جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهناپېژانده وسله والو په جلال اباد کې یوه پولیسه وژلې

ناپېژانده وسله والو په جلال اباد کې یوه پولیسه وژلې

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۲) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو یوه پولیسه په ډزو وژلې ده.

د ننګرهار  پولیس وايي، نن سهار شااوخوا ۷ بجې ناپېژاندو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې حوزې په مربوطاتو کې يوه پولیسه په ډزو وژلې ده.

د چارواکو په وینا چې د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

دا په روانه اوونۍ کې پر ښځو دوهم برید دی چې په جلال اباد کې ترسره کېږي.

وړمه ورځ هم په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې د پولیو واکسین درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې، چې ورسره په ننګرهار کې د پولیو واکسنی کمپاین درېدلی دی.

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لړۍ ودرول شوه

تر اوسه د دغو پېښو مسولیت چا نه دی منلی.

2 COMMENTS

  1. پاکستان کې د چنایانو لپاره شراب خانۍ جوړېږي، خو هیڅ پاکستاني ملا یې د ورانولو جرعت نه لري او چوپه خوله ورته ناست دي او مالیات ترې اخلي، خو بیا همداملایان د یوې افغانې پولیسې وژل روا ګنې او خپل وحشتګرو او دهشتګرو ته امر کوي چې ووې وژنې. او بې سواده طالب یې هم په فخر وژني. خو کله هم له پاکستانی ملا نه پوښتي چې ولې خپلې شرابخاني نه ورانوي. لعنت دې ستاسو په دې رقم اسلامیت وي، دې خور ته دې الله جنتونه نصیب کړي او کورني ته دې الله صبر ورکړي.

  2. د ملادیزل ملافضلو په شان پنجابي ملایانو ته غني خان غني داسې ویلي دي

    ماته د جنت کیسې
    ځان ته د دنیا حساب
    دا دی عجیبه انصاف
    دا دی عجیبه کتاب
    زه په مستي سور کافر
    ته په هوس سپین ملا
    ماته په فتوا عذاب
    تاته په دوکه ثـواب
    ای د عدالت ربه
    دا لوبه خو ورانه که
    مونږه انسانانو ته
    نوې لار ودانه که
    نور که څه کوې کنه
    خلاص مو د ملا نه که

    غني خان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب