شنبه, اپریل 20, 2024
Home+یو ډاکتر | خورخې لوییس بورخیس

یو ډاکتر | خورخې لوییس بورخیس

لیکوال : خورخې لوییس بورخیس(( Jorge Luis Borges 

ژباړن : سید زلمی سادات

د تمځای کوچنۍ ګړۍ ته مې وکتل، د شپې له یوولسو څخه یو – دوه دقیقې تېرې وې. پیاده د هوټل په لوري روان شوم. آشنا ځایونو په چا د هوساینې او بې قیدی حس شینده. د مخکې په شان مې په ځان وشیندل شو. د وسپنې لویه دروازه خلاصه وه. ودانۍ په تورتمونو کې پټه وه. سرای ته دننه شوم په دودګنو آيونو کې د ګلددنونو انځورونه ځلیدل. عجیبه دا چې هوټلچي زه ونه پیژندم او مخ ته مې یې د نوم لیکنې کتاب کیښود. په یوه نازک زنځیر په قلمدانۍ تړلی قلم مې راواخیست. په مشواڼۍ کې مې غوټه کړ، او د نوم لیکنې کتاب ته ټیټ شوم چې ناڅاپه مې هغه حیرانوونکې سړی ولید چې تمه وه نن شپه ورسره مخ شم، زما نوم خورخې لویسس، د مسافرانو د نوم ليکنې د کتاب په مخ لیکل شوی و، د هغه رنګ هم تر اوسه بشپړ نه ؤ وچ شوی. هوټلچي وویل: ” گمان مې کاوه چې تاسو تازه بر پوړ ته راغلي یاست” 

وروسته یې په پوره دقت ماته وکتل او ویې ویل: ” بښنه غواړم ښاغلیه. هغه بل تاته ډېر ورته ؤ، البته تاسو تر هغه ځوان یاست. “

ومې پوښتل: ” په کوم اتاق کې دی؟” 

ځواب یې راکړ: زما څخه یې نولسم اتاق وغوښت. “

زما وېره له همدې نه وه.

قلم مې وغورځاوه او ژر په زینو پورته وختم. نولسم اتاق په پورته پوړ کې ؤ، کړکۍ یې د سرای خوا ته خلاصیده. کړکۍ یو بالکون هم درلود. چې زما په ګمان یوه څوکۍ هم پکې وه. دا خونه د هوټل تر ټولو لوړ اتاق شمیرل کیده. د دروازې لاستی مې تاو کړ. ور خلاص ؤ. څراغ یې نه و مړ کړی. ورو خونې ته ننوتم په تېزه رڼا کې مې ځان ولید!

یوازې په کوچني وسپنیز تخت اوږد غزیدلی وم. بوډا شوی، په ځان کې لویدلی، سترګې مې د سترګو په کور کې ورکې وې. غږ مې یې تر غوږ شو. زما ریښتنی غږ ؤ. هغه غږونو ته ورته ؤ، چې په خپلو ثبت شوو مصاحبو کې به مې اوریده. یو رنګه او نرم غږ، ويې ویل: ” څومره عجیبه ده، موږ دوه نفره یو نفر یو. خو د داسې څه شتون په خوب کې په ریښتیا حیرانونکي نه وي.”

  په خواشینۍ مې ارامه وویل:” نو دا ټوله قضیه خوب دی؟” 

یقینا! پایله یې زما خوب دی.

په مرمرینو شاتو ایښې سپینې ښیښې ته یې اشاره وکړه او ویې ویل:” ته تر اوسه اوږده لاره په مخ کې لرې، چې دغې شپې ته ورسیږې. او ډېر خوبونه شته چې اوس اوس دې انتظار کوي.

 نن نو ستا لپاره څه ورځ ده؟”

ګونګ ځواب مې ورکړ:” دقیق نه پوهیږم ، اما پرون مې د زوکړې یوشپیتمه کلیزه وه.”

هغه وخت چې ته د نن شپي ته ورسیږي، د زوکړې څلور اتیایمه کلیزه به د پرون وي.

