یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد مېرمن د سرطان د درملنې لپاره هند ته تللی افغان جنرال...

د مېرمن د سرطان د درملنې لپاره هند ته تللی افغان جنرال کورونا وواژه

تاند(یکشنبه، د ثور۱۱) هندي رسنیو د هغه افغان جنرال د مړینې راپور خپور کړی چې د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره نوي ډیلي ته تللی و خو په خپله په کورونا مړ شو.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ډیلي پولیسو د افغانستان د ملي اردو د ۷۱ کلن متقاعد بریدجنرال محمدکریم وردک د درناوي مراسم په ځای کړل. د پولیسو په وینا د ده جنازه د ډیلي ګېټ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

متقادعد جنرال وردک ډیلي ته د دې لپاره تللی و چې د دغه ښار په یوه روغتون کې د خپلې مېرمن د سرطان درملنه وکړي.

د پولیسو یوه چارواکي، چې د جنرال وردک د تدفین په مراسمو کې یې مرسته کړې، رسنیو ته ویلي، نوموړی د اپریل په ۲۱ هند ته ورسېد او د ډیلي د نبي کریم سیمې په یوه هوټل کې یې واړول. د مېرمن د کورونا ازمېښت یې مثبت وخوت، او ده په خپله هم د کورونا کمزورې نښې لرلې خو ټیسټ یې ونه کړ. ده غوښتل چې د اپریل په ۲۴ بېرته افغانستان ته لاړ شي.

د پولیسو په وینا جنرال وردک د افغانستان د سفارت په مرسته وتوانېد چې خپله مېرمن د اپریل په ۲۳ مه بېرته افغانستان ته ولېږي خو د ده ناروغي یوه ورځ وروسته په هوټل کې سخته شوه،

پولیس وايي، د اپریل په ۲۴ له هوټل ورته ټېلفون وشو چې یو مسافر یې مړ شوی دی.

وروسته پولیسو د هند د بهرنیو چارو وزارت له لارې د افغانستان له سفارت سره سره خبرې وکړې او د دغه سفارت په همکارۍ یې د وردک له زوی سره تماس ونیوه خو له دې کبله چې د کورونا وبا پراخې خپرېدا هند ته د هغه د ستنېدو امکان سخته کړی جنرال وردک په هغه بڼه، چې ده وصیت کړی و، خاورو ته وسپارل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب