېواد او ولس له دړدونو ځان ناخبره وښیې.
رهبري دا ده چې رڼا ته راووزې؛ د ولس چیغې، فریادونه او ژړاوې واورې، د خلکو درد په خپل وجدان کې احساس کړې او د هغوی د اندېښنو پر وړاندې روښانه، مسؤولانه او زړور دریځ ونیسې.
ځکه ولس یوازې د رهبرانو خبرې نه اوري؛ د هغوی چوپتیا هم څاري. په حساسو شېبو کې د مشرتابه دریځ، د هغه د مسؤلیتپالنې، ولسپالنې او ملي ژمنتیا څرګند انځور وړاندې کوي.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۲مه