سړي پر وچې دړې د انسان کوپرۍ پورې وهله. د سترګو پوچه کاسه توره ښکاریده. ژامې یې ختلې وې، خوله یې ویړه ایسیده. کوپرۍ یې په بل اړخ کړه. د څټ هډوکی یې د غومبسې د ځالې غوندې سوری سوری و. لکه ویرې چې اخیستی وی، شاته یې ټوپ کړل.
د قبلې له لورې راالوتی باد تیز شو. سترګې یې پټې کړې. د شمال د پشهاری له کمیدو سره یې کوپرۍ ته وکتل، نه ښکاریده. وړاندې د شګو کوټه جوړه شوې وه.
له جیبه یې هنداره راوایسته په هنداره کې مخ سپیره ورته ښکاره شو. مخ یې وموښه، سترګې یې ژورې او ژامې یې وتلې ورته معلومه شوه.
پر څټ یې لاس تیر کړ. هنداره یې له لاسه ولویده او د لمر لویدو لور ته روان شو.
پای