چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادباستاد شپون او استبداد/ اسدالله غضنفر

استاد شپون او استبداد/ اسدالله غضنفر

د نولسمې پیړۍ مشهور مفکر جان ستوارت میل چې د ازادي د ماهیت په باب یې ډېر غور کړی دی، وایي چې استبداد دوه اړخونه لري: یو د دولت استبداد دی چې لیکوال، منورین او نور خلک د لاسبرو موسسو او ارزښتونو پیروي ته اړباسي او بل د ټولنې استبداد دی چې له منل شویو چوکاټونو د راوتلو اجازه نه درکوي.

مونږ په خپل تاریخ کې دواړه استبدادونه په شدت سره احساس کړي دي . که څه هم کله کله د جرګو پریکړې منل شوې دي خو له لویه سره هغه د رحمان بابا خبره وه: چې یې زړه شي هغه کاندي پاچاهان.

هغوی چې قدرت یې په لاس کې و د ځان او خپل قدرت خلاف خبره یې نه زغمله. دوی په ټولنه کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کېدو له وېرې هم نوې خبرې ښې نه ګڼلې. هسې وایي چې د ایران قاجاري پاچا، ناصرالدین شاه، د اروپا له څو میاشتیني سفره وروسته خپل صدراعظم ته وویل چې : څو پورې زه ژوندی یم، د خدای په لحاظ د ټولنې د غربي کولو هڅه مه کوئ، په کرار مې پرېږدئ.

دولتي استبداد معمولا د غوړه مالو مامورینو او سانسورچیانو له لاسه یو په څو شي. استاد رفیع راته یو وخت ویل چې د داوود خان په جمهوریت کې د فولکلور په مجله کې یو نکل په دې وجه له چاپېدو پاتې شو چې د پاچا کلمه پکې راغلې وه.

سانسور چیان یا له وېرې، یا له ناپوهۍ او یا د ترفیع کولو په تمه هغه څه هم سانسوروي چې د قدرت خاوندانو ته پکې تاوان نه رسېږي.

غوړه مالان کله کله دومره افراطي شي چې په غوړه مالۍ کې تاوان وکړي. انځورګر هولبین همداسې یو څوک و. ده د پېغلې آن څېره دومره ښکلې انځور کړه چې د انګلستان پاچا اتم هینري د انځور له لیدو وروسته سمدستي له هغې سره واده وکړ خو آن هغومره ښکلې نه وه. پاچا شپږ میاشتې وروسته طلاق ورکړ او هولبین د پاچا له قهره د ځان د بچولو لپاره وطن پرېښود.

جان ستورات مېل د ټولنې استبداد د وګړیو د ازادي او ابتکار یو بل دښمن بولي. یوه ټوکه ده وایي چې ساپي ته طبیب وویل چې کوم ځای دې درد کوي؟ ده وویل: چېرته چې پینځو عزیزانو لاس کېښود. موږ چې د ژوند د ملګرې په انتخاب کې یا د خپل لباس په انتخاب کې ازادي نه لرو، عجبه نه ده که د بدن د درد انتخاب هم پینځو عزیزانو ته پرېږدو.

موږ په خپله قبایلي ټولنه کې له هغه چا سره چې مستقله پرېکړه او مستقل فکر وکړي، په درې ډولونو چلېږو: یو دا چې د نوي فکر خاوند ممکن بې اهمیته وګڼو. بایزید روښان چې یو څه نوې خبرې وکړې، جرګه جوړه شوه او هورې فیصله وشوه چې دا دومره ګډوډ خلک ګرځي، یو دې پکې بایزید وي.

پېغور مو بل غبرګون دی او که په پیغور هم ونه شوه، دریمه لاره د قتل ده. دا یوازې غریبي نه ده چې زموږ خلکو پردېسۍ ګاللې دي، بلکې د ټولنې د اکثریت استبداد هم مجبور کړي یو چې نورو سیمو ته وتښتو. ادم خان چې د مینې تور له وطنه وتلو ته اړ ایست، ویلي وو:

د ملکنډ د سر توتي وای

په اور ستي وای، تومتي نه وای میینه

په استبداد ځبلو ټولنو کې په ادبي و هنري لحاظ قالبي فکرونه او طرزونه ښه وده کوي. د قالبي طرز او فکر څښتن چې جنجال نه جوړوي، د سرکار د سترګو تور شي. په افغانستان کې چې د امیرعبدالرحمن خان له زمانې راهیسې څو نسلونو په ثبات کې ژوند وکړ او حکومت پیاوړی و، په هنر او ادب کې قالبي طرزونو او فکرونو ښه وده وکړه. البته، مونږ وخت په وخت بت شکن ادیبان لرلي دي خو په افغانستان کې په پښتو ادب کې د کلیشو او قالبي طرز په خلاف ډېر اصیل بغاوت استاد سعدالدین شپون وکړ. ده مونږ ته ازادي راوبخښله او د ځان د اظهارولو جرات یې راکړ.

استاد شپون دغه کار د خپل سبک په ذریعه وکاوه. کېدای شي یو څوک په استاد باندې اعتراض وکړي چې د ژبې قالبي معیار یې په نظر کې نه دی نیولی. یو بل شاید ووایي چې کله کله د ژانرونو اصول په نظر کې نه نیسي. یو بل یې ممکن له هغو فکرونو سره په مخالفت تورن کړي چې مصلحت پکې دی. دغه اعتراضونه به یا په حقه وي یا په ناحقه خو زما په ګومان د دې خبرې په حقیقت کې شک نشته چې په افغانستان کې د قالبي او کلیشه شویو ادبیاتو په مقابل کې تر بل هر چا پیاوړی بغاوت ده کړی دی.

د ده د سبک تر ټولو لویه ځانګړنه آیروني ده.

آیروني چې مونږ یې کله کله طنز ترجمه کوو، د ګڼو کسانو په نظر د خندا سبب کېږي او چې نور هم دقیق شو نو وایو چې طنز مو د خندا په جامه کې د ټولنې ترخو حقیقتونو ته متوجه کوي. مګر شپون صاحب په خپلو آثارو کې د آیروني تر ټولو اصیل مفهوم په نظر کې نیسي. د ده په نظر آیروني نه کوم ژانر دی او نه کوم پسول دی، بلکې د عالي ادب له ماهیت سره تعلق لري. آیروني له خندا او ژړا ورهاخوا د ژوند او دنیا د غیرثابت، متنوع او متضاد ماهیت ښووندیه ده. مونږ د میاشتې پای ته خوشحالېږو چې معاش پکې اخلو خو تر معاش لویه سرمایه یعنې یوه میاشت عمر مو هم کم شوی دی. دغه تضادونه چې د منطق په دنیا کې حل لارې نه لري، اصیل هنر یې د آیروني په ذریعه سره کوشیر کوي. هغه څه چې بد یې ګڼو، ښه اړخونه لري او هغه څه چې ښه یې بولو بدۍ پکې شته. لا جامع حقیقت او لا ژور حقیقت همداسې دی او دې ته د رسېدو لپاره د هنر او ادب په دنیا کې د آیروني له واقعي مفهوم سره اشنایي پکار ده. ما چې کله هم د استاد په لیکنو کې خپل نم لیدلی دی، یو څه وارخطا شوی یم، ځکه د ده لیکنه د مچۍ ځاله وي او مچۍ که شات لري، چیچل هم کوي. د شپون صاحب لاره لا جامع حقیقت ته د رسېدو لاره ده خو استبداد که په هره جامه کې وي، د حقیقت یوازې یو اړخ منلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب