جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهغيچې کړي ويښتان / لنډه کيسه/ لیکوال: ګلزار

غيچې کړي ويښتان / لنډه کيسه/ لیکوال: ګلزار

ژباړه: نسیمه بارې

لاله جې په دې ډېر خپه وو چې سپین سرې یې ویښتان غچې کړيوه خو دی یېنه پوښتلی او نه خبر کړی و،  تیره میاشت یې نږور د پلار کور ته تلله نو خواښې یی هم د ځان سره بیولې وه.

مایا دیوې خپله د لاله جې څخه د تلو اجازه واخیستله او لاله جې هم په ورین تندي اجازه ورکړه چې نږور به یې پر لارې یوازې څنګه د ماشوم او ځان پام وساتي. د نږور پلار یې يو تقاعد سوی جنرال وو او دوه ورونه يې اوس هم پوځ کې وو.

 جنرال صاحب چې یو لوړ مقام او نوم لرونکی کس وو نو زیات وخت د ملګرو میلمستیاوو ته تلی، مېرمن یی هم هر ځای ورسره تله چې ښه فېشن او موډ يې هم کاوه،هغه به ډیره سینګار کړې ګرځیده او ویښتان به یې نوي نوي سټایل جوړول. دا وارې هغې د مایا دیوې ویښتان هم ور غچې کړي وو.

کله چې هغه دوې اونۍ وروسته د ممبيي نه راغله نو لاله جې يې په لیدو حک حیران سوو…دا دې په ویښتینو څه کړي؟؟؟؟

خیښې د ځان په شان راغچې کړل،ددې په ویلو مایا وخندل، کله چې د مېړه مخ ته ورپام سو نو خندا يې ورکه سوه، هغه د خاوند په طبیعت او نظر پوهیدله ځکه دهغه سره د اوسیدو ۴۸ کلنه تجربه یې درلودله. په کرار ږغ یې خاوند ته وویل چې ویښتان به مې بیرته راسي اوږده به سي، لاله جې هیڅ هم ونه ویل او پټه خوله کوټې ته ولاړ.

ماخستن د ډوډۍ په وخت یی هم څه ونه ویل، منوج د لاله جې زوی وپوښتل چې څه سوي دي،ولې مې پلار خپه معلومیږي خو چا څه ونه ویل، اخر مایا دیوې ترې وپوښتل څه خبره ده ولې چپ یې؟ناروغه خو به نه یې؟ لاله جې سوړ اسويلی وکېښ، ورته ويې وویل؛ ستا ویښتین خو ډیر ښایسته وه ولې دې غچې کول؟ او زه دې خبر لا نه کړم؟.

منوج په مسکا سره خپلې کوټې ته ننوت او ويې ویل پلار مې تر اوسه د مور د غچې سويوویښتانو ویر کوي!؟ اویا او دوه اویا کلن سوو خو تر اوسه یې طبیعیت عاشقانه دی!

منې د منوج ښځي چې خپل اوږده ویښتان ږمونځول نو په خندا یې میړه ته ورغبرګه کړه آیا د مور او پلار جان د مینې واده وو؟؟نه نه زما د مور واده خو زما مخ ته وسو..څه؟؟؟

هو! دواړه د کور نه تښتیدلي وه او په محمکه کې يې واده کړی وو نو څلور پنځه کاله وروسته زه پیدا سوم. زما د پیدایښت وروسته مې مور او پلار نیکه او انا وبخښل.

کله چې مې مور د پلار کور ته لاړه نو نیکه مې پلار د کور نه ویست او ورته ويې ویل چې ورسه ورا راوله او زما لور بوځه، نو په همدې طريقه واده وسو، زما سم نه دي ياد خو د واده انځورونه سته دی.

د لاله جې پخوانی عادت وو چې د ډوډۍ خوړلو وروسته به قدم وهنې ته وتۍ او پر لارې به یې یو دانه پان هم نوشې جان کاوه،خو دا ورځ هغه د پان له دکانه د پان خوړلوپرته کور ته راغی. دې کوچنۍ خبرې يې پر طبیعت اغېزه کړی وه، ويل به يې دا زما حق و چې خبر کړی يې وای، داسې و لکه يو قيمتي شی چې يې ورک کړی وي.

