د شپې تیارې کلی په تیارو کې پوښلی وي، د خټینو کرونو یوه خونه په تته رڼا رڼه وي. په خونه کې یوه پېغله د زرتارو او مریو په رنګ کې ډوبه ناسته وي. پېغله په څو رنګو کې غاړي، دسمالونه، جامې او وټي اوبدي او یا یې ګنډي.
د پېغلې مخ ته، زرتار، د خامکو ګوټکې، مرۍ او رخطونه پراته وي، په نازکو ګوتو او ستړو لاسونه تر نیمو شپو ګنډل او اوبدل کوي او بیا هر اوبدلی او ګنډلی توکی منظم ټول کړي په دسمال کې یې ونغاړي.
دا یې د ګنډلو اخري سپم نه وي چې دا یې کاږي، نور بلا ګنډل او اوبدل به هم کوي او همدا په ستړیاوو او بې خوبي جوړ شوي توکي د کردار په نوم خسرګنۍ ته ور وړي.
کردار فارسي کلمه ده، چې د کار او عمل په مانا استعمالېږي، خو په ځينو پښتنو سیمو کې د ناوې د جهیز هغې برخې ته وایي چې ناوې یې د خسر کورته ډالۍ وړي. په اکثره سیمو کې کردار د ناوې لاسي هنر ته وایي، چې دلته هم د کار او عمل په مانا راځي.
په کلیو کې د پېغلو لوڼو میندې مخکې له واده آن، چې د واده خبره هېڅ شوې هم نه وي، په خپلو لوڼو لاسي کارونه کوي، چې د واده په وخت کې د کردار له باره بار سپک وي.
کله، چې ناوې د زوم کور کې کښته کړي او د واده شور کم شي، د پلار لخوا ناوې ته د کور ورکړي اسباب مېلمانو ته ښکاره کوي ، چې په دې کې د کردار توکي هم شامل وي.
د کردارپه توکو کې، نارینه ګنډلې غاړې، ښځینه ګنډونه، ګنډلي کالي، خامکي دسمالونه، په مریو اوبدلي ګڼډونه، تزیني توکي، وټي، دېوالي پردې، د بالښت پوښونه، د زرتارو غاړې، لاستوڼي، ورښمین دسمالونه، نارینه او ښځینه جوړ کړي افغاني جامې او نور توکې وي. دا توکې هر کس ته ځانګړي راوړل شوي وي، چې د د خواښې او خسر د خپلوانو، لېورونو، د لېورونو د ښځو او ایندرندو برخه پکې درنه وي.
موږ اکثره اورو، په ودونو کې د نجلۍ کورنۍ د هلک په کورنۍ اضافي بار ږدي، خو داسې نه ده، په کلیو کې داسې رواجونه پالل کېږي، چې دواړو خواو ته زیان رسوي. له دغو درنو راوجونو یو هم کردار یا برخه ده، چې نجلۍ کورنۍ یې برابروي او پس له واده یې د هلک د کورنۍ په غړو او خپلوانو ویشي.
د کردار ویشل تر ډېره وخته دوام کوي او کله چې د ناوې کورته د خپلوانو داسې کس راشي چې واده ته نه وي راغلي، نو ناوې اړ ده چې هغه کس د کردار له توکو یو دسمال یا بله ډالۍ ورکړي او که داسې نه کوي د هغه خسرګنۍ اړ ده، چې د ناوې په ځای هغه کس ته ډالۍ ورکړي، چې تر ټولو عام رواج ګنډلي یا ورښمین دسمالونه دي.
په ودونوو کې د نورو درنو رواجونو په کتار کې کردار هم راځي او د ناوې کورنۍ هڅه کوې، چې کردار ښه توکي برابر کړي او که ښه توکې نه وي بیا یې لور ته پیغور ورکول کېږي، چې کردار یې ښه نه وو.
کردار هم لکه ولور دواړه لورې زیامنوي. د نجلۍ کورنۍ لوړ ولور اخلي، چې د هلک کورنۍ ډېره زیامنوي او د لوړ ولور په بدل کې د نجلۍ کورنۍ مجبوره ده ښه جهیز او کردار ناوې ته ورکړي.
بل زیان یې صحي دی، چې له واده مخکې د ناوې او د هغې دې کورنۍ نورې نجونې د کردار د توکو په جوړلو کافي انرژي او وخت ضایع کوي او هم همدغو توکو ګڼدل د سترګو، لاسو او ملا دردونه نجونو ته پیدا کوي. بل یې دا زیان دی، که دا توکې د خسرګنۍ د قناعت وړ نه وي، ناوې به ټول عمر پیغورونه ګالي،چې ناوې ته رواني ستونزې هم پیدا کیدای شي او همدا ستونزې د کورینو شخړو سبب هم کېږي.
په عام ژوند کې د ډالیو راکړه ورکړه، د خپلوانو او دوستانو تر منځ مینه او صمیمیت ډېره وي او کردار هم همدې لپاره ناوې له ځان سره راوړي، خو د ډالیو دا بار ډېره زیات دی او که د توکو کیفیت ښه نه و، نو ناوې ته ستونزې جوړېږي.
په کلیو کې د ناوې کورنۍ لوړ ولور اخلي او بیا مکلف دي، چې لور ته د کور وسایلو سربېره کردار هم برابر کړي، چې دلته دواړه کورنۍ له اقتصادي اړخه زیان ویني او بې ځایه مراسم او راجونونه د واده خوند او د ناوې او زوم ګډ ژوند بې رنګه کړي.
هغه کورنیو، چې ډېر ولور اخلي او بیا لور ته په هماغه پیسو کور او کردار برابروي، ښه به دا وي، چې کم ولور واخلي او د بې ځایه رواجونو له پاللو ډډه وکړي نه به دواړه کورنۍ زیان ویني او نه به ناوې او زوم د بې ځایو مصارفو د بار لاندې بې رنګ او بې خونده ژوند تېروي.
واده د پېغلې او ځوان د راتلونکې ژوند د ارمانو د پوره کېدو بنسټ دی او دغه حیاتي رشته اکثره د بې ځایه مراسمو او رواجونو ښکار شي او بیا تر پای د ګډ ژوند له خونده بې برخې وي. هیله ده بیا ځوانان او پېغلې د رواج په اور ستي نه شي او د دوی ګډ ژوند د ګلابونو په رنګ رنګ وي.