زما د اعلان شوې مقالې عنوان و؛ د قلم مېرمنې- په پښتو ادبیاتو کې د ښځو ونډه. کله چې له ما وغوښتل شول چې دې غونډې ته مقاله ولیکم، ما همدا عنوان غوره کړ. خو کله چې مې د لیکنې کار پیل کړ، نو موضوع راته تر یوې اندازې کلیشه يي وبرېښېده. په دې باب ډېرې مقالې لیکل شوې دي، د بی بي نېکبختې، نازو انا او زرغونې انا او یو څو ښځینه معاصرو شاعرانو نومونه پکې یاد شوي دي او د هغو لنډیو بېلګې پکې راغلې دي چې د ښځو له خوا ویل شوې او نن زموږ د ولسي فرهنګ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د دغو نومونو تکرار او پر هغوی ویاړ زموږ اوسنۍ فرهنګي او ټولنیزې ستونزې حلولی شي؟ بې له شکه نه.
له همدې امله ما وغوښتل د دې موضوع بل اړخ وڅېړم. د دې پر ځای چې یوازې د څو مشهورو ښځینه څېرو په ژوند او آثارو خبرې وکړو، دا پوښتنه مطرح کوم چې ولې زموږ په ټولنه کې د ښځو ادبیات محدود پاتې شوي دي؟ ولې موږ د ښځو غږ او حضور ته اړتیا لرو؟ او د ښځو ادبیات زموږ پر ټولنه، فرهنګ او فکري ژوند څه اغېز لرلی شي؟ نو له دې امله مې عنوان دا ډول واړاوه:
په افغانستان کې د سواد وضعیت او د ښځو ادبي حضور
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د سواد او زده کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د شلمې پېړۍ تر وروستیو لسیزو پورې د هېواد د سواد کچه ډېره ټیټه وه. د تاریخي معلوماتو له مخې، په ۱۹۷۸ز کال کې د افغانستان د سواد کچه شاوخوا ۱۱.۴ سلنه اټکل شوې وه؛ یعنې نږدې ۹۰ سلنه برخه وګړي بې سواده وو. د همدې کال د معلوماتو له مخې د نارینه وو د سواد کچه ۱۸.۷ سلنه او د ښځو د سواد کچه یوازې ۲.۸ سلنه وه.
که څه هم له ۲۰۰۱ز کال وروسته د زده کړو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول او په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم زمینه پراخه شوه، خو لا هم د سواد کچه د مطلوب حالت څخه ټیټه ده. د UNESCO او World Bank د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ز کال کې د افغانستان د لویانو د سواد کچه شاوخوا ۳۷ سلنه وه.
دا شمېرې یوازې څېړنیز ارقام نه دي؛ بلکې د فرهنګي او ادبي تولید له کچې سره هم مستقیم اړیکي لري. په هغه ټولنه کې چې ډېری ښځې د زده کړې فرصت ونه لري، طبیعي ده چې د هغوی ادبي حضور به هم محدود وي. همدا لامل دی چې په افغانستان کې د ښځو ادبیاتو د ټولنیزو شرایطو تر مستقیم اغېز لاندې وده کړې یا محدود شوي دي.
د ښځو ادبیات؛ د ټولنې د نیم پټ واقعیت هنداره
ادبیات د یوې ټولنې د روح هنداره ده. د خلکو فکرونه، احساسات، ستونزې، ارمانونه او تجربې په ادبیاتو کې انعکاس مومي. خو که د یوې ټولنې نیمایي وګړي په دې هنداره کې حضور ونه لري، نو دا انځور نیمګړی پاتې کېږي.
ښځه د ټولنیز ژوند ځانګړې تجربې لري. هغه د مور، خور، لور او مېرمنې په توګه له داسې واقعیتونو سره مخامخ کېږي چې نارینه یې په مستقیم ډول نه تجربه کوي. له همدې امله د ښځو ادبیات د ټولنې هغه واقعیتونه منعکسوي چې ډېر کله د عمومي روایتونو په څنډه کې پاتې شوي دي.
ښځینه لیکواله او شاعره نه یوازې د خپل ځان غږ وړاندې کوي، بلکې د هغو زرګونو ښځو د ژوند استازیتوب هم کوي چې د خپل غږ د پورته کولو فرصت نه لري. د ښځو لیکنې د کورني ژوند، عاطفي تجربو، مورولۍ، محرومیتونو، هیلو، ټولنیزو محدودیتونو او ناویلو دردونو داسې اړخونه راڅرګندوي چې د ټولنې د بشپړ تصویر لپاره اړین دي.
نو ځکه د ښځو ادبیات یوازې د ښځو شخصي تجربې نه بیانوي، بلکې د ټولنې د نیم پټ واقعیت هنداره هم ګڼل کېږي.
د ښځو ادبیات او د ټولنیزو ستونزو څرګندول
د ادبیاتو یوه مهمه دنده د ټولنیزو ستونزو بیانول او د اصلاح لپاره د فکري زمینې برابرول دي. لیکوال او شاعر د ټولنې دردونه په هنري ژبه بیانوي او د لوستونکو پام هغو ستونزو ته رااړوي چې ډېری وخت له سترګو پټې پاتې کېږي.
په دې برخه کې د ښځو ادبیات ځانګړی اهمیت لري. ښځه داسې ستونزې ویني او تجربه کوي چې د ټولنې نارینه غړي یې په بشپړه توګه نشي درک کولای. د نجونو له زده کړو محرومیت، جبري ودونه، کورنی تاوتریخوالی، ټولنیز تبعیض، د تصمیم نیونې له حق څخه بې برخې کېدل او ګڼې نورې ستونزې هغه موضوعات دي چې ښځینه لیکوالانې یې د خپلو آثارو له لارې بیانوي.
کله چې دغه ستونزې په شعر، لنډه کیسه، ناول یا مقاله کې راوړل کېږي، نو یوازې د شخصي درد په توګه نه پاتې کېږي، بلکې په یوه ټولنیزه مسئله بدلېږي چې لوستونکي او پالیسي جوړونکي دواړه پرې فکر کولو ته اړ باسي. په دې توګه ادبیات د اصلاحغوښتنې او ټولنیز بدلون وسیله ګرځي.
ښځه خپلې ستونزې تر هر چا ښې بیانولی شي
که څه هم نارینه لیکوالان د ښځو په اړه لیکلای شي، خو د ښځې د ژوند ډېری تجربې یوازې هغه څوک په ژوره توګه درک کولای شي چې په خپله یې تجربه کړې وي. ښځه د خپلو ستونزو او تجربو تر ټولو باوري روایتګره ده.
د مثال په توګه، د یوې مور د عواطفو ژوروالی، د یوې نجلۍ د محرومیت احساس، د یوې مېرمنې ټولنیزې اندېښنې او د یوه محدود چاپېریال فشارونه هغه موضوعات دي چې ښځه یې له دننه احساسوي. له همدې امله د دغو تجربو روایت هم تر نورو ډېر واقعي او اغېزناک وي.
ښځه د خپلې تجربې شاهده ده، نو ځکه یې بیان هم د واقعیت له روح سره نږدې وي. همدا ځانګړنه د ښځو ادبیات د ټولنیزو څېړنو لپاره هم ارزښتمن ګرځوي، ځکه د ښځو آثار د یوې لویې ټولنیزې طبقې د ژوند مستند روایتونه وړاندې کوي.
د ښځو د ادبیاتو اهمیت یوازې په نظریاتو او ټولنیزو بحثونو کې نه راڅرګندېږي، بلکې په ادبي متونو کې یې بېلګې په څرګند ډول لیدلای شو. ښځینه شاعرانې ډېر ځله هغه احساسات او ستونزې بیانوي چې په ورځني ژوند کې ورته د ویلو فرصت نه پیدا کېږي.