کله چې منوج نړۍ ته راغلې نو د میرمنې مینه یې ورسره د اول په شان پاته نه وه، ډېر کارونه به يې هم خپله کول، مېرمن يې د منوج سره ډېره بوخته وه، نويوه ورځ يې ورته وويل ګوره ښځې! دا منوج خو زما او ستا ترمنځ فاصلې جوړې کړې نو میرمني یی په ځواب کې داسې وویل پوره اته پوټه ماشوم دی نو دا فاصلې نه سې پيدا کولای.

ښه سمه ده اوس زه څه شې واغوندم چې د ملګرې کور ته ځم، ګوره نکټايي خوتر غاړي مه تړه هیڅ ښه نه درسره ښکاري،دسمال دې پر اوږو که.

یو څو کاله وروسته پنکې پیدا سوه نو مایا دیوې نوره هم مصروفه سوه او ډوډۍ یې په مزدورۍ پخوله خو دال بیا هم لاله جي د مایا د لاس خوړۍ، که چیرې بل چا پاخه کړي وای نو په خوړلو یې لاله جې پوهیدی. مایا دیوې په دې افتخار کاوه چې خاوند یې د لاس پوخ کړی دال ژر پیژني. یوه ورځ په ډوډۍ کې یو اوږد ویښته راووتۍ نو لاله جې سمدستې مزدورۍ ته ځواب ورکړ او مایا دیوې ته یې وویل که ستا د سر ویښته وایی ما هیڅ نه ویل او ستا ویښته مې په بټوه کې له ځان سره ایښودي خو دا چې د مزدورې د سر ویښته دی دا نسم زغملای، هغې ته ووایه که کار کول غواړې نو ویښتیان دې وخریی.

توبه دا څه وایې هغه کومه کونډه ده چې سر وخریي!؟.

نو بیا یو نارینه مزدور پیدا که،بس هم هغې ورځې وروسته یی نارینه مزدور په کار ودروی. خو کله چې یې نږور کور ته راغله نو ډوډۍ هغې خپله پخوله. یوه ورځ لاله جې و نږور ته هم وویل لورې! کله چې ډوډۍ پخوې نو ویښتان دې مه ایله کوه ځکه پر سترګو دې راګرځي او د کار مزاحمت دې کوي.

مایا دیوی پوه سوه چې هغه و نږور ته دا خبره په څه خاطر وکړه،بیا یې هم څه ونه ویل.

درې څلور ورځې لاله جې هم داسې خپه خپه وو او په دې هر څه مایا دیوې ډیره خوشحاله هم وه چې میړه یې په دا عمر کې هم مینه ورسره لري او په دې خبره خپله خوابدتیا ښیي.

د اونې په تیریدو هم د لاله جې د دماغه هغه خبره ونه وته او کرار کرار یې د مایا دیوې سره خبرې کول هم پریښودل نو مایا هم پدې څه خپه سوه. دا د دې عمر خپګان خو یې د ځوانۍ د خپګان لا ما ځوریي. د ډوډۍ پر میز به ټول سره راټول سول خو لاله جې به په پټه خوله ډوډۍ وخوړله او قدم وهنې لپاره به ووتۍ،اوس به هغه ډیر ژر کور ته راتلۍ. مایا دیوې یوه ورځ پوښتنه ځنې وکړه چې اوس خو دې قدم وهل او تمرین کولو وخت کم کړی، هو اوس ژر ستړۍ کیږم.

په کور کې د پخوا په شان خندا او خوشحالي نه وه یو ډول د خپګان فضاء به جوړه وه. یوه ورځ منوج و پلار ته وویل چې پلاره ته دې د عینکو دا پخوانۍ نقشه باید بدله کړې ځکه اوس ډیر نوي او جدید ډیزاینونه راغلي دي.

دا کوم د عینکو ډیزاین چې اوس ما پر سترګو کړی دا ستا د مور په خوښه دی.

منې په حیرانتیا سره وویل د مور د خوښې ډیزاین؟

هو،دهغې د عینکو ګول ډیزاین نه خوښیده نو ما هم دا چورس ډیزاین دهغې په خوښه جوړ کړ او بیا یی تور رنګ عینکې نه وې خوښې نو مې نسواري رنګ عینکې واخیستلې.

یوه ورځ ټولو ډوډۍ خوړله نو لاله جې د مایا وخوا ته مخ ورواړوی او ترې يې وپوښتل، نن تا دال پخ کړي،د مایا سترګې له اوښکو ډکې سوې، نږور یې پوښتنه وکړه چې تاسو څنګه پوهه سواست چې نن دیګ مور پخ کړی؟

لورې ستا د خواښې په پاخه سويو خواړو کې یو ډول خوند وي او د لاسونو خوشبوی یې پکې وي.

لاله جې اوس هم هغسې خپه وو او خوابدۍ کی یی هیڅ بدلون نه و راغلی، نو یوه ورځ یی نږور بخښنې سره ورته وویل چې پلاره زه بخښنه غواړم چې د مور ویښتان مې مور غچې کول (هغې دواړو مور او خواښي ته مور ویل). د یو مصنوعې مسکا سره یی خسر وویل چی لورې ځنې وختونه ځنې خبرې ډیرې عادي یې او نه هم په ویلو او کولو نړۍ د یوې خوا نه بلې خوا ته کیږي، خو هسې د ژوند خوند په جوړ یي. موږ سپین ږري سوي یو خو بېګانه نه یو سره.

یوه ورځ لاله جې وویل چې هغه څو ورځې د لور پنکې کور ته دهغې لیدو ته ځي او په دې بهانه به مې طبیعت هم لږ سم سي. منوج یی پر پلار ټوکه وکړه او ورته وویل چې ځه ښه ده دهغه وخته به د مور ویښتان هم یو څه اوږده سي.

پنکې په جبل پور کې واده وه،مایا دیوې و لاله جې ته وویل چې ګوره ژر بیرته راسه او د لور په کور کې ډیر پاته کیدل ښه کار هم نه دی.دوې ورځې،څلور ورځې،شپږ ورځې او یوه اونۍ تیره سوه خو لاله جې تر اوسه لا جبل پور ته نه وو رسیدلی،د لاله جې کورنۍ یې پلټنه پیل کړه، خدای ج مه کړه په لاره کې د کومې حادثې سره مخ سوې نه یې؟ که چیرې داسې یو څه سوي وای نو لاله جې به خامخا خبر راکړی وای،کله چې یې کورنۍ ډیره ناامیده سوه نو څارنوالۍ یې په خبره کړه او په ورځپاڼو کې یې د لاله جې د ورکیدو خبر خپور کړ.

د دوو میاشتو په تیریدو هم د لاله جې په هکله هیڅ ډول معلومات تر لاسه نه سول چې یوه ورځ ناببره کورنۍ يو ليک ترلاسه کړ. لیک د بدرې ناته د (اولډ هاوس)د زړو ساتونکو کور نه راغلی وو. لاله جې ډیر سخت ناروغه وو او یو پنډت یې د ورځني یاداشتونو د کتابچې نه د کور ادرس اخیستی وو او لیک یی کورنۍ ته ور استولی و.

کورنۍ چې یی ورغله نو لاله جې د خبرو نه وو او په هغه سهار یې سترګې د تل لپاره پټې کړې،دهغه ږیره غټه او ویښتیان یې د لیونیانو غوندې غټ او پر مخ پراته وه. رنګ یې داسې خراب سوی وو چې څوک ځنې ویریدۍ.

مایا دیوې دلاسونو بنګړي مات کړل اود لاله جې مړي ته ورنږدې سوه او په غوږ کې یې ورته وویل!اوس ووایه چې ویښتان بیا غچې کم که نه؟اوس خو به یې خریم چې کونډه سوم…آه زما خوار قسمته په ما دې څه وکړل. او دا ځل مايا سر وخرايه خو د لاله جې څخه يې پوښتنه هم وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب