شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهحامدکرزی؛ښځو ته باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره شي

حامدکرزی؛ښځو ته باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره شي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۸مه】د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي اتم د مارچ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پېغام کې ویلي، د ښځو لپاره باید د پرمختګ او فعاله ګډون زمینه برابره شي.

حامد کرزي دغه پېغام کې ویلي، د افغانستان حال او راتلونکی د ښځو مانا لرونکي ګډون ته اړتیا لري.

نوموړې د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

پخواني ولسمشر د ازادي غوښتونکو مبارزو، فرهنګي ودې او ټولنیزو بدلونونو په برخه کې د ښځو رول ستایلی او ویلي یې دي چې، دوی (ښځو) د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د نارینه‌وو ترڅنګ، خپل رسالت په ښه توګه ادا کړی دی.

کرزی داسې مهال د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې د پرانیستې غوښتنه کوي چې، د طالبانو د حکومت ویاند تازه ویلي، په افغانستان کې ښځې له فزیکي او رواني اړخه خوندي دي.

ذبیح الله مجاهد د ښوونیزو دروازو د پرانستې په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته د هېواد مشهورې سندرغاړې نغمې هم هیله ښودلې چې، افغان نجونې به د تعلیم او کار حقونه ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...