Homeخبرونهپه خلیجي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ نوې څپه؛ د تودوخې درجه...

په خلیجي هېوادونو کې د سختې ګرمۍ نوې څپه؛ د تودوخې درجه ۵۰ ته رسېدلې

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۸ مه) په متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې د سختې ګرمۍ نوې څپې له امله د هوا تودوخه په ځینو سیمو کې د سانتي‌ګراد ۵۰ درجې ته نژدې شوې او یا ترې لوړه شوې ده.

د متحده عربي اماراتو د هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي، چې د هېواد په ډېرو داخلي او صحرایي سیمو کې د تودوخې درجه د پام وړ حد ته لوړه شوې ده. د ابوظبي په الشوامخ سیمه کې تودوخه تر ۵۰ درجو اوښتې، په داسې حال کې چې په دوبۍ، العین او نورو داخلي سیمو کې هم د سختې ګرمۍ دوام اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د فجیرې، او د اماراتو په ځینو ختیځو، جنوبي سیمو کې تر پنجشنبې پورې د تندر او برېښنا سره مل بارانونو، تېزو بادونو او دوړو امکان هم شته.

په سعودي عربستان کې هم د تودوخې د لا زیاتېدو اټکل شوی، په ځانګړي ډول په ختیځ ولایت، ریاض، دمام، الاحساء، حفرالباطن او صحرایي سیمو کې.

سعودي چارواکو له خلکو غوښتي چې د سختې ګرمۍ پر مهال له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او د اوږدې مودې لپاره د لمر له مستقیمو وړانګو څخه ځان وساتي.

د هوا پېژندنې د اټکلونو له مخې، د ګرمۍ دا څپه یوازې تر متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان محدوده نه ده، بلکې کویت، عراق، قطر، بحرین او د خلیج نورې صحرایي سیمې هم تر اغېز لاندې راوستلای شي. په کویت کې د تودوخې د اندازې په اړه اټکل شوی چې د سانتي ګراد تر ۴۸ درجو پورې به ورسېږي، په داسې حال کې چې د عراق په مرکزي او جنوبي سیمو کې به هم سخته ګرمي دوام وکړي.

کارپوهان وايي، د اقلیمي بدلونونو له امله په منځني ختیځ کې د سختې ګرمۍ څپه د زیاتېدو په حال کې ده؛ هغه وضعیت چې د خلیجي هېوادونو پر عامې روغتیا، د برېښنا پر مصرف او د خلکو پر ورځني ژوند د پام وړ اغېز کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....