شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهنغمه؛ هیله لرم چې افغان نجونې د تعلیم او کار حق ترلاسه...

نغمه؛ هیله لرم چې افغان نجونې د تعلیم او کار حق ترلاسه کړي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۱۷مه】 د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ښاپېرۍ نغمه د مارچ اتمې په مناسبت په یوه وېډیویي پیغام کې افغان نجونو ته د ښه ژوند هیله کړې ده.

هغه زیاته کړې: “اتم د مارچ د نړۍ ټولو په ځانګړي ډول د خپل وطن زورېدلو او کړېدلو میندو ته مبارکي وایم. هیله لرم چې زموږ د ګران وطن خویندې میندې هم لکه د نورو وطنونو د ښځو په څېر له حق حقوق نه برخورداره شي.”

ښاپېرۍ نغمې په پیغام کې هیله کړې چې افغان نجونو پرمخ د تعلیم تړلې دروازې خلاصې او دوی خپلو نیمګړو هیلو ته ورسېږي.

بل لورته نن د مارچ اتمه،په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون په نامه نمانځل کېږي.

په دې مناسبت د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو، نړیوالو ادارو او فعالانو د پیغامونو په سر کې له افغان ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند یادونه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار رسنیو ته ویلي چې، دوی د افغان ښځو د حقونو له پلوه ډېره اندېښنه لري.

د نوموړې په وینا “سږکال چې موږ د ښځو نړیواله ورځ نمانځو، د بشري حقونو د څار سازمان په ځانګړي ډول په ټوله نړۍ کې د استبداد له لوري د ښځو حقونو ته پر ورپېښ ګواښ تمرکز کوي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...