که یو مثال راواخلو، یو نارینه کله دویم واده کوي. کېدای شي هغه دا کار یوه شخصي پرېکړه یا ټولنیز حق وبولي، خو د لومړۍ مېرمنې عاطفي درد، یوازیتوب او د خپل ارزښت د له لاسه ورکولو احساس تر ټولو ښه هماغه ښځه بیانولی شي چې دا حالت یې تجربه کړی وي. پښتنې شاعرې پروین ملال په خپل شعر کې همدا احساس انځور کړی دی:
که راته وبخښئ عدن ټول له غلمانو سره
تندي ته جام د کوثري پياليو
بستر مې جوړ وي د فردوس د اوه رنګه ورېښم
تلتک د خوب او د نرمۍ له ښاره
پالنګ مې وي د سرو ياقوتو خرمن
د خونې چت مې د سکندر د آيينو تصوير
که راته وبخښئ محل د تاج محلو نه جوړ
لارې پل لارې يې د سرو او سپينو
زه به دې ټولو باندې څه وکړمه؟
زه به دې ټولو ته تعبير څنګه شم؟
د دغه ټولو د بلوغ حسن به څوک وستايي؟
زما د هستۍ زما د ښايست بها به څوک وټاکي
زما خاوند زما مېړه زما تفسير د حسن
بيګا د بل چا په پالنګ ختلی
و ما ته نه راګوري
ځکه هغه دويم واده کړی دی
په دې شعر کې بحث یوازې د دویم واده د واقعې نه دی، بلکې د هغې ښځې د رواني او عاطفي نړۍ انځور دی چې ځان له پامه غورځېدلی احساسوي. شاعرې داسې درد بیان کړی چې ښايي یو نارینه یې وویني، خو په همدې ژوروالي او حساسیت سره یې بیان نه شي کړای.
همدا راز ښځینه ادبیات یوازې د مېرمنو او کورنیو اړیکو تر موضوعاتو نه محدودېږي، بلکې د نجونو د انتخاب، ارادې او انساني کرامت غږ هم پورته کوي. د بېلګې په توګه، په لاندې نظم کې یوه لور له خپل پلار سره خبرې کوي او د خپل احساس، اختیار او انساني حق دفاع کوي:
پلاره!
څنګه دې لاس پورته شو..؟
زه خو دې زړه ته درنژدې اولاد یم
ستا د وجود ذره یم
تا راته مینه زده کړه
تا راته لار د انسانیت وښوده…
نن که ما مینه کړې
نو مې ګناه څه ده؟
په دې کې بده خبر
پټه پناه څه ده؟
تا ته ماشومه ښکارم…
مینه ماشومه نه ده
تا ته نجلۍ ایسیږم
مینه یوازې په هلک باندې محکومه نه ده
تابو مې مینه ښکاری…
انسان خو زه هم یمه
ولې نو بده ښکاری…؟
مینه خو تا هم کړې پلاره!!!
دې کې ګناه څه ده؟
په تن کې ستا هم خوځي
دا نه ده ساه څه ده؟
پلاره! یا خو دې مینه، مینه نه ده
یا خو دې لفظ، لفظ نه دی
که نه خو مینه په وهلو چېرته
له زړه ایستلی نه شې
لا مظبوتیږی پسې
لا هم ټینګیږی پسې…
پلاره! مه مې وهه لاس ونیسه
سهیلا اصغري
په دې نظم کې د یوې نجلۍ شخصي درد نه، بلکې د ګڼو هغو نجونو ګډ غږ اورېدل کېږي چې غواړي د خپل ژوند د برخلیک په اړه خپله ونډه ولري. دلته موضوع یوازې مینه نه ده، بلکې د انسان د انتخاب حق، کرامت او د ښځې د فردیت منل دي. همدا ډول ادبي اثار، لوستونکی دې ته اړ کوي چې د دودونو، کورنیو فشارونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه له نوې زاویې فکر وکړي.
ښځینه ادبیات یوازې د کورنۍ او شخصي ژوند تر موضوعاتو پورې محدود نه دي، بلکې د جګړو، بې عدالتۍ او ملي ناورینونو ژور انځور هم وړاندې کوي. شاعرې مهرتاج د نیابتي جګړو تراژیدي په دوو لنډو مصرو کې داسې رانغاړلې ده:
ټوپک د بل، اوږه د ورور، زړه مې د مور په نښه
په خپلو وینو کې په خپله لمبېدم نړېدم
په دې بیت کې شاعره د جګړې ټول درد په څو کلمو کې خلاصه کوي. “ټوپک د بل” د جګړې د پردیو محرکینو او ګټو اخیستونکو استازیتوب کوي، “اوږه د ورور” د هغه افغان لاس ته اشاره ده چې بې له دې چې د جګړې اصلي موخه یې خپله وي، د جګړې وسیله ګرځي، او “زړه مې د مور په نښه” د افغانو میندو او کورنیو هغه درد انځوروي چې د جګړو اصلي قربانیان دي. په دوهمه مصرع کې “په خپلو وینو مې په خپله لمبېدم نړېدم” د افغانانو هغه تاریخي غمیزه بیانوي چې پکې یو ولس د پردیو د سیالیو په اور کې د خپلو لاسونو په وسیله سوځېدلی او نړېدلی دی. د دې لنډ بیت قوت په همدې کې دی چې یوه پراخه تاریخي او سیاسي فاجعه په خورا ظریف، شاعرانه او متمرکز تصویر کې رانغاړي.
له همدې امله د ښځو ادبیات یوازې د ښځو د ژوند بیان نه دی، بلکې د ټولنې د هغو پټو واقعیتونو انعکاس هم دی چې له دې غږ پرته به ناویلي پاتې شي.
د ښځو ادبیات او معاصر اغېز
په معاصره نړۍ کې د ښځو ادبیات یوازې ادبي ارزښت نه لري، بلکې فرهنګي، ټولنیز او فکري اغېز هم لري.
د ښځو ادبیات د ټولنې د غړو ترمنځ متقابل درک زیاتوي. نارینه لوستونکي د ښځو له ژوند او ستونزو سره اشنا کوي او ښځو ته دا جرئت ورکوي چې خپل غږ پورته کړي او خپلې تجربې بیان کړي. همدارنګه د ټولنیز عدالت، برابرو فرصتونو او انساني کرامت په اړه عامه پوهاوی پیاوړی کوي.
په پښتو ادبیاتو کې د ښځینه لیکوالانو او شاعرانو زیاتېدونکی حضور د دې ښکارندوی دی چې ښځې نور یوازې د ادب موضوع نه دي، بلکې د ادب فعالې تولیدوونکې او جوړوونکې هم دي. د هغوی آثار د معاصرې ټولنې فکري اړتیاوې منعکسوي او د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښتناک فرهنګي میراث پرېږدي.
د ښځو د ادبي حضور پر وړاندې ټولنیز خنډونه
سره له دې چې د اسلام دین د ښځو او نارینه وو دواړو لپاره د علم زده کړه ارزښتمنه ګڼلې ده، په ځینو ټولنو کې د وخت په تېرېدو داسې دودونه او رواجونه رامنځته شوي چې د ښځو د زده کړو او ټولنیز مشارکت پر وړاندې خنډونه جوړوي. افغانستان هم له دې ستونزې مستثنا نه دی.
د اوږدې مودې لپاره د نجونو د زده کړو محدودیت، د ښځو پر کار کولو بندیزونه، د کور څخه د بهرنیو فعالیتونو په اړه منفي برداشتونه او نور ورته ټولنیز فشارونه د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر نجونې له تعلیم او فکري ودې بې برخې پاتې شي. په پایله کې د ښځو ادبي حضور هم محدود شوی دی.
په ډېرو مواردو کې د ښځو د زده کړو او ټولنیز فعالیت مخالفت د دیني اصولو پر بنسټ نه، بلکې د ځینو دودیزو او میراثي رواجونو پر بنسټ توجیه شوی دی. حال دا چې علم، پوهه او ټولنیز خدمت د انسان اساسي حقونه او اړتیاوې دي. کله چې له یوې نجلۍ څخه د زده کړې فرصت اخیستل کېږي، په حقیقت کې له ټولنې څخه د یوې راتلونکې لیکوالې، شاعرې، ښوونکې، څېړونکې او فکري رهبرې د راټوکېدو امکان هم اخیستل کېږي.
همدارنګه په ځینو ټولنیزو چاپېریالونو کې ښځه د دې له امله تر نیوکو لاندې راځي چې په عامه ژوند، کار او زده کړو کې ونډه اخلي. کله ناکله د ښځو پر حضور اعتراض د دې ادعا له مخې کېږي چې ګواکې د هغوی حضور د نارینه وو د ناسمو چلندونو سبب ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې د انسان د چلند مسئولیت د هغه پر خپله غاړه دی. د یوه فرد ناسم نظر یا ناسم عمل د بل چا د زده کړې، کار او ټولنیز فعالیت د محدودولو دلیل نه شي کېدای.
له همدې امله د ستونزې حل د ښځو په انزوا کې نه، بلکې د ټولنیز پوهاوي په لوړولو، د متقابل احترام په پیاوړتیا او د مسئولانه چلند په ترویج کې دی. هغه ټولنه چې د خپلو ښځو او نجونو فکري ظرفیتونه محدودوي، په حقیقت کې د خپل بشري ځواک نیمایي برخه له فعاله ګډون څخه محروموي.
د ښځو د ادبي حضور د پراختیا لپاره یوازې د سواد زده کړه کافي نه ده، بلکې د ټولنې فکري بدلون هم ضروري دی. زړې مفکورې، هغه دودونه چې د ښځو د ودې مخه نیسي، او هغه برداشتونه چې ښځه یوازې د کور تر چوکاټ پورې محدودوي، باید له سره وارزول شي. تر هغه وخته چې ښځه د فکر، بیان او خلاقیت بشپړه ازادي ترلاسه نه کړي، زموږ ادبیات به د ټولنې د نیمایي واقعیتونو له انعکاس څخه محروم پاتې وي.
پایله
په پښتو ادبیاتو کې د ښځو ونډه یوازې د څو مشهورو نومونو په یادولو نه خلاصه کېږي. د ښځو ادبیات د ټولنې د نیمایي وګړو د فکر، احساس، تجربې او ژوند استازیتوب کوي. هر څومره چې د ښځو ادبي حضور پیاوړی وي، هماغومره د ټولنې فکري او فرهنګي انځور بشپړ او واقعي کېږي.
د افغانستان د ټیټې سواد کچې او د ښځو پر وړاندې د موجودو خنډونو له امله د ښځو ادبیات د اوږدې مودې لپاره محدود پاتې شوي دي. خو هغه پرمختګونه چې د زده کړو په برخه کې رامنځته شوي، د دې فرصت برابروي چې ښځې د ادب په ډګر کې لا فعاله ونډه واخلي.
د ښځو ادبیات د ټولنې د نیمایي وګړو د تجربو، احساساتو او افکارو انعکاس دی. دغه ادبیات هغه ستونزې بیانوي چې ډېر کله ناویلې پاتې کېږي، پټې زاویې روښانوي او د ټولنیز بدلون لپاره فکري زمینه برابروي.
که ادبیات د ټولنې هنداره ده، نو د ښځو ادبیات د هغې هندارې هغه برخه ده چې له پامه غورځول یې د ټولنې د نیمایي حقیقت له لاسه ورکول دي. له همدې امله د ښځو د ادبیاتو پیاوړتیا نه یوازې د ښځو د پرمختګ لپاره ضروري ده، بلکې د یوې عادلانه، پوهې او فرهنګي پلوه بډایه ټولنې د جوړېدو لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
په پای کې ویلای شو چې د ښځو ادبیات یوازې د ادبي ښکلا وسیله نه ده، بلکې د ټولنیزو ستونزو د بیان، د پټو واقعیتونو د افشا کولو، د پوهاوي د زیاتولو او د ټولنیز اصلاح د بهیر د پیاوړتیا یوه مهمه وسیله هم ده. له ښځینه غږ پرته ادبیات نیمګړي دي، او له دوی پرته د ټولنې بشپړ او رښتینی تصویر نه شي وړاندې کېدای.
حوالې (APA 7th Edition)
Library of Congress Country Studies. (1997). Afghanistan: Literacy. Retrieved from https://photius.com/countries/afghanistan/society/afghanistan_society_literacy.html
UNESCO Institute for Statistics. (2026). Literacy rate, adult total (% of people ages 15 and above) – Afghanistan. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/SE.ADT.LITR.ZS?locations=AF
World Bank. (2021). Literacy rate, adult total for the Islamic Republic of Afghanistan. Retrieved from Federal Reserve Bank of St. Louis (FRED): https://fred.stlouisfed.org/series/SEADTLITRZSAFG
Afghanistan Ministry of Education. (1981). Development of Education in Afghanistan, 1978-1980. Report submitted to the 38th International Conference on Education, Geneva. UNESCO Archives