جمعه, اپریل 26, 2024
Home+زینې/اجمل پسرلی

زینې/اجمل پسرلی

پر تندي یې لاس کیښود:

«اوف د موبایل چارج په خلاصیدو دی»

« که زنګ ورته ووهم بیا به مې بستر کړي.. ډاکټر به وایي ښه خوره…»

سپینه ټوټه یې تر سر تاو کړه، کله چې یې غوټه ورکوله ګوتو یې زور نه اخیست. د کوچ پر ژۍ یې لاس تکیه کړ، پاڅید. پښو ته یې پام شول چې ګام  اوچت نه شي اخیستلی. زړه یې وکړ چې بیرته کښیني، خو تشناب ته یې ضرورت و.

د تشناب له وره سره یې زینو ته وکتل، ویې ټوخل، سم یې نه شوای ټوخلی، تشناب ته ننوت:

« پشي(ادرار) دې ډیرې خړې نه دي؟!»

لکه سیخ چې یې په مغزو کې ننوځي. پر تندي او غاړه یې لاس تیر کړ:

«ټوټه دې څه کړه؟»

د تشناب په هنداره کې یې خپلې ببرې سپینې ږیري ته ګوتې وروړې، د لاس شا یې د پرون په څير شنه وه، په ککرۍ کې پاتې څو ویښته یې داسې نیغ دریدلي و لکه شمال چې وهلي وي. تر کڅوړنو سترګو لاندې پوست یې کش ونیو، د سترګو رنګ یې نه شین ورته ښکاره شو، نه تور، نه زیړ.

د تشناب د وره په خوله کې یې دوهم منزل ته د ختلو زینو خواته بیا سترګې پورته کړې:

«یو ..درې..اووه..»

نورې ګرځیدلې زینې نه ښکاریدې. کوچ ته ورغی، سترګې یې د سر له درده پټې ونیولې.

په کوڅه کې غږ شو لکه خلک چې غالمغال کوي، بل ځل د موټر غرهاری شو، بیا دا غږ لرې شو، لرې شو، پسې ولاړ…

موبایل ته یې لاس وروغځاوه:

« وی د ده بیا چارج خلاص شو…خوب دې لکه چې وکړ»

« څه دې نه دې خوړلي..پرون دې خوږ چای وڅښه»

 د سر تړلې ټوټه یې له پښو سره پرته وه، وچې شونډې یې پر ژبه لمدې کړې، پایڅه یې پورته کړه:

« زنګون دې له څه شي سره لګیدلی؟!»

د خاورو ګرد یې تر سترګو شو چې پر مخ یې لویږي، ساه نیولی رانیغ شو، خوله یې خلاصه ونیوله چې ډيره ساه کش کړي. سترګې یې سره ولاړې سر یې کیښود، د سر درد یې هیر شو، خو ګومان یې کاوه چې ژبۍ یې له تالو سره نښلي او ساه یې له ستوني بیرته راستنیږي…

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب