Homeخبرونهپه خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر ضد پراخ لاریونونه؛ سیاسي...

په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر ضد پراخ لاریونونه؛ سیاسي مشران یې غیرقانوني بولي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په ورځ او تېره شپه د بېړني حالت د اعلان پر ضد پراخو لاریونوو دوام درلود او د اعتراضونو لمن لا هم پراخېږي.

د پاکستان د ملي شورا د اپوزیسیون مشر او د «تحریک تحفظ آیین پاکستان» غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون، په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د حکومت دغه پرېکړه په کلکه وغندله.

اڅکزي ویلي، دوی لا هم له حکومت سره خبرو ته چمتو دي، خو په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان او د والي واکمني هېڅکله نه مني او د دې پرېکړې پر ضد به خپل اعتراضونه پراخ کړي.

هغه ویلي: «په ټول پاکستان کې که کوم حکومت د اساسي قانون له مخې جوړ شوی وي، هغه د خیبر پښتونخوا حکومت دی. دا اقدام د اساسي قانون خلاف او غیرقانوني دی. ټول هغه کسان چې په پاکستان کې د قانون او اساسي قانون ملاتړ کوي، باید میدان ته راووځي.

ادعا کېږي چې د پاکستان په انتخاباتو کې، چې په نتیجه کې یې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند ایتلاف واک ته ورسېدل، درغلي شوې وه او په حقیقت کې انتخابات تحریک انصاف ګټلي وو.

اپوزیسیون وايي چې مرکزي حکومت ادعا کوي چې د ناامنۍ له امله یې د خیبر پښتونخوا حکومت لرې کړی دی. که داسې وي، نو لومړی باید د بلوچستان حکومت لرې شوی وای، ځکه هلته ناامني لا ډېره ده. نه د پاکستان پوځ خوندي دی او نه عام خلک، خو د هېچا خبرو ته غوږ نه نیول کېږي. تاسې د بلوچستان حکومت نه لرې کوئ، ځکه هلته مو د خپلې خوښې اعلی وزیر پر واک ګومارلی دی.»

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر بېرېسټر ګوهر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د پاکستان د فدرالي حکومت دغه اقدام غیردیموکراتیک او استبدادي بللی دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان ویلي، دا ډول ناڅاپي اقدامات ستونزې لا پېچلې کوي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان هم ټینګار کړی چې د هغه حکومت لرې کول چې د ایالت خلکو ټاکلی وي، دیموکراسۍ ضد او زیانمن اقدام دی.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان فدرالي حکومت د دغه هېواد د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د ټینګولو اعلان وکړ.

د دې پرېکړې له مخې، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي، وزیرانو، جګپوړو چارواکو او نورو اړوندو مسوولانو واکونه سلب شوي او صلاحیتونه د دغه ایالت والي فیصل کریم کونډي ته سپارل شوي دي.

همداراز، د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي ادارو د مرستې لپاره د پاکستان د پوځ د ځای پر ځای کولو امر هم شوی دی.

د پاکستان د فدرالي حکومت د قانون وزیر، اعظم نذیر تارړ ویلي، دا جدي اقدامات په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله شوي دي. هغه زیاته کړې چې د ایالت د چارو د سمبالولو لپاره یوه ۱۱ کسیز شورا هم جوړه شوې ده.

په همدې حال کې، پرون د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کریم کونډي په مشرۍ د دغه ایالت په مرکز پېښور کې غونډه وشوه. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د ایالت پوځي قوماندانان او د نوې جوړې شوې شورا غړي هم په دې غونډه کې حاضر وو.

محسن نقوي له غونډې وروسته رسنیو ته وویل: «موږ به خپله حوصله له لاسه ورنه کړو. په دې لاره کې به له ښو او بدو حالاتو سره مخ شو، خو د هر ډول پایلو لپاره چمتو یو. له دې وروسته به فدرالي حکومت او د خیبر پښتونخوا اداره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جدي او اغېزمن اقدامات وکړي او په دې برخه کې به بریالي شي.»

په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته وضعیت ترینګلی شوی دی. په دغه ایالت کې د ګرځنده ټیلیفونونو د مخابراتي شبکو او انټرنېټ په خدمتونو کې هم ګډوډي رامنځته شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې پولیسو د دغه ګوند د اعلی وزیر سهیل افریدي په ګډون کابو ۲۸۰ غړي نیولي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي او د «تحریک تحفظ آیین پاکستان» غورځنګ ویاند اخوندزاده حسین ویلي: «د خیبر

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان او د والي د واکمنۍ ټینګول د خلکو د حقونو او رایې پر ضد اقدام بللی او غندلی یې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ناشناس وروستۍ مرکه| ډاکترخوشحال حبيبي

ما د ناشناس مرکه (له ناشناس سره مرکه، مالمو سويدن ١١ اپريل ٢٠٢٦) چي تر دغه عنوان لاندي خپره سوې ده او د سويډن...