نن د ۱۹۸۳ کال د اوت ۲۵ ده.

په ځړیدلي غږ مې وویل:” نو باید ډېر کلونه انتظار وباسم.”

ناڅاپه یې وویل:” زما لپاره نور څه نه دي پاتي، هر څه چې وي د مرګ په تمه یم، په داسې څه کې حلیږم چې نه یې پیژنم او همدارنګه زه د یووالي په هیله یم، دغه دستمالي شوی فکر “ استیونسن “ او هېندارو ما ته را القاح کړی.”

احساس مې کړ چې د “ استیونسن “ نوم راوړل نه اخري خدای په امانی ده او نه ویاړلې تلمح ده. زه هغه وم ، په دغه ښه پوهیدم. حتی هغه حساسې انګیزمنې شیبې هم نه شي کولای یو څوک شکسپیر کړي. تر څو د په یاد پاتو عباراتو او منکراتو په جوړښت لاس ووهي. د دې لپاره چې د خبرو موضوع بدله کړم ومې ویل:” زه پوهیږم چې ستا په سر څه بلا راځي، په همدغه ځای ، په کښته یو اتاق کې مې د دې ځان وژنې کیسه په یوه چټل نویس پیل کړه.”

ورو، داسي چې په ورکو یادونو پسې ګرځیده ويې ویل :” هو، پوهیږم ولې هیڅ اړیکه نه وینم. د دغه چټل نویس په متن کې یو ټیکټ د “اندورک” په موخه چې د “لاس دلیسیاس” هوټل د ۱۹ شمیرې اتاق ته لاړم او ځان وژنه مې وکړه.”

ومې ویل:” په همدې دلیل زه اوس دلته یم.” 

““دلته؟

 ولې موږ خو همېشه دلته یو، دلته زه ستا خوب وینم. دلته د “کایوماییو” په ودانۍ کې په یوه اتاق کې ساه ورکوم چې د مور اتاق مې ؤ.”

کوښښ مې وکړ چې په یاد یې رانه وړم ځان مې په یوه بله لاره غلط کړم، تکرار مې کړه:” د مور اتاق مې. زه ستا خوب په نولسم اتاق کې وینم په پورته پوړ کې.”

څوک د چا خوب ویني؟ 

زه پوهیږم چې تا په خوب وینم. خو نه پوهیږم چې ته ما په خوب وینې او کنه؟ د “اندروګ” هوټل، په مخکې کلونو کې ویجاړ شو، شل کاله یا هم ممکن دیرش کاله مخکې. څوک څه پوهیږي؟!”

د د فاع له حالت نه راووتم او ومې ویل:” زه خوب وینم” ولې ته تر اوسه نه پوهیږي چې د دې مطلب کشف مهم مسئله ده چې آیا یوازې یو نفر خوب ویني که دواړه؟!”

زه “بورخس” یم. کله چې مې ستا نوم د هوټل د نوم لیکنې په کتال کې ولید نو دې اتاق ته راغلم. 

“بورخیس” زه یم چې په “ کایویه ماییو” کې د ځنکندن په حالت کې یم.

شیبه چوپ شو. وروسته، هغه بیا وویل:” راځه ځانونه په یو امتحان کې واچوو. د ژوند تر ټولو سختې شیبې مو کله وې؟” 

د هغه خوا ته ټيټ شوم دواړو یو ځای شونډې په خبرو وښورلې. پوهیدم چې دواړه دروغ وایو. ترخې موسکا د هغه زړه څېره روښانه کړه. حس مې کړه چې د هغه موسکا زما په شان ده. 

ویې ویل:”موږ یو بل ته دروغ وویل، ځکه خپله ځانونه یو نه ګڼو، بلکه دوه یې ګڼو. ریښتیا دادي چې موږ دوه نفره یو، خو په حقیقت کې یو نفر.”

خبرو مې زه ورو ورو ځورولم. دا مې ده ته وویل.  وروسته یې زیاته کړه.

 “ ښه زه به وګورم، چې ته په ۱۹۸۳ کې یې. نه غواړې د هغه کلونه په اړه چې زما په مخ کې دي څه راته ووایې؟” 

“زما بیچاره برخوسه! څه ووایم؟ دغه بد بختي چې مخه د ورته کړې، دوام به وکړي. په دغه کور کې به یوازې ژوند وکړې، بې له تورو کتابونه، د سوئدبرګ مډال، د لرګې صندوق چې فدرالي صلیب پرې لګیدلی.

د نابینایی تیاره نه ده، د یوازيتوب یوه بڼه ده. ایسلنډ ته به راګرځې. د یخ ځمکې ته.”

“اسلنډ د یخ وهلو سیندونو ځمکه!”

په روم کې به د “ګیتس” شعرونه لولې چې نوم یې لکه د ټولو په شان په اوبو لیکلی دی”

“ زه هیڅ وخت روم ته نه وم تللی.”

“نور شیان هم شته، ته به غوره شعرونه لولې. یوه لوړه پاچاهي.”

“پاچاهي د هغه لپاره چې…”

جرأت مې ونه کړ، چې د هغه نوم واخلم. 

“ نه هغه له تا ډېر ژوند کوي.”

چوپ کېناستو او هغه دوام ورکړ:”ته به هغه کتاب لیکې چې کلونه یې هیلې په سر کې لرې. په ۱۹۷۹ کې به پوه شې چې ستا د دې اثارو اصطلاح هیڅ هم نه ده. “………………………………”

هغه وخت د بیا زړه غواړي په بې ګټــې وسوسو ځان دې ته ورکړې چې تر ټولو لوی کتاب د ولیکې. هم هغه خرافات چې په “فاوست” ګوته، “سالامبو” ، “واولیس” یې سیوری پروت دی. 

جالب دا چې ما ډېرې پاڼې ډکې کړې.” اخر هم پوهیږې چې نه شې کولای سرته یې ورسوې” 

“ډېر بد. ما فکر کاوه چې یو رښتینی شهکار دی. زما نیک نیت له یو دوه پاڼو هخوا تجاوز ونه کړ. په نورو پاڼو کې په زرګونو پيوسته نور خرافات لکه چاړه، هغه سړی چې ځان یوه هیله بولي، هغه سیوری چې ځان ریښتنی ګڼې، د شپي زمریان، هغه جګړه چې په وینو پای مومي، “خوان مورانیا” چې خپل دید له لاسه ورکوي او د شتون څخه ساقطیږي، هغه بیړۍ چې د مړو له نوکونو څخه جوړه شوي وي، او پخوانې انګلیسي ژبه چې ډېرې سختۍ پرې تېرې شوې وي.

بې له کومې تعني او کنایې مې وویل:” زه هم هغه موزیم پيژنم. ډېر ښه دروغجن یادونه پکې شته. د اعدادوعلم، د نثر لیکلو فن، یو نیمګړی تناسب چې انتقاد کوونکې یې په خوشحالی کشفوي، هغه نقل قولونه چې دوه سره یو ځای نه وي، باید په هغه ور اضافه کړو.”

“دغه کتاب د خپور کړی هم دی؟”

وسوسه مې شوه چې هغه له منځه یوسم. په اور، بالاخره هغه مې په ماندرید کې په بل نامه خپور کړ. ټولو وویل:” یو د “بورخیس” له تقلیدکوونکو څخه دی. خو افسوس چې “بورخیس” نه دی.”

 ومې ویل: “د حیرانتیا خبره نه ده، هر لیکوال په اخر کې د خپلې کم عقلۍ مرید شي.”

“ هغه کتاب یو له هغه لارو څخه ؤ، چې زه یې دلته راورسولم. د نورو لپاره د بوډاتوب سپکاوی ، د راتلونکو ورځو په تیرولو باور…” 

ومې ویل:” زه هغه کتاب نه لیکم” 

ویې ویل:” لیکې به یې! او ښه به یې لیکې. زما خبرې هر وخت حاضرې دي. او یوازی خاطرات په خپل ځای پاتې دي.”

