دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند افغانستان نامتو لیکوال استاد شپون وفات شو

د افغانستان نامتو لیکوال استاد شپون وفات شو

تاند- د افغانستان مشهور لیکوال او شاعر استاد سعد الدین شپون نن د امریکا په متحد ایالتونو کې په روغتون کې وفات شو. له څه مودې راهیسې استاد شپون بستر و.

استاد شپون د پښتو داستاني ادب یو سرلارې لیکوال و چې د ځانګړي نثر څښتن دی. د ده نثر ځانته سبک لري او ګڼو کره کتونکو د ده پر نثر لیکنې خپرې کړې دي.

تاند ویپاڼه په ځانګړي ډول د استاد پر مړینې ویر کوي. په تیرو څو کلونو کې تاند ویپاڼې ځانګړی کالم استاد ته وقف کړی و چې ده به پکې خپلې ټولنیزې، ادبي او فرهنګي لیکنې خپرولې.

ښایي په هیڅ ویبسایت کې د استاد شپون دومره اثار نه وي خپاره شوي لکه په تاند کې چې خپاره شوې دي.

د افغانستان د دې سترې فرهنګي هستۍ په ویر کې تاند ویبپاڼه ویرجنه ده او د افغاني ادب له مینه والو سره په دې غم کې شریکه ده.

استاد شپون د کندز په خان اباد ولسوالي کې خپلې لومړنۍ زده کړې وې، د لیسې دوره یې د کابل په حبیبیې کې پای ته رسولې وه او په متحد ایالتونو کې یې ماسټري اخیستې وه.

استاد شپون

استاد شپو د افغانستان د علومو اکاډمي غړیتوب درلود او یوه موده یې په اکاډيمي کې کار وکړ. بیا کلونه کلونه د امریکا غږ  راډیو د پښتو څانګې ویاند او د خپرونو چمتوکوونکی و.

استاد شپون د ( بنګي غاړه) په څير نایاب اثر له ځانه پرې ایښی دی چې د داستاني ادب بې ساری کرکټرونه پکې انځور شوې دي.

د شين ټاغي په څير ناول کې بیا د وخت سیاسي کرکټرونه ځای شوې دي.

د دغو او یو شمیر نورو داستاني اثارو ترڅنګ استاد شپون د افغانستان یو تکړه شاعر و، د ده شعرونه هم د ده د داستاني اثارو په څیر ځانګړتیا لري، لوستونکی یې درک کوي چې دا شعر د شپون دی، له استاد شپون څخه په مقایسوي ډول شعرونه لږ او نثري اثار ګڼ پاتې دي. د عمر په وروستیو کې یې ویل چې پر یوه ناول کار کوي، نه پوهیږو چې دا اثر به یې څومره بشپړ کړی وي، روح دې ښاده وي.

10 COMMENTS

  1. السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
    د استاد شپون مړینه پښتو ادب ته یوه لویه ضایعه ده.
    څښتن تعالی دې وبخښي ، جنت فردوس دې نصیب شي
    کورنۍ ته ېې جمیل صبر او شاګردانو او مینه والو ته ېې د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوم.
    …اذا اصابتهم مصیبتُُ قالوا اِنا لله و اِنا الیه راجعون.

  2. الله تعالی د شپون صاحب ته جنتونه وکړي او درنې کورنۍ ته ئې دې صبر۰ موږ پښتنوته یوه ستره ضایعه ده۰

  3. استاد ته د لوی خدای څخه جنت الفردوس غو ستونکی یو الله د رحم پری وکړی دیر لوی انسان وه هر نثر یی د ژوند کیسه وه

  4. الله تعالی دی ورته جنت فردوس نصیب کړی د پښتنو لویه هستی وه د مسافری په دیار کی په حق ورسیدو

  5. شپون صاحب ددیی پانی نړی څخه سترګی پټی کړی اوځمونږ څخه دتل لپاره په اوږده سفر
    ،ولاړو، الله تعالا دي د شپون صاحب دغه اوږد سفراسانه کړی
    شپون صاحب زمونږه لویه هستی وه په مړینه یی ډیر خفه اوستومانه شوم. کورنۍ ته ېې جمیل اوعظیم صبر او تسلیت وړاندی کووم.

    اِنا لله و اِنا الیه راجعون

  6. نن د یوه دوست په پاتا کي ناست وم چي محترم کلیوال صاحب راته ووبل : ” شپون وفات سو”. تر انالله واناالیه راجعون وروسته دده پاک روح ته دوعا وکړه او د چورتونو په څپو کي ډوب سوم. ناست پر پاتا وم خو ذهن مي له شپون مرحوم سره وو. د مړیني انتظار مې له هغي شېبې څخه کیښ، چي تاند ئې د ناروغۍ او بستر کېدو خبر خپور کړ.ما له شپون مرحوم سره له څو لسیزو راهیسي پېژندل. دی د هنري ادبی لیکنو له مخکښانو څخه وو. د لیکني ژبه ئې د ورځني ژوند مروجه پښتو وه او همدا سبب وو چي پر هرچا ښه لگېده.خو وایي چي ” مرگی سته، ښادي نسته” دادئ نن مو دده د مړیني خبر واورېد او سبا به زموږ دا نور اوري. زه د خپل تسلیت مراتب دده کورنۍ او د پښتو ادب خواره بوښکي دنیاته وړاندي کوم. دده پر آثارو باندي څېړني او گروېږني به زلمی څېړونکي ښه ډېر وخت مصروف وساتي.پاک خدای دې وبخښي

  7. سلام
    شپون دپښتو ژبې د ادبی نثر متخصص
    شپون ادبی پرزه ګوی اواخلاقی کنایه ویونکی
    شپون قاطع لیکوال او دګونګو محافظه کارو را لوڅوونکی
    دسره غوایی دکودتا زړه ور مخال
    دشپون په لیکنې کې ځانګړی ابتکار شته چې دنورو لیکوالانو سره ډېر توپیر لریی
    شپون هغه معیاری لیکوال دی چې په لیکنه کې یې ځا نګړی
    سبک شتها
    دا فغانستا ن شپون دې لوی خداې (ج) وبښی او جنت الفردوس دې په نصیب شی

  8. سلام
    شپون دپښتو ژبې د ادبی نثر متخصص
    شپون ادبی پرزه ګوی اواخلاقی کنایه ویونکی
    شپون قاطع لیکوال او دګونګو محافظه کارو را لوڅوونکی
    دسره غوایی دکودتا زړه ور مخالف
    دشپون په لیکنې کې ځانګړی ابتکار شته چې دنورو لیکوالانو سره ډېر توپیر لریی
    شپون هغه معیاری لیکوال دی چې په لیکنه کې یې ځا نګړی
    سبک شته
    دا فغانستا ن شپون دې لوی خداې (ج) وبښی او جنت الفردوس دې په نصیب شیړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب