د پاینده خان دوکان بند دی. زه چې ماشوم وم د کوڅې خلکو دا دوکان د پولیس د دوکان په نوم پيژانده. له ما سره به دا سوال و چې پاینده خان چې پولیس دی دوکانداري ولې کوي؟
ماته پولیس هاغه زمانه داسې څوک ښکاریده چې د خلکو مټې وراړولی شي، خلک په څپیړو وهلی شي، خلک بندیانولی شي نو ولې پاینده خان پولیسي پرې ایښې ده؟
هغه کلونه په یوه اوړي کې تر جشن مخکې پاینده خان د خپل دوکان ترڅنګ د شیریخ دوکان جوړ کړ، هاغه شنه او سپین نیونونه مې اوس هم ترسترګو کیږي چې کوڅه به یې رڼه کړې وه. د ده د دوکان زرغون نیون به ماته داسې ښکاریده لکه د تسبحو هغه غټه شب بینه دانه چې ما په ډیران کې پيدا کړې وه؛ د شپې به مې د خوب په ځای کې ورته کتل او سهار چې به تر بالښت لاندې نه وه شونډې به مې تر هغو مرۍ مرۍ کیدې چې دا دانه به مې مونده.
هاغه ورځ مې هم نه هیریږي چې د یوه نیون یو کونج تور شوی و بل کونج یې پړک پړک ځلیده بیا تر ډيرو دا څراغ جوړ نه شو ما ویل چې پاینده خان خو پولیس دی ولې یې غم نه خوري…
د دوکان دروازې ته ورنژدې شوم. له لرګیو پر دې جوړه دروازه داسې دوړې پرتې دي لکه کلونه کلونه چې نه وي خلاصه شوې. د دوکان دروازې ته د لویدلی سنګي چینایي کولپ زلفي هم زنګونو وهلې ده.
څيرمه مې یوه ماشوم ته پام شو چې نیغ نیغ راته ګوري، ورته ومې وویل:
-پوهیږې چې دا دوکان د چا دی
هلک شونډې بوڅې کړې له لمنې یې په تولیدلې مردکۍ پسې منډې کړې.
ماښام مې په جومات کې تر جمعې وروسته د ګذر له پخواني وکیل حاجي مراده د پولیس پاینده خان پوښتنه وکړه. ده پر خپلې سپینې څوکړې ږیرې لاس تیر کړ:
– کلونه مخکې چې لا د کندز ښار نه و محاصره پاینده خان ورک شو بیا چا ویل چې ایران ته یې ځان ایستلی وروسته یې کوروالو په راډیو کې د ورکو شویو خلک په پروګرام کې اعلانونه پسې وکړو خو حال یې رانغی..دوی هم دغه تیر کال ایران ته پسې کډه شول…
-بیا یې پاینده خان پيدا نه کړ؟
-غاړې مې دې خدای نه بندوي چې چا دا خبره کوله چې سړی د ایران سرحدي پولیسو ویشتلی…ایران ته ډير خلک ځي راځي..
د پاینده خان د دوکان خوا تیاره وه. پر پخې لارې د حاجي مراد د امسا ټکا وه، ده په سمتي راته وویل:
-یوه خو لا ویل چې ګور یې ور معلوم دی چې له نیمروز سره په سرحد کې یې خاورې پرې اړولي بل بیا ویل هلته شګي دي قبرونه ورکیږي…
پای