په تونده او یو اړخيزه لهجه چې بې له شکه هغه لهجه وه چې په ټولګي کې به مې د درس لپاره کاروله، زه یې ځورولم. دغه واقعیت چې موږ دوه یو وو او په یو بل به مو ادعاوې کولې، چې زه یې ځورولم. له دې څخه چې هغه د مرګ لوري ته روان ؤ، د خپلواکۍ حس مې تر لاسه کاوه، او په همدې حس مې ځان عاصې ګاڼه.

د لج بازۍ په بڼه مې وویل:” ته باوري یې چې ژر به مړ شي؟”

ويې ویل:” هو! هغه هوساینه او ځاني ارامتیا چې اوس یې حس کوم مخکې له دې مې نه پیژنده. نه شم کولای تا ته ووایم، د دې لپاره چې وپوهېږې باید تجربه یې کړې.

ولې مې له خبرو ځوریږې؟”

“موږ یو بل ته ډېر ورته یو، زه ستا له قوارې نه چې زما کرکټر دې بیزاره یم. ستا غږ چې زما د غږ پیښې دي ما ځوروي، هغه جملې چې ته یې وایې زما دي، خو بد مې ترې راځي.” 

بیا یې وویل:” زه هم همداسې، په همدې دلیل مې هوکړه کړي چې ځان وژنه وکړم.” لږ وروسته یې بیا وویل:” دا یې پای ؤ، په اشاره یې د ځان لوري ته وغوښتلم، او په خپلو لاسونو یې زما لاسونه ونیول، لږ مې شاته کش کړل. 

وېرېدلم! 

چې ناڅاپه جوړه لاسونه په یوازې لاسونو بدل شول. 

او ویې ویل:” دوستانو مو موږ ته را زده کړي، چې د دې نړۍ په پريښودو بیرته نه راګرځو. د عاقبت د زندان دروازې خلاصې شوې دې. ما به همیشه ژوند ته له د نظره کتل، ولې ډار او وېرې به زما پای لړزاوه.

دولس ورځې مخکې مې په “ لاپلا” کې، ویناوې وکړې. د شپږم کتاب “انید” په اړه، کله چې مې د هغه آته څپیزه نظم تکراراوه، ناڅاپه مې ومونده چې کومه لاره باید په مخ یوسم، سوچونه مې وکړل، له هغې شپې وروسته زیان منونکی شوم. زما برخلیک په تا پورې تړلی دی. او دغه ناڅاپې مکاشفه به د “وېرژېل” د لاتیني ادبیاتو په منځ کې ومومې. او د دې خبرو اترو مخ لید به په دوه جلا ځایونو او وختونو کې صورت نېسي، هېر به کړې، چې بیا یې په خوب ووینې. ته به هماغه شې چې نن زه یم، او زه به ستا هیلې وم.”

“ نه یې هیروم او سبا به په لومړي فرصت هغه د کاغذ په مخ لیکم”

“نه” به ستا د ضمیر په ژورو کې وي. او کله چې د هیلو په څپو کې هغه لیکې، باور به کوې چې یو خیالې داستان لیکې. چې صبا به نه وي. څو کاله فرصت لرې چې باید صبر وکړې.” 

د خبرو کړلو نه ولوید، پام مې شو چې مړ شوی دی. په یوه معنی خو زه هم له هغه سره مړ شوم، سودایې او خواشینی په بالښته ور ټيټ شوم، هېڅوک مې پيدا نه کړل. 

له اتاقه راووتلم، برون هېڅ ژوند نه ؤ، د مرمرینو سیند کوم اثر مې هم ونه موند. نه آرام هوټل ، نه “اوکایییتوس”، نه هغه تاق مجسمه. نه هغه چینه وه او نه په “اندروګ” کې د “ییلاقي” کور دروازه.

نورې هیلې وې چې زما لپاره په انتظار